د «تبارک الذي» د تلاوت اهميت او روانه ژباړه

د تبارک الذي سپارې سورت «الملک » ته سورت «المانعه» هم وايي ځکه چې د قبر د عذاب مانع ګرځي او د بنده شفاعت کوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي : إن سورة في القرآن ثلاثون آية شفعت لصاحبها حتى غفر له هی : تبارك الذي بيده الملك (صحيح الماجه – ۳۰۶۸ ) .

ژباړه: په قرآن کې درش ايته دي چې د تلاوت کوونکي د پاره تر هغه پورې شفاعت کوي تر څو هغه وبخښل شي دا تبارک الذي (سورة الملک ) دی .

ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي:

«سورة تبارك هي المانعه من عذاب القبر» ( السيوطي صحيح الجامع ۴۷۲۷ – سلسلة صحيحية  ۱۱۴۰ ) .

ژباړه: سورت تبارک الذی د قبر د عذاب مانع ګرځي .

ددې سورت هره شپه لوستل مستحب دي او د تلاوت ثواب به هغه وخت کامل وي چې کله په تدبر سره تلاوت شي او تدبر هغه وخت پيدا کيږي چې کله سړی د هغې په معنی پوه شي . دا چې دا سورت بايد هره شپه تلاوت کړ شي نو د هغه په معنی باندې پوهيدل ضروري دي .

بسم الله الرحمن الرحيم

تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (آیه : ۱).

ډير لوی بابرکته دی هغه ذات چې واک او پاچاهي د هغه په واک کې ده او هغه په هر شي قادر دی .

الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ (ایه : ۲)

هغه ذات چې مرګ او ژوند يې پيدا کړی تر څو تاسې وازمايي چې په تاسې کې د چا کړنې ښې دي .

الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَّا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِن تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِن فُطُورٍ (آیه :۳)

هغه ذات چې اووه آسمانونه يې يو د بل د پاسه طبقې طبقې پيدا کړي دي ، ته به د رحمن خدای په پيدايښت کې هيڅ ډول عيب ونه وينې .

ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِأً وَهُوَ حَسِيرٌ (آیه :۴ ) .

سترګې واړوه آيا کومه نيمګړتيا په سترګو درځي ؟ بيا بيا سترګې واړوه را واړوه سترګې به دې ستړې ستومانه او نا مراده بيرته راستنې شي .

وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاء الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِّلشَّيَاطِينِ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ (ایه:۵)

او يقيناً مونږ د دنيا (نږدې) آسمان په ستورو ښايسته کړی دی . او ستورې مو د شيطانانو د رټلو او ويشتلو لپاره په کار اچولی دي . او شيطانانو ته مو سوزوونکی اور تيار کړی دی .

وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (ایه: ۶).

او هغه کسان چې پخپل رب کافران شوي دي د دوزخ عذاب يې په برخه دی او دوزخ د ورتګ ډير بد ځای دی .

إِذَا أُلْقُوا فِيهَا سَمِعُوا لَهَا شَهِيقًا وَهِيَ تَفُورُ (ایه: ۷).

کله چې په هغه کې وغوځول شي نو اورې به هغوی د دوزخ غړمبيدونکی عږ او هغه به خوټيږي .

تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ الْغَيْظِ كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌ (ایه :۸).

نږدې به وي چې دوزخ له قهر او غصب څخه وچوي .کله چې وغوځول شي په دې کې يو ډله نو د دوزخ ساتونکې به ترې پوښتنه وکړي چې : آیا تاسې ته کوم ويروونکی نه وو درغلی ؟

قَالُوا بَلَى قَدْ جَاءنَا نَذِيرٌ فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللَّهُ مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلاَّ فِي ضَلاَلٍ كَبِيرٍ (ایه : ۹)

ځواب به ورکړي هو : وېروونکی راغلی وو ، خو مونږ دروغجن وګاڼه . او و مو ويل چې : الله پاک هيڅ شی نه دي نازل کړي تاسې په لويه ګمراهۍ کې اخته ياست .

وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ (ایه : ۱۰).

دوزخيان به وايي : کچېرې مونږ خبره اوريدلې وای يا مو له عقل څخه کار اخيستی وای نو : اوس به د سوزوونکي اور له خاوندانو سره نه وو .

فَاعْتَرَفُوا بِذَنبِهِمْ فَسُحْقًا لأَصْحَابِ السَّعِيرِ (ایه :۱۱)

نو اعتراف يې وکړ په ګناه خپله نو د اور څښتنان له رحمت څخه لرې دي .

