د تلاوت هغه برخه چې غرب يې د ژباړې غوښتونکی شو

دا زړه ټکونکی تلاوت د الفجر سورت دی چې د شيخ ياسرالدوسري لخوا په تراويحو کې ويل شوی دی ، په دې سورت کې د انسان ژوند ، د حشر ورځ او د انسان آخرې پايلې لنډ او مفصل بيان شوی دی .

إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ 14 فَأَمَّا الإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلاَهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ 15 وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلاَهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ 16 كَلاَّ بَل لاَّ تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ 17 وَلاَ تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ 18 وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلاً لَّمًّا 19 وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا 20 كَلاَّ إِذَا دُكَّتِ الأَرْضُ دَكًّا دَكًّا 21 وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا 22 وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الإِنسَانُ وَأَنَّى لَهُ الذِّكْرَى 23 يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي 24 فَيَوْمَئِذٍ لاَّ يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ 25 وَلاَ يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ 26 يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ 27 ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً 28 فَادْخُلِي فِي عِبَادِي 29 وَادْخُلِي جَنَّتِي 30

ژباړه : حقيقت دا دی چې ستا رب په څارنځي کې دی ، مګر انسان چې کله خپل رب وازمايي نو ويې پالې او نعمت ورکړي نو وايي چې زما رب زما پالنه وکړه ( ځکه چې زه يې وړ وم ) او کله يې چې بيا په سختۍ وازمايي نو روزې يې ور کمه کړي بيا وايي چې زه خپل خدای سپک کړم .

نه : هيڅکله داسې نه ده بلکي تاسې یئ چې د يتيم خيال نه ساتئ ، او نه يو بل هڅوئ چې بې وسې ته خوراک ورکړي .

او تاسې يئ چې په ميراث پاتې شوي مالونه په دواړو لاسونو راټولوئ ، او له مال سره مو له اندازې ډيره مينه لرئ .

نه : هيڅکله داسې نه ده کله چې ځمکه ټوټه ، ټوټه وټکول شي ، ستا رب راشي او ملايکي ليکه په ليکه ودريږي او دوزخ مخامخ راوړل شي ، نو په همدې ورځ به انسان و پوهيږي . خو پوهه به يې څه ګټه ورته ونه رسوي ، وايي به کاشکي چې : د دغه ژوند لپاره يې څه وړاندې ليږلي وای ( په دنيا کې يې نيک عمل کړی وای ) ، په دې ورځ به د الله د عذاب ورکولو په شان بل عذاب ورکوونکی نه وي ، او نه د هغه په څير تړونکی بل څوک وي .

او ويل کيږي به چې ای ډاډه نفسه ! درځه خپل رب ته ورشه خوښ اوسه ځکه چې الله درڅخه خوښ دی .

زما په نيکو بندګانو کې ور دننه شه او زما جنت ته ولاړ شه .

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعی پوښتنه:

که کومه شرعی پوښتنه لری دمهربانی له مخی لاندی فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړي.

https://shorter.me/75WZr

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.