السلام علیکم محترم وروره!
یوه پوشتنه لرم هغه داچه کله شرعی حد جاري کیږي هغه کس د ګناه نه په دې حد سره پاکیږي او ګه نه یعنی اخرت ته څه پا ته کیږ ي که نه همدا یی جزا شوه
صهيب
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د حد قيام دنيوي سزا ده او آخروي سزا د نصوح توبې په وسيله ساقطيږي يعنې کله چې د حد جايري کيدو وروسته توبه وباسي آخروي غذاب يې ساقطيږي ، حقوق الله په توبه سره بخښل کيږي او حقوق العباد د هغه د حق په ادا کولو سره بخښل کيږي .
الله تعالی په قرآن مجيد کې د د کبيره ګناهونو د بيان وروسته فرمايي : {إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا} [الفرقان: 70]. مګر هغه چا چې ( له ګناهونو څخه وروسته ) توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يې کړی وي . د دغسې خلکو بدۍ به الله جل جلا له په ښو واړوي . او الله جل جلا له بخښونکی او مهربان دی .
و لقوله سبحانه وتعالی :
فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ [التوبة: 74] .
(اوس ) که دوی توبه وکړي ، دا به دوی ته ښه وي او که مخ واړوي الله جل جلا له به دوی په دنيا او آخرت کې په دردناک عذاب سره وکړوي او دوی ته به د ځمکې پر مخ نه کوم دوست وي او نه هم مرستندوی .
د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد کچيرې مجرم توبه وباسي حد نه ساقطيږي بلکي حد به ور باندې جايري کيږي ځکه توبه د حد څخه وروسته وي په دليل د دغه احاديثو :
اذا قطعت يد السارق فتاب سبقته يده الى الجنة وان لم يتب سبقته يده الى النار –الجامع للسيوطي ج2 ، ص43 (20011)
رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې زاني ښځې باندې د حد جايري کيدو په اړه فرمايي
لقد تابت توبةً لو قُسِّمَتْ بين سبعين من أهلِ المدينةِ لوسِعَتْهُم ( المسلم )
و الله سبحانه وتعالی