د جنابت په حالت کې ماشوم ته شېدې ورکول

سلامونه او نیکی هیلی زمونژ قبولی کړی.
ماته کله کله بعضی  پوشتنی پیدا کیژی که ستاسی زمونژ ته د شریعت پهرنا کی معلومات راکړی نو دستاسی به ډیره مهربانی وی.
پوشتنه: که چیری یوه مور خپل ماشوم ته د جنابت په وخت کی خپلی شیدی ورکوی دا د شریعت له نظره څنگه کار دی یعنی دوی د حیض او نفاس په حالت کی نه وی بلکی د خپل خاوند سره یی جماع کړی وی خو غسل یی نه وی کړی او خپل ماشوم ته شیدی ورکړی دا د شریعت له نظره څنگه کار دی ؟.

او یو بل دا چی بعضی خلک خپلی ښځی ته د مور او خور ښکنځلی کوی دا د شریعت له نظره څنگه کار دی پدی کار سره طلاق خو نه واقع کیژی او که واقع کیژی که مو مونژ ته مفصلا معلومات راکړ دستاسی به دیره مهربانی وی.

او بل داچی خلک غواړی د اولادونو په منځ کی وقفه راولی دا کار د شریعت له نظره چه حکم لری دا کار د دوایی گانو په واسطه یا د بعضی نورو کارونو په واسطه سره کوی ایا دا په شریعت کی جواز لری او که نه که مو مونژ ته مفصلا معلومات راکړ دستاسی به دیره مهربانی وی.

فضل محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د جنابت په حالت کې ماشوم ته تی يا شېدې ورکول باک نه لري ځکه په دې باره کې شرعي ممانعت نشته ، د جنابت په حالت کې پنځه شيان منع دي : لکه لمونځ ، د قرآنکريم تلاوت ، جومات ته داخلېدل ، طواف ، د قرآنکريم مسح کول .

و فی مراقی الفلاح  مع  حاشیته  للطحطاوی‌ :

« و یحرم  بالجنابة خمسة اشیاء‌، الصلو‌ه للأمر بالطهارة فی الآیة‌، و قراءة آیة من  القر‌آن لنهیه  عنه صلي الله عليه و سلم و مسهـا الا بغلاف  للنهی عنه بالنص‌، و دخول  مسجد و الطواف للنص المتقدم‌»‌.(طحطاوي علي المراقي:2/117. كذا في احسن الفتاوي:2/36و خير الفتاوي:2/87)

دوهم : ښځې ته ښګنځل کول اخلاقي جرم دی اسلامي شريعت له ښکنځو او داسې لقبونو منع فرمايلې چې په هغه باندې مقابل لورې خفه کيږي .

 يو پر بل باندې داسې القاب او نومونه ايښودل چې هغه ورباندې خفه او په عصه کيږي حرام دي  قوله تعالی :

وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ .. (الحجرات ۱۱ ) او یو بل په بدو لقبو مه بولې .

په خاوند باندې د ښځې يو حق دا دی چې هغه ته به لفظي او بدني ضرر نه رسوي ( لا ضرر و لا ضرار في الاسلام )

مګر د بدو الفاظو او ښګنځو په ويلو سره په نکاح کې نقصان نه راځي ، نکاح په دوو شيان ماتيږي : طلاق او مرتد کيدل .

دريم : د اودلاد بندلو مفصل بيان دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *