د حج د سفر آداب

د حج د سفر څخه مخکې آداب :

کله چې حاجې د حج يا عمرې د سفر اراده وکړې بايد لاندې اعمال تر سره کړي :

۱- بايد له ټولو ګناهونو څخه توبه وباسي او الله تعالی ته په اخلاص رجوع وکړي .

۲- اخلاص : د حج د ادا کولو څخه مقصد او نيت بايد د حج د فريضې ادا کول او د الله تعالی رضايت حاصلول وي ، نه شهرت ، تفاخر او نه هم د نوم ګټل چې خلک ورته حاجي او الحاج ووايي بلکي نيت به يې يوازې د الله (جل جلا له) رضا وي .ځکه د انسان ټول اعمال په نيت پورې اړه لري د هر شی نيت يې چې کړی وي هغه به ورسيږي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: [ انما الاعمال بالنيات ] يعنې د عمل قبليدل په نيت پورې تعلق لري .

۳- د مور او پلار رضايت حاصلول او د هغوی څخه بخښنه غوښتل او که د خپلوانو سره يې قطع صله رحمې کړي وي د هغوی د خپلولۍ ټينګول ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي [لا يدخل الجنة قاطع رحم ] ( جنت ته د صله رحمې قطع کوونکی نه داخليږي ) (متفق عليه ) .

او خپلو ګاونډيانو سره ښه سلوک کول ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي [ لا يدخل الجنة من لا يأمن جاره بوائقه ] ( جنت ته به داخل نشي هغه کس کوم د ده د ضرر څخه د ده ګاوندی په امن نه وي ) (المسلم )

۴- که د چا پوروړی وي د هغه پور به ادا کړي او که د چا امانت ور سره وي هغه به يې خپل مالک ته وسپاري او که د پور او امانت د ادا کولو امکان نه وي د هغوی څخه دې حج ته د تللو اجازه واخلي .

۵- د حج د مصارفو د پاره بايد پاک مال جمع شي ، چې د رشوت ، سود ، قمار ، په خيانت ، درواغو او فريب ګټلې مال ، د غصب مال او نور حرام مال نه وي ځکه الله (جل جلا له) پاک دی نه خوښي مګر پاک مال .

او همدارنګه د حج څخه مخکې دې خپل وصيت وليکي او په هغه باندې دې يو کس شاهد وګرځوي .

۶- د ځان د پاره دې دينداره ملګري غوره کړي تر څو په نيکو کارونو او د حج په مناسکو کې ورسره مرسته وکړي او د سفر مشر دې و ټاکي .

۷- د فقيرانو او مسکينانو حالت ته توجه کول په کار دي تر ټولو مهمه دا چې که زکات يې نه وي ادا کړی يا د زيات څه مقدار پاتې وي د حج څخه مخکې دې زکات ادا کړي ځکه زکات د اسلام ستر رکن دی د زکات په نه ادا کولو او يا د هغه په ځنډولو د هغه عبادت ته تاوان رسیږي .

۸- ځنې کسان د حج څخه مخکې يا وروسته لويي مهمانۍ برابروي چې د حاجي د کورنۍ او خصوصاً د اولاد داره ښځو د پاره تکليف دی ، په هغه عبادت کې چې د هغه په ادا کولو سره نورو ته ضرر او تکليف رسيږي د عبادت ثواب له مينځه ځي .

۹- تواضع : کله چې حاجي د حج څخه خپل کور ته راشي د هغه د پاره تواضع او عاجزي په کار ده ، خپل ځان به خلکو ته لوی او ډير پرهيزګاره نه ښکاره کوي ځکه عبادت د بنده او الله تعالی تر مينځ يو راز دی .

۱۰ – د حج د سفر پر مهال به خپله ژبه د الله (جل جلا له) په ذکر او ياد مشغوله ساتي ، د بې ځايه خبرو ، جنګ او جنجال ، بل ته ضرر رسولو به ځان کلک ساتي .

د سفر د توښي او مصارفو برابرول :

د حج د سفر د پار بايد ښه توښه برابر شي ځکه د حج د سفر ټول مصارف فی سبيل الله دي د هغو ثواب يو په اووه سوه بلکي لا زيات دی خو د فضول خرچۍ څخه به ځان وساتئ ، څوک چې توان لري هغه لره په کار ده چې ښه توښه برابره کړي او چا سره چې خرچ کم وي هغه لره احتياط په کار دی .

د سفر د پاره د اړتيا وړ شيان در سره واخلئ لکه : قرآنکريم ، د حج د احکانو کتاب ، يوه جوړه اضافه احرام ، څپلۍ ، هميانې ، يوه جوړه بوټونه ، څلور جوړې د اغوستلو کالي ، دوې دانې زيرپېراهنۍ ، دوې دانې خولۍ ، يو پټو ، يو کوچنۍ بالښت ، د تشناب قاغذ ، مسواک ، ګيلاس ، قاب ، کاچوغه ، جای نماز ، ترموز او نور .

