د تي خوري ماشوم مېتيازې (ادرار)

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

که تي خوری ماشوم د سړی په جامه باندې مېتيازې وکړي نو دا جامه به مينځل کيږي او که نه ؟ عبدالله له کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که تي خوری ماشوم په جامه يا بل څه باندې خالي ادرار يا مېتيازې وکړي په هغه باندې به يوازې اوبه پاشل کيږي ، مګر که ماشوم د ډوډی خوړل شروع کړي وي بيا به د هغه مېتيازې مينځل کيږي .

په دليل د لاندې حديث شريف :

عَنْ أُمِّ قَيْسٍ بِنْتِ مِحْصَنٍ رَضِيَ الله عَنْهَا: أَنَّهَا أَتَتْ بِابْنٍ لَهَا صَغِيرٍ، لَمْ يَأْكُلِ الطَّعَامَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم ، فَأَجْلَسَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فِي حَجْرِهِ، فَبَالَ عَلَى ثَوْبِهِ، فَدَعَا بِمَاءٍ، فَنَضَحَهُ وَلَمْ يَغْسِلْهُ. (بخارى:223)

ام قيس رضی الله عنها وايی : کوچنی زوی مې چې تر اوسه يې خوراک نه کولو (تي خوری ) د رسول الله صلی الله عليه وسلم  حضور ته پيش کړ ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه په غيږ کې واخيست ، هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لباس باندې متيازې وکړي . رسول الله صلی الله عليه وسلم اوبه وغوښتې او پخپله لباس يې وپاشلې مګر هغه يې و نه مينځل ( فقط د اوبو په پاشلو يې اکتفا وکړه ) .

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.