✍️ لیکنه:امین وردگ ⤵️
نن سبا پهٔ افغانستان کې د تعلیم او تعلم موضوع تر بل هر شي هم مهمه ده او هم قابل بحث ! د اسلامي امارت له دویمځلي حاکمیت (۱۴۰۰/۵/۲۴) سره سم د ښځينه قشر (چې د افغاني ټولنې شاوخوا ۵۴ ٪ جوړوي) پر تعلیم ، تعلم او کار محدودیت او پهٔ ځینو ځایونو کې کلک بندیز ولګېد ، چې متأسفانه تر اوسه لا دوام لري ، دا چې د ټولنې په خیر او شر کې امراء ، علماء ، متنفذین او لیکوالان تر نورو زیات سهیم دي ، نو مسؤلیت یې هم د نورې ټولنې پهٔ تناسب دروند دی ! ځکه خو زهٔ هم اړ یم چې پدې هکله خپل دریځ اونظر پهٔ روښانه ټکو څرګند کړم ترڅو د ټولنې له ملامتیا او د خپل وجدان له عذاب څخه یوڅهٔ خلاص شم.
د تعلیم او تعلم اهمیت
دا چې نن سبا ټول انسانان د تعلیم او تعلم پهٔ اهمیت پوهېدلي ! ځکه خو ډېرو تشریحاتو او تفاسیرو ته اړتیا نشته ، خو بیا هم غواړم ستاسو درانهٔ حضور ته یوڅهٔ وړاندې کړم : الله پاک د سورة الزمر پهٔ نهم نمبر آیه مبارکه کې داسې فرمایلي ((قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ)) دلته الله پاک صریح فرمایلي چې آیا پوه او ناپوه خلک سره برابر دي ؟! (یعنې نهٔ دي سره برابر!) او بیا یې پهٔ آخر کې فرمایلي چې پدې اړه فقط اولوالالباب (ویښیاران ، صاحب د ری او نظر) کسان پوهیږې (نه هر هر څوک) پاسني حکم ته پهٔ کتو ! کهٔ سړی پدې هکله وجداني قضاوت وکړي ، خپلې سترګې هرې خوا ته وغړوي او پهٔ ټولنه کې سم وګوري ، نو پوه بهٔ شي چې ريښتیا هم پوه او ناپوه کسان نهٔ دي سره برابر.
ګورئ ! د کوم موټروان چې کله موټر خراب شي نو له نورو موټروانانو څخه پوښتنه کوي چې ((ښهٔ تکړه مستري بهٔ چېرې وي؟)) د استاذۍ لپاره هر شاګرد او محصل هغه استاذ انتخابوي چې پوه وي ، مغلقې او پېچلې معضلې او لانجې هغو خلکو ته وړاندې کیږي چې پوهیږي او… پهٔ نورو امثالو او بېلګو کې تاسو خپله فکر وکړئ!
ګورئ ! یوه سالمه او متمدنه ټولنه هغه مهال رامنځته کیږي چې لومړی پوه کسان پکې زیات او بیا هغوی پهٔ رئس کې واقع شي ! خو پوهه هم هغه مهال زیاتیږي چې کله تعلیم او تعلم ته وده ورکړل شي ، نو کهٔ تعلیم او تعلم ولاړ وي خاورې بهٔ پوهه زیاته شي! دا چې پوهه نارینه او ښځينه دواړو ته اړینه ده ، خو د نارینه پهٔ نسبت ښځو ته ځکه زیاته ضروري ده ، چې ښځه د اولاد لپاره درسګاه او د مېړهٔ لپاره آرامګاه ده ! خو دا چې نهٔ یې پهٔ درسګاه کې څهٔ وي او نهٔ هم پهٔ آرامګاه کې ، نو تاسو فکر وکړئ چې د سړي غریب بهٔ څهٔ حال وي ! او مور خو هغه څوک ده چې اتلان ، پوهان او… عاقلان زیږوي ، ښځه بیا هغه چې د همدغو اتلانو او پوهانو پر خوګلن اوبهٔ پاشي او ذهني دردونه یې کموي ؛ ښه نو! کهٔ د یوهٔ کس مور او مېرمن دواړه ناپوهانې وي بیا ؟ بس بیا یې دې الله مل شي.
ګورئ ! موږ او تاسو ټول پهٔ دې خبره پوه یو چې د ټولنې پهٔ سالم جوړښت کې فامیلي تربیه تر بل هر شي زیات رول لري ؛ چې دا د مور دنده ده ! علماء کرام ، اتلان او فرهنګي کدرونه بیا ذهني آرامښت ته اړتیا لري ؛ چې دا د مېرمنو دنده ده.
دا چې ځینې خلک وايي : د ښځو لپاره تعلیم او تعلم ګټه نهٔ لري ، هغوی پوهیږي نه ! کهٔ پوه شي بیا د پوهې پهٔ ارزښت هم پوهیږي ؛ هغوی بهٔ کېدای شي پهٔ کورونو کې چوپاني ژوند ولري ، چې د پوهې او ناپوهۍ تفکیک بهٔ سم نشي سره کولئ او نهٔ خو یې ممکن پهٔ ټوله کورنۍ کې پوه ښځه وي ، ځکه ورسره ناآشنا دي.
د تعلیم او تعلم حکمت
د انسان پهٔ وجود کې درۍ شیان (عقل ، علم او بخت) اړین او د خوشبختۍ جمع معزز ژوند پهٔ برخه کې یو له بل سره کلک تړاو لري ؛ مانا دا چې کهٔ هر یو یې له انسان څخه لیرې شي ، نو انسان ناقص دی او کهٔ درېواړه پکې وو ، بیا دغهٔ کس ته کامل انسان ویل کیږي ؛ اوس راځو دې خبرې ته چې حکمت د علم دلته څهٔ دی ؟ کهٔ څهٔ هم چې عقل فطري نعمت دی خو د علم پهٔ زور ډېر کمعقلان تر یوهٔ ځایه رسېدلي ، همدا راز علم ډېر بدبختان هم بریالي کړي دي او تر لوړو پولو یې رسولي ، نو د علم یو حکمت همدا دی چې هم پهٔ عقل کې رول لري او هم پهٔ بخت کې ! دا چې دا موضع ژور علمي او فلسفي بحث غواړي (چې پهٔ دې مقاله کې یې نشو راوړلی) ځکه خو یې د عمق پهٔ اړه لوستونکو ته مشوره ورکوو چې ور کوز شي او ځان سم پرې پوه کړي.
د تعلیم او تعلم مصلحت
متأسفانه چې پهٔ وروسته پاتې ټولنو کې تعلیم او تعلم کله ناکله د افراط او تفریط له امله د مصلحتونو قرباني کیږي چې له امله یې ډېری اسلامي ټولنې تورو تیارو ته لوېدلي دي ، ځکه خو مو له هغوی څخه نن پهٔ خپله حوېلۍ کې ، دا خپل ناموس لا هم نهٔ دی پهٔ امن ، چې له فضا څخه هم ورته کتلی شي او هم یې راته ویشتلی شي ، حال دا چې موږ یې وینو هم نه ، فقط بنګ او بونګ یې آورو ! کهٔ الله پهٔ ورځ د قیامت دا پوښتنه رانه وکړي چې ما خو تاسو ته ویلي وو چې ((…إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ ۶۵ الانفال / الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنْكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ وَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ ۶۶ الانفال)) یانې لومړی حکم خو یو پر لسو ؤ ، بیا الله پاک له مؤمنانو سره احسان وکړ او دا تعداد یې یو پر دوه کړ ، خو سره له دې خبرې چې ((و علم ان فیکم ضعفا )) یانې الله پوهېدلو چې پهٔ مسلمانانو کې ضعف ؤ ځکه یې پهٔ جنګ کې یو مسلمان او دوه کافران سره برابرو بلل (چې دا حکم بیا تغیر نشو) خو بیا یې هم مسلمانان ضعیف یاد کړي ! یانې یو پر دوه ته هم الله ضعیف ویلي !!! نو زموږ بهٔ څه حال وي چې سل او زر د هغوی له یوهٔ څخه تښتو، آیا الله پاک ته دا عذر ویلی شو چې موږ کمزوري وو او هغوی زورور ؟ آیا پدې بهانه بهٔ خلاص شو ؟ او چې بیا راته ووايي چې ما تاسو ته پهٔ قرآن کریم کې د ((الحدید)) پهٔ نوم بسته سورة درلېږلې وه چې د حدید (اوسپنې) اتومي نمبر ۲۶ دی او د دغو حروفو تعداد هم په ابجد کې ۲۶ کیږي ! او بیا مې دا هم درته ویلي وو چې ((… فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَ مَنَافِعُ لِلنَّاسِ)) نو دا ولې تاسو زده نهٔ کړ ؟ مطلب موږ پدې بهانو مهانو خلاصیږو نه او نهٔ باید ځان پدې خوشاله کړو چې موږ جهاد کړی او بریالي یو پهٔ دارینو کې ، بلکې باید وډار شو چې ولې یې دلته پوره شل کاله له خپلو کورو څخه ایستلي وو ؟ ولې بهٔ مو د شپې له خوا کورونه هغوی ته پرېښوول او موږ به وتلو ؟ حال دا چې د هغوی یوهٔ کس بهٔ له بګرام څخه زموږ سلګونه او زرګونه کسان هم پهٔ یوه شپه کې پهٔ نښه کولی شوی او موږ بهٔ رڼې سترګې ورته کتل او لاهم ورته ګورو ؛ مطلب باید له الله نه بښنه وغواړو او مننه ترې وکړو او باقي لاس ترزنې کېننو ، بلکې شپه ورځ کار وکړو ، ترڅو پهٔ تکنالوژۍ کې تر هغوی مخته شو ، ځکه چې دا د الله امر او حق همداسې دی چې باید ترې مخته وو ! تاسو و(( اعدوا لهم…)) امر ته ځير شئ ! اسرائیل ولې دومره قوي دي چې پهٔ آن واحد کې له ګڼو عربي هېوادونو سره جنګېدلي او جنګیږي ؟ د هغوی خاورې یې پهٔ وچ زور لاندې کړې دي او عرب سوڼ نشي ورته وهلی ؟ ځکه چې تکنالوژي لري ! او پدې برخه کې یې شپه ورځ کار کړی او کوي یې.