د خويندو د پاره پر ويښتانو باندې د اچولو دوه دسمالونه ، يو لوی پوړنۍ يا څادر ، چادري يا حجاب ، ستن او تار ، ږمونځ ، هينداره او نور ضروري سامان به له ځانه سره واخلي .

د کور څخه د وتلو آداب :

حاجي به له خپلې کورنۍ ، دوستانو ، عزيزانو ، ګاونډيانو او نورو څخه د رخصتيدو پر مهال معافي او دعا و غواړي او خدای په آماني ورسره وکړي .

د خدای په آمانی په مهال به دا دعا کوي :

«أَسْتَوْدِعُ اللهَ دِيْنَكَ، وَأَمَانَتَكَ، وَخَوَاتِيْمَ عَمَلِكَ»[سنن ترمذي او مسند امام احمد]

 (ستا دين ، ستا امانت او ستا د عمل خاتمه پر الله جل جلا له  سپارم )

او يا داسې ويل : «أَسْتَوْدِعُكُمُ اللهَ الَّذِيْ لاَ تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ» [مسند احمد او ابن ماجه]

 ( تا پر الله تعالی  سپارم هغه الله جل جلا له  چې هغه ته کله څه وسپارل شي نو هغه نه ضايع کوي )

د کور څخه د وتلو پر مهال به دا دعا ووايي : «بِسْمِ اللهِ تَوَّكَّلْتُ عَلَى اللهِ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللهِ»[ سنن ابوداود 4 / 325]

( د الله په نوم په الله جل جلا له  توکل کوم او د الله جل جلا له  پرته د رجوع ځای او قوت نشته )

د الوتکې آداب :

هر کله چې حاجي په موټر يا الوتکه کې سپريږي هغه لره د لاندې ټکو مراعاتول په کار دي .

۱- الوتکې ته د ختلو پر مهال به دا دعا وکړي : [اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ، اللهُ أَكْبَرُ ﴿سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ * وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ] ( صحيح المسلم ) .

۲- په الوتکه کې به د الله تعالی ذکر او ياد کوي له بې ځايه مناقشو ، بې هوده خبرو ، تيله کولو او نور ته ضرر رسولو ځان ساتي .

۳- د ټولو حاجتمندو سره به مرسته او مدد کوي .

۴- په الوتکه کې به تلبيه ، استغفار او نور اذکار کوي ، که غواړي خبرې وکړي بايد د ضرورت څخه علاوه خبرې ونه کړي ، او که د ده سره څوک خبرې کوي نو د حج د احکامو په باره کې به خبرې وکړي .

۴- د الوتکې د سفر پر مهال د لمانځه وخت ته ډير پام کوه داسې نه چې په يو فرض ادا کولو پسې روان وې او بل تر هغه محکم فرض څخه پاتې شي ، که الوتکه څه وروسته پر ځمکه کيني نو لمونځ و ځنډوئ او که د وخت د تلو ويره وي نو د قبلې لورې پيدا کړئ او په الوتکه کې و دريږئ لمونځ وکړئ که دريدل ناممکن وي په ناسته سره لمونځ وکړئ .

د سفر نيت چې پنځلسو ورځو کم وي مسافرانه لمونځ به کوئ ، که فرضاً کله په مقيم امام پسې اقتدا وکړئ ، د امام په متابعت به لمونځ پوره کوئ .

۵- توجه کوه چې څه وخت ميقات ته رسيږې تر څو ميقات د رسيدو مخکې احرام وتړې .

۶- د جنجالي امورو څخه دې خپله ژبه وساته .

مکې ته د ننوتلو آداب :

لکه چې مکې مکرمې ته داخليږئ دا دعا ووايئ : اللهم اجعل لي بها قراراً وارزقني فيها رزقاً حلالاً ( ای الله ! ما ته په مکه مکرمه کې آرام او حلال رزق را نصيب کړې ) .

وروسته چې کله په خپلو اتاقونو کې ځای پر ځای شوئ او د عمرې د ادا کولو قصد مو وکړ کوښښ وکړئ د يو معلم يا کوم بلد سړي سره ملګري شئ ( ځکه دا مو لومړی ځل دی ) مسجد الحرام ته به د باب السلام (باب بنی شيبه ) له لارې داخل شئ ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم له همدې دروازې مسجدالحرام ته داخليدو . د داخلېدو په وخت کې به لومړی ښی پښه مخکې کړي او دا دعا به ولولئ : ” اللهم صل على محمد وسلم ، اللهم افتح لي أبواب رحمتك

کله چې مسجدالحرام ته داخل شئ او په بيت الله شريف مو سترګې ولګيږي دری ځله به ووايئ : الله اکبر لا الا الله . په اخلاص او عاجزۍ سره به دعا وکړئ ځکه چې د کعبې شريفې د ليدلو پر مهال دعا قبليږي .

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219

WhatsApp:+93 747 162 162

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ادامـــه دارد…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