یوه باعفت ښځه په حال د حمل کې وه، لا ماشوم یې په رحم کې موجود و، خو د ماشوم له ضایع کېدو نه وړاندې پنځه ورځې ورباندې وینه روانه وه، هغه هم په وقفهيي ډول. دې محترمې خورې په دغو ورځو کې د خپل رب د رضا لپاره روژې ونیولې، خو اوس د زړه پوښتنه لري .
آیا زما دا روژې شرعاً صحیح دي؟ که نه، کوم شرعي حکم به پرې تطبیقېږي؟
الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!
کله چې یوه ښځه حامله وي، نو فطري حالت دا وي چې حیض نه ویني، ځکه الله تعالی د حمل په حالت کې د حیض جریان بندوي. قرآن کریم په سورة البقرة کې د حیض د حکمت بیان داسې کړی: “قل هو أذى…” یعنې: دا وینه یو ډول اذیت دی، او دا اذیت د مخصوصو ورځو په صورت کې هغه وخت راځي کله چې رحم خلاص وي، نه دا چې حمل پکې موجود وي. نو کله چې حمل وي، نو د حیض لپاره عذر نه پاتې کېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حقیقت وضاحت په صراحت سره کړی دی. حضرت علي کرم الله وجهه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الحامل لا تحيض، یعنې حامله ښځه حیض نه لري. دا روایت ابن أبي شيبة په خپل مشهور کتاب “مصنف” کې نقل کړی دی (مصنف ابن أبي شيبة).
د حنفي فقهي مکتب په اصولو کې هم دا حکم واضح دی. علامه کاساني رحمه الله لیکلي دي: که له یوې حامله ښځې څخه وینه راوځي، او لا د ماشوم د وجود اعضاء نه وي جوړ شوي، نو دا وینه د ناروغۍ وینه ده، چې هغه ته استحاضه ویل کېږي، نه حیض او نه نفاس (بدائع الصنائع).
په استحاضه کې ښځه د عبادت نه منع نه ده. نه لمونځ پرې ساقطېږي، نه روژه فاسده کېږي، نه د طهارت احکام پرې تغیر کوي، او نه د قران تلاوت یا نیک اعمالو څخه منع ده. ابن عابدین شامي رحمه الله په “رد المحتار” کې استحاضه ته د “عذر” حکم ورکړی دی، او لیکي چې دا وینه د عبادتونو مانع نه ده (رد المحتار).
وروسته که ماشوم ضایع شي، نو بیا فقهاوو دا اصل بیان کړی دی چې: که د ضایع شوي ماشوم په وجود کې د انساني بدن نښې (لکه سر، لاس، پښه) ښکاره وي، نو له هغې وروسته وینه د نفاس ګڼل کېږي، او که نه، نو هغه هم استحاضه ده. امام مرغيناني دا قاعده په “الهداية” کې ډېر ښکلي ترتیب سره بیان کړې ده (الهداية).
نو اوس د دې پوښتنې ځواب دا شو چې حامله ښځه وه، ماشوم لا نه و ضایع شوی، وینه ورباندې راغله، دا وینه د استحاضې ده، چې د عبادتونو مانع نه ده. ځکه نو د هغې روژې شرعاً صحیح دي، قضا پرې نشته، ګناه نشته، بلکه دا د هغې د صدق او تقوی نښه ده.
فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
وټسپ نمبر باندې مشوره تنقيد تجويز باندې زما رهنمايي وکړي.
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
که شرعي سوالونه لري ځواب لپاره برا وټسپ نمبر باندې مونږه سره شريک کړي
نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .
مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!