پوښتنه يوه جينئ كونډه شوه او ددې دوه نابالغه لوڼې دي نو هنده دويم واده اوكړو او اوس د دويم خاوند په ذريعه د خپلو لوڼو نكاح كول غواړي خو د جينكو تره مانع دى كه مور يا دويم خاوند د جينكو نكاح اوكړى نو څه حرج او ګناه خو نشته او د هندې د مړ خاوند په ذمه چې كوم قرضه ده د هغې ذمه دار څوك دى ؟
ځواب : په دې صورت كې د نابالغې د نكاح ولي تره دى د تره په موجوديت كې مور ولايت د نكاح نشى كولى او دويم خاوند خو په هيڅ حال كې ولى نه دى او شرعى مسئله هم داده (۱) او د مړى په ذمه چې كومه قرضه وه كه هغه څه لږه ډيره قرضه پريښودى وي نو ددې نه به اداء كړاى شي او كه نه يې وي پريښى نو د وارثانو په ذمه ادا كول د قرض لازم نه دى كه تبرعاً يې څوك اداء كړى نو ده ته اختيار دى .
(۱) اقرب الاولياء الى المراة الا بن ثم ابن الا بن وان سفل ثم الاب ثم الجد ابوالاب وان علا الخ ثم الاخ لاب وام ثم الاخ لاب ثم ابن الاخ لاب وان سفلوا ثما لعم لاب وام ثم العم لاب ثم ابن العم الخ ( عالمكيرى كشورى كتاب النكاح الباب الرابع الاولياء ج ۲ ص ۲۹۱ ط س ج ۳ ص ۲۸۳ . ۱۲