د تهجد د لمانځه غوره وخت او مسنونه دعا

السلام علیکم نجیب الله ستانکزی له عوت نیوز څخه دا پوښتنه لرم د تهجد د ادکولو دروست وخت کوم  یو دی او هغه مسنونه دوعاوی چی رسول الله صلی الله عليه وسلم  د تهجدو په لمانځه کی او یا یی له هغی ځخه روسته ویلی دی کومی دی دالله ج  له دربارځخه دروغ صخت په هیله یم .

نجيب الله ستانکزی

————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د تهجد لمونځ د شپې په اوله حصه ، نيمه حصه او آخري حصه کې کول جايز دي په دليل د دغه حديث شريف :

 جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :من كل الليل قد أوتر رسول الله صلى الله عليه وسلم. من أول الليل وأوسطه وآخره. فانتهى وتره إلى السحر. (المسلم ۷۴۵)

عايشه رضی الله عنها فرمايي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم د شپې په هر حصه کې وتر کړی دي – په اوله حصه د شپې کې هم نيمه شپه کې او په اخري شپه کې هم او د نبی صلی الله عليه وسلم وتر به عموماً صبا پورې ختميدل (متفق عليه ) .

لکن د تهجد غوره وخت د شپې آخري حصه ده ، ‌عمر  بن  عبسه‌ له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه داسې روايت کړی دی :أقرب ما يكون العبد من الرب في جوف الليل الاخير فإن استطعت أن تكون ممن يذكر الله في تلك الساعة فکن ( حاکم ، ترمذی ، نسائی او ابن خزيمه ) .

ژباړه : د شپې د آخري حصې په زړه کې انسان تر بل هر وخت نه الله تعالی ته ډير نږدې وي ، که توانېږې نو په هغه وخت کې له هغو کسانو څخه شه چې د الله ياد کوي ( د تهجد لمونځ ) .

د تجهد کوونکی د پاره سنت ده چې د وتر واجب لمونځ وروسته کړي او د تهجد د لمانځه وروسته يې ادا کړي :

د حضرت عبدالله بن عمر نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم به فرمايل (اجعلوا آخر صلاتكم بالليل وترا) (البخاري ۹۵۳ ) ( تاسې د شپې آخري لمونځ وتر وګرځوی ) .

دوهم :

مستحبه ده چې تجهد کوونکی کله له خوبه بيدار شي خوب به له خپلو سترګو لرې کړي (سترګې به په لاسونو و موښي ) او بيا به دعا وکړې ، ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي چې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  عادت شريفه دا ؤ چې کله به د تهجد د لمانځه د پاره پاڅيده دغه دعا به يې لوستله :

«اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ قَيِّمُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، لَكَ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ مَلِكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ الْحَقُّ، وَوَعْدُكَ الْحَقُّ، وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ، وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَالْجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَالنَّبِيُّونَ حَقٌّ، وَمُحَمَّدٌ r حَقٌّ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ، اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ، وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ، فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ الْمُقَدِّمُ، وَأَنْتَ الْمُؤَخِّرُ، لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، أَوْ لا إِلَهَ غَيْرُكَ، وَلا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ».(رواه البخاري ) .

ژباړه : ای الله ! ټولې ستاينې تالره دي ،د آسمان او ځمکې او ټول هغه څه چې په هغه کې دي حاکم ته يئ ، او ته لائق د حمد او ثناء يئ .

ته په حق يئ او همدارنګه ستا وعده حق ده ،تا لره درتلل حق دي ، جنت دې حق دی ، دوزخ دې حق دی ، پيغمبران دې حق دي ، محمد دې حق دی او قيامت حق دی .

پروردګاره ! تاته تسليم يم ، پر تا مې ايمان راوړی ، پر تا مې توکل کړی او تاته مې رجوع کړې ده ، او ستا په کومک مې د دوښمن پر وړاندې مبارزه کړې ده ، او ته مې خپل واکدار او حاکم ګرځولی يئ .

ای ربه! زما اول او آخر ښکاره او پټ ګناهونه وبښی.

ای ربه! مخکېوالی او وروسته والی ستا په واک کې دی ، ته په حقه لائق د عبادت يئ، بغير له تا څخه بل لائق د عبادت نشته .

ای ربه ! بغير له تا څخه بل هيڅ قدرت نشته چې هغه وتوانيږي چا ته توفيق (د نيک کار ) ورکړي او يا يې د ګناهونو څخه لرې وساتي .

و بالله توفيق

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *