سوال: حضرت سليمان علیه سلام: اى کونگه! ته د پټي څيزولي نه خوري؟
ځواب : کونگ: ځکه چې په دي کې د حضرت نوح علیه سلام قوم غرق کړى شو. سوال:اى کونگه! ته په آبادى کې ولي نه اوسيږي چې په ځنگلو او کنډوالو کې اوسيږي؟ ځواب : کونگ: ځکه چې ويران ځنگلونه د الله تعالى په ميراث کې دي، لکه چې د الله تعالى فرمان دى:
)وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِّن بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيْلاً وَّكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِيْنَ( ([1])
ترجمه: او څومره کلي مونږ هلاک کړل د دوى ښه ژوند مونږ په خاورو کې داسي ملاو کو، چې دا آبادئ داسي شوي چې په دي کې څوک اوسيدونکې هم پاتي نشو )بالکل کنډوالي مو کړي( اوس د دي مونږ وارث يو، فالدنيا کلها ميراث الله، )نو دنيا ټوله د الله تعالى ميراث دى(
سوال: اى کونگه! کله چې ته په دي بي آبادو ځنگلو کې اوسيږي نوته څه وائې؟
ځواب : کونگ: زه وايم چې اى د دي کلي اوسيدونکو! ستاسو عيش عشرت )ښه ژوند( چرته لاړو؟
سوال: کله چې ته په دي ورانو کنډوالو تيريږي نو څه وائي؟
ځواب : زه وايم چې د بنيادم لپاره دافسوس مقام دى چې په دوى باندي عذاب راځي او دوى د دي عذابونو او سختونه غافل شوي اوده پراته دي.
سوال: ته د ورځي ولي نه راوزي او د شپي ولي راوزي؟
ځواب : ځکه چې د آدم علیه سلام اولاد په يوبل باندي ظلمونه کوي. په دي وجه زه د ورځي بهرته نه راوزم.
سوال: ماته خبر راکړه چې کله ته وايې نو څه وائې؟
ځواب : زه وايم چې اى په غفلت کې ويدو پرتو خلقو! آخرت لپاره څه توښه تياره کړئ او د آخرت سفر لپاره هر وخت تيار اوسيږئ پاک دي د نور پيداکونکى ذات. د دي پوښتنو څخه وروسته حضرت سليمان علیه سلام اوفرمائيل: چې د بنيادمانو لپاره کونگ څخه زيات نصحيت کونکى او شفقت لرونکى هيڅ يو مرغه نشته )[2](