په اسلام کې د اولاد روزنه
بسم الله الرحمن الرحيم
لومړی بحث
د تربیه تعريف :
تربيه په لغت کې روزنې ، ودې او ادب ورکولو ته وايي او په اصطلاح کې اولاد ته د اسلامي اساساتو او تعاليمو موافق داسې روزنه ورکول چې مرحله په مرحله په پوره ډول د روزنې ټول مراحل لکه : ديني ،فکري ، بدني ،نفسي ، روحي ، عقلي، او ټولنيز په پوره پاملرنه سره ور کړ شي .
طفل : طفل عربي لفظ دی چې په پښتو کې ماشوم بلل کيږي د طفولية او يا ماشومتوب دوره عبارت ده له :پيداښت څخه تر بلوغ پورې.
♣♣♣♣♣♣♣♣
الله تعالی دې لومړی ماته او بيا ټولو مسلمانانو وروڼو او خويندو ته توفيق راکړي چې خپل اولاد د اسلام په مسقيمه لاره تربیه کړو تر څو مو د الله تعالی په نزد خپل مسئوليت ادا کړی وي او اولاد مو په دنيا او آخرت کې د سترګو د يخوالي ، عزت او سعادت سبب وي .