د توان په اندازه مکلفيت

له ابى‌هريره عبدالرحمن بن صخر رضی الله عنه نه روايت دی چې وايي: اورېدلي مې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «مَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَاجْتَنِبُوهُ، وَمَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَثْرَةُ مَسَائِلِهِمْ وَاخْتِلاَفُهُمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ»([1]).

ژباړه : د هغه څه مې چې تاسې منع کړې يئ لرې اوسئ ، او د څه مې چې تاسې ته امر کړی دی د خپل توان په اندازه هغه تر سره کړئ ځکه په يقين سره د تاسې څخه چې مخکې کوم خلک تباه شوي دي د دوی د ډير سوالونو کولو په وجه او اختلاف د دوی له پيغمبرانو د دوی سره .

تشريح :

ابی هريرة رضی الله عنه وايي چې :رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته خطبه کوله او فرمايل يې :«يا أيها الناس ، قد فرض الله الحج عليکم فحجوا» ، دا مهال يو کس وويل : هر کال يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ؟ رسول الله څه ځواب ورنه کړ ، تر دې پورې چې دری ځله يې دا پوښتنه تکرار کړه ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کچېرې هو ووايم او در باندې واجب شي نو ته توانيږې ، بيا يې وفرمايل : «ذروني ما ترکتکم فانما أهلک من کان قبلکم کثرة سؤالهم و اختلافهم علی أنبيائهم ، فاذا أمرتکم بشیء فائتوا منه مااستطعم …»

او سوال کوونکی سړی أقرغ بن حابس وو .

ابن رجب په جامع العلوم والحکم کې وايي چې بيا دغه آيت کريمه نازل شو :

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ ] ( المائدة : 101).

ژباړه: ای مؤمنانو مه کوئ تاسې له هغو شيانو که ښکار کړ شي تاسې ته (ځواب د هغو) نو خپه به کړې تاسې .

او ددې حديث مطلب دا دی چې ډير سوال کولو ته حاجت نشته ، او په دې باندې د امت اتفاق دی چې حج په عمر کې يو ځل فرض دی .

قول د « وَمَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ »: دا د اسلام له قواعدو څخه يوه بله مهمه قاعده ده کوم چې مونږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې جامع خبرې په توګه بيان کړې ده او په دې قاعده کې د احکامو ټول هغه صورتونه شامليږي کوم چې انسان يې د څه عذر په وجه له کولو څخه عاجز شي ، لکه : يو سړی د څه عذر په وجه د لمانځه ځينې ارکان او شروط نشي ادا کولای نو هغه ته اسلامي شريعت د ترک اجازت ورکړی ده ، مثلاً يو کس د څه عذر له مخې قيام نشي کولای نو هغه ته په ناسته سره لمونځ کول جايز دي ، او يا د اودس په کولو کې د کوم اندام له مينځلو څخه د کوم عذر په وجه عاجز شي د هغه پرېښودل ورته جايز دي .

او ددې حديث شريف مطلب په قرآنکريم داسې بيان شوی دی :[فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ] (التغابن: 16).

ژباړه: نو وډار شئ له الله هومره چې توان وي ستاسې.

قوله تعالى:[لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلا وُسْعَهَا] (البقرة:۲۸۶ ).

ژباړه : نه کوي تکليف الله پر هيچا باندې مګر د هغه د توان او طاقت ( په اندازه ) .

مګر دا قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم « مَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَاجْتَنِبُوهُ » او د «نهي» معنی ده منع او د څه نه مې چې منع کړې ياست د هغه څخه پرهيز وکړئ ، او الله تعالی مونږ ته حکم کړی دی چې : [وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ](حشر ۷).

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

قول د « فَإِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَثْرَةُ مَسَائِلِهِمْ »: ددې وينا څخه د رسول الله عليه وسلم مطلب د ډيرو سوالونه نه کول دي ، لکه قصه د بنی اسرائيل ( د غوا د ذبحې په باره کې) کچېرې دوی اقتصار کړی وای نو هره ډول غوا چې وه هغه به يې ذبحه کړې وه ، مګر دهغوی د ډير سوالونو کولو په وجه همداسې مسئله هم ورته سختېده ، پس رسول الله صلی الله عليه وسلم په مثال ددې د خپل امت په باره کې وېرېدلی دی .

و الله اعلم

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