بســــــــــم الله الــــرحمن الرحیم
زه محمد نبی د حوست ولایت اوسیدونکی یم ، زما پوښتنه په لاندی ډول سره ده
پوښتنه: کله چی د تراویح المونځ وی نو په دی وحت کی 15 پنځلس او یا 10 لس ځلی سبحان الله والحمدلله ولااله الا الله والله اکبر دا الفاظ ویل کیږی که چیرته په دی وحت کی ددعی څخه زیات وویا شی نو څه حکم لری؟
محمد نبی (محمدی)
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په تراويح په لمانځه د تسبيحات څه حکم لري
د څلورو رکعتونو ورورسته د تسبيحات ويلو شمير په سنتو کې نه دی مشخص شوی .
همدارنګه د دغه تسبيحات په لوړ آواز اجتماعي ډول د امام يا بل کس لخوا لکه څنګه چې زمونږ په جوماتونو کې مروج دي په سنتو کې هيڅ اصل نه لري او داسې کول جايز نه دي .
(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۱۷۴ – درالمختار ج ۱ ص ۶۵۹ ) .
جاء في بدائع الصنائع: ومنها -أي سنن صلاة التراويح- أن الإمام كلما صلى ترويحة قعد بين الترويحتين قدر ترويحة يسبح، ويهلل ويكبر، ويصلي على النبي صلى الله عليه وسلم ويدعو وينتظر أيضا بعد الخامسة قدر ترويحة، لأنه متوارث من السلف، وأما الاستراحة بعد خمس تسليمات فهل يستحب؟ قال بعضهم: نعم، وقال بعضهم: لا يستحب وهو الصحيح، لأنه خلاف عمل السلف. والله الموفق.
و الله اعلم