ګورئ ! تعلیم او تعلم زیاتره وختونه د سیاستونو قرباني شوی دي ، چې د وخت حاکمان یې مصلحت ګڼي ، مګر پهٔ اصل کې يې پهٔ دار ځړول دي ؛ تاسو د تاریخ پهٔ پاڼو کې د اسلامي زعامت د برم او پرتم پهٔ مهال د تعلیم او تعلم د (جزرمد) حالت ته ځير شئ او بیا يې د یاد زعامت د پای شېبو ته نږدې وګورئ چې څهٔ ډول د کرغېړنو سیاستونو قرباني شوی دی ! راشئ چې د تعلیم او تعلم پهٔ اړه ژوره مطالعه وکړو او لاندې پوښتنو ته مناسب او حقیقي ځوابونه پيدا کړو : مکتب او مدرسه څهٔ وخت سره بېل شول او چا سره بېل کړل ؟ ولې او د څهٔ لپاره یې بېل کړل ؟ او بیا د دغو دواړو تعلیمي نهادونو ترمنځ فاصله ولې رامنځته شوه او دا د کوم فکر محصول ؤ ؟ چا او د څهٔ لپاره یې رامنځته کړه ؟ آيا نن داسې څوک وینئ چې دغه تحمیلي فاصله ختمه کړي او په شیطاني فلسفه یې پوه شي ؟ پرون له تعلیم او تعلم سره څهٔ وشول او نن څهٔ ورسره کیږي ؟ ولې او د څهٔ لپاره دغه د انسانیت کور (تعلیم او تعلم) ته خلک جدي پام نهٔ کوي ؟ ولې زموږ له مدرسې څخه سائنس ، تاریخ او جغرافیا ایستل شوي ، دا چا ایستلي ؟ او د څهٔ لپاره یې ایستلي دي ؟ زموږ پهٔ مکتب ، انستیتوت او پوهنتون کې ولې داسې څهٔ نشته چې یو مسلمان خپلو اصلي موخو ته متوجه کوي او رسووي یې ؟ پهٔ مدرسو کې مو ولې د اساسي اعداد او تدریب دروس نهٔ تدریسیږي البته همغسې چې الله پاک ((و اعدوا لهم… من قوه…)) فرمایلي دي ، نهٔ سطحي.
د مدرسې طالب باید د وسلې پهٔ فزیکي او کمیاوي جوړښت او کارولو کې تر بل هر چا ماهر وای او پدې اړه یې ټولې ریاضیکي او فزیکي فورمولې ، همداراز کمیاوي معادلې زده کړې وای ، د پوهنتون محصل مو باید د جهاد او اعداد پهٔ ټولو احکامو او قوانینو پوه وای ، خو نهٔ ! دواړه یې چې موږ ټولنې ته وړاندې کوو بې ګټې دي او د ټولنې اساسي امراض نشي تشخیصولی او نه یې مداوا کولی شي.
ماته ووایاست !
دا کارونه چا کړي ؟
ولې يې کړي ؟
او ولې لا هم غواړي چې دوام ورکړي ؟
پوهان پوهیږي چې دلته زعامت له حکمت او مصلحت څخه کار اخلي ، خو کله ځینې مصلحتونه هم داسې تاوانونه پېښوي چې بیا جبرانېدلی نشي ؛ ګورئ ! اوبو ته چې سد یا بند جوړوئ نو انحرافي لاره بهٔ خامخا ورکوئ ، کنه یا بهٔ بند نړوي او یا بهٔ ځانله پهٔ خپله خوښه داسې لاره باسي چې ستاسو زراعتي ځمکې او باغونه بهٔ هم د خاورو خمیر کړي ، چې بیا د هغو لارو تغیرول دنیا وخت نیسي او دنیا کار غواړي ، ځکه خو بهٔ بهتره دا وي چې د دغې ډپ مخه خلاصه او یا سمه بدیله لاره ورته ورکړل شي.
موږ پر حاکم نظام باور لرو چې د ملت کلک غم ورسره دی ، ځکه چې ثابته کړې یې ده ! خو ای کاش چې د خلکو پوښتنو ته خو مو روښانه ځواب لرلی ، نو بهٔ زموږ د ګران ملت تشویش یوڅهٔ کم شوی ؤ ؛ پهٔ هر حال… الله پاک دې هغه ورځ راولي چې د سپېڅلي شریعت پهٔ چوکاټ او د سپېڅلي امارت پهٔ حاکمیت کې مو پر خویندو لګېدلی تعلیمي محدودیت لیرې او ټول ملت مو خوشاله شي. آمین
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website