“ای انسانانو! د خپل رب نه ووېرېږئ، هغه رب چې تاسو یې له یوې نطفې پیدا کړي یاست. له هغې نه یې د هغې جوړه پیدا کړه، او له دې دواړو څخه یې بېشمېره نارینه او ښځینه په ټولې ځمکې خپاره کړل. د الله نه ووېرېږئ، چې په نامه یې تاسو یو له بل سره مرسته غواړئ، او د خپلوانو په حقونو کې د الله په ویره باندې پام وکړئ. الله تل پر تاسو ناظر دی.” (نساء: ۱)
د الله وېره او د انسانانو احترام د اسلام دوه بنسټیز اساسات دي، لکه څنګه چې په پورته آیت کې یاد شوي. د قرآن د ډېرو
مفسرینو په وینا، د پورته آیت “هغه” (نفس) د “نسل” په معنا دی. حضرت حوا له حضرت آدم نه نه، بلکې د هغه په څېر له هماغه نسل څخه پیدا شوې ده.
په قرآنکریم کې په څو نورو ځایونو کې هم د “نفس” کلمه د “نسل” په معنا استعمال شوې ده. مثلاً: “الله ستاسو لپاره ستاسو د خپل نسل څخه جوړې پیدا کړې دي.” (النحل: ۷۲)
او بیا: “د الله له نښو څخه یوه دا ده چې ستاسو له خپل منځ څخه یې ستاسو لپاره جوړې پیدا کړې، ترڅو تاسو ورسره سکون ومومئ، او ستاسو ترمنځ یې محبت او مهرباني پیدا کړه.” (الروم: ۲۱)
له دې څرګندېږي چې ښځې او نارینه دواړه د یو ډول نسل څخه دي.
د بیولوژیکي اړخه، ښځې د نارینه بدن څخه نه دي اخیستل شوي. الله هغوی د خپل مشیت سره سم داسې جوړې کړې، لکه څنګه چې نارینه یې د خپل قدرت سره جوړ کړي دي.
د معاصرې څېړنې تایید
معاصرو څېړنو په علمي توګه دا ثابت کړي چې د نارینه او ښځینه ترمنځ فطري او خوله کېدنکي توپیرونه شته دي. د انسائیکلوپیډیا برټانیکا په یوه تفصیلي مقاله کې چې د ښځو پر مقام لیکل شوې، د نارینه او ښځینه ترمنځ د فزیکي او شخصیتي توپیرونو علمي مطالعات یاد شوي دي.
د لیکوال په وینا: “نارینه د زیاتوجارحیتونو، تسلط، او د لاسته راوړنې غوښتنې ځانګړتیا لري، په داسې حال کې چې ښځې زیاتې محتاجې، د ټولنیز همکارۍ لپاره پیاوړې، او په ناکامۍ کې ژر مايوسه کېدونکې دي.”
(انسائیکلوپیډیا برټانیکا، جلد ۱۹، مخ ۹۰۷)
ډېر نور علمي تجربې هم دې حقیقت ته ګوته نیسي چې د نارینه او ښځینه توپیرونه کاملاً جنیټیکي دي. ماشومپوهان وایي چې ښځینه نرمي د ښځینه هورمون ځانګړي جوړښت له کبله ده، او دا توپیرونه د زېږېدو له وخته شته، نه دا چې وروسته د چاپېریال له امله پیدا شي.
اسلام او فطرت
د اسلام ټول احکام په بشپړه توګه د فطرت پر بنسټ ولاړ دي، ځکه اسلام د فطرت دین دی. هغه قوانین چې اسلام یې موږ ته تعقیبوي، زموږ فطري اړتیاوې دي چې د قانوني اصطلاحاتو په بڼه وړاندې شوې دي. د ښځو په اړه د اسلام لارښوونې هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه دي. معاصرې رواني، بیولوژیکي، او اناټوميکي څېړنې ښيي چې ښځې له نارینه وو نه نازکې دي، او دا د هغوی د پیدایښت د ځانګړتیاوو له امله دي.
دا د ښځې د نازک جوړښت حقیقت دی چې د اسلام لارښوونې پرې بناء شوې دي. اسلام نارینه وو ته لارښوونه کوي چې له ښځو سره نرمي وکړي، ترڅو هغوی د زړه نه ونه لویږي او د خپلو ځانګړو دندو ترسره کولو توان له لاسه ورنه کړي. ښځې د اوسپنې او فولاد په څېر نه دي چې د سخت چلند زغملو وړتیا ولري.
د نبي کریم ﷺ له ښځو سره چلند
نبي کریم ﷺ تل له ښځو سره د نرمي کولو سپارښتنه کړې. هغه فرمایلي:
“ستاسو له منځه غوره انسان هغه دی چې له خپلو ښځو سره غوره چلند کوي.”
(سنن ابن ماجه، حدیث: ۱۹۷۸)
نبي ﷺ خپله هم دې اصولو ته په ژوند کې د عمل جامه ور اغوستې ده. د هغه په وخت کې ښځو د ماښام لمانځه کې ګډون کاوه او کله به یې کوچني ماشومان هم له ځان سره راوستل. نبي ﷺ د لمونځ د بشپړتیا ډېر اهتمام کاوه، خو که به یې د ماشوم ژړا واورېده، لمونځ به یې لنډ کړ، او ویل به یې:
“کله کله زه د اوږد لمونځ نیت کوم، خو که د ماشوم ژړا مې واورېده، نو لمونځ لنډوم، ترڅو د هغه مور ته تکلیف ونه رسي.”
(صحیح بخاري، حدیث: ۷۰۷)
په همدې توګه، کله چې الله وایي چې د انسان جوړه د هغه له نفس څخه پیدا شوې ده، دا معنا لري چې ښځه د نارینه له همدې نسل څخه ده، ترڅو د دواړو ترمنځ همغږي او د کورنۍ ژوند کې سکون وي. په دې ډول دواړه د یوې ښې ټولنې او نړۍ د جوړولو توان ولري.
کتاب: ښځه په اسلام کې
لیکوال: مولانا وحیدالدین خان
ژباړه: هیله تبسم
ناشر: دعوت نیوز
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162