د تللو ،لارې او کيناستلو آداب
۱- په متوسط ډول تګ چې نه ډير ورو او نه ډير په تزی سره ځکه چې دا د الله تعالی د نيکو بنده ګانو صفت دی، الله سبحانه وتعالی : وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَاخَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (الفرقان63) .
ژباړه : او د رحمان خدای رښتېني بندګان هغه دي چې پر ځمکه په ورو ځي او که له جاهلانو سره مخ شي نو ور ته وايي تاسې ته سلام دی (د هغو د بدو ځواب نه ورکوي ).
د لارې آداب :
۲- ځمکې ته کتل ، د بيګانه څخه د سترګو ساتل .
۳- چا ته ضرر نه رسول ځکه مسلمان هغه دی چې د ده د لاس او ژبې له ضرر څخه خلک په امن وي « المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده (متفق عليه) .
۴- د لارې څخه د مضر او اذيت رسونکي شی لرې کول ځکه چې دا کار د ايمان يوه برخه ده .
۵- نورو ته سلام کول او د سلام ځواب ورکول .
۶- په نيکۍ امر او له بدۍ څخه منع کول .
۷- لار ورکي ته لارښوونه کول .
۸- په لاره کې قضاء حاجت نه کول .
۹- د بل کس سره د بار په پرته کولو او يا بل مشکل باندې اخته کس سره کومک کول .
۱۰- بې ضرورته په لار کې کيناستل او درېدل او يا په لاره کې لوبې کول پکار نه دي ځکه د خلکو د ترېدو د منع او ضرر سبب کيږي .
۱۱- په لاره او يا د تللو په وخت کې خوراک کول د مروت خلاف دی .
۱۲- ښځې به د لارې يوې خواته ځي .
۱۳- د لوړ ځای ختلو پر مهال او سپرلی ته ختلو پر مهال دا دعا ويل .
یعنې کله به چې په مخ پورته ځاي کې ختلو تکبیر(الله اکبر) به مو ویلو او کله چې به مخ په زوړ کوزیدلو تسبیح (سبحان الله) به مو ویلو.