إِنَّ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ (ایه :۱۲).

يقيناً هغه کسان چې په پټه له خپل رب څخه ويريږي بښنه يې په برخه ده او لوی اجر به ورکړ شي .

وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (ایه :۱۳) .

او که تاسې خپله خبره پټه کړی او که ښکاره يقيناً الله پاک ته د سينو پټ څيزونه ټول معلوم دي .

أَلاَ يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ (ایه :۱۴).

آیا هغه څوک نه پوهيږي چې پيدايښت يې کړی ؟ او هغه له ډيرو پټو او باريکو شيانو څخه ښه خبر دی .

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ (ایه :۱۵).

الله هغه ذات دی چې ځمکه يې ستاسې په واک کې درکړې نو په کونجونو او اړخونو کې يې وګرځئ او د الله روزې وخورئ . او خاص هغه ته مو بيرته ورتګ دی .

أَأَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاء أَن يَخْسِفَ بِكُمُ الأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ (ایه :۱۶).

آیا له دې څخه بې غمه ياست چې هغه ذات کې په آسمان کې دی په ځمکه کې مو خښ او نا ببره دربانې ځمکه ولړزيږي .

أَمْ أَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاء أَن يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ (ایه :۱۷).

او له دې بې غمه ياست چې هغه ذات چې په آسمان کې دی درباندې ډبرې وروونکی توپان راوليږي . نو ژر ده چې پوه به شئ تاسې چې څنګه وو ويرول زما .

وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ (ایه :۱۸).

او يقيناً له دوی څخه وړاندې کسانو هم درواغ ګڼلي وو نو څنګه وو انکار زما (د نه منلو پای څه و ؟)

أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلاَّ الرَّحْمَنُ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ (ایه :۱۹).

او ایا دوى د خپل (سر) له پاسه مرغانو ته نه دي كتلي، په داسې حال كې چې خپل وزرونه پرانستونكي وي او ټولوي يې ، يوازې هغه مهربان الله ساتلي چې د هر شي ليدونکی دی .

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي هُوَ جُندٌ لَّكُمْ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ الرَّحْمَنِ إِنِ الْكَافِرُونَ إِلاَّ فِي غُرُورٍ (ایه :۲۰) .

آيا څوک دی هغه چې ستاسې لپاره لښکر شي ، د مهربان ذات پرته ستاسې ملاټر وکړي نه دي کافران مګر په غرور غوليدونکې کې دي .

أَمَّنْ هَذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ بَل لَّجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ (ایه :۲۱).

آيا څوک دي چې تاسې ته روزي درکړي که رحمن ذات درباندې خپله روزي بنده کړي ؟ بلکي (کافران) په سرغوړونه او له حق څخه په نفرت کې خورا ژور شوي دي.

أَفَمَن يَمْشِي مُكِبًّا عَلَى وَجْهِهِ أَهْدَى أَمَّن يَمْشِي سَوِيًّا عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (ایه :۲۲) .

آيا هغه څوک چې سر نسکور پړمخ روان وي ښه ليار ميندلی شي او که هغه څوک چې په روغه لار سم روان وي .

قُلْ هُوَ الَّذِي أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ (ایه :۲۳).

ووايه ! چې الله هغه ذات دی چې تاسې پيدا کړی او د اوريدنې او ليدنې توان يې درکړ او د زړونو خاوندان يې وګرځولئ . خو بيا هم تاسې ډير لږ شکر باسئ .

قُلْ هُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (ایه :۲۴ ).

ووايه ! چې الله هغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه خواره کړي ياست او بيا بيرته همغه (ذات ) ته راټول کړای شئ .

وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (ایه :۲۵ ) .

دوی وايي : کله ده دغه وعده کچېرې تاسې رښتني ياست .

قُلْ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ (ایه :۲۶ ) .

ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چې ددې خبرې علم يوازې له الله سره دی ، زه يوازې ډاروونکی يم .

فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةً سِيئَتْ وُجُوهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَقِيلَ هَذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تَدَّعُونَ (ایه :۲۷ ).

نو کله چې غذاب او قيمت نږدي وويني نو د کافرانو مخونه به بدشکل واوړي او ورته به وويل شي چې : دا هغه څه دي چې تاسې به يې هر وخت غوښتنه کوله .

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ وَمَن مَّعِيَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَن يُجِيرُ الْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ (ایه :۲۸) .

ووايه ! آيا تاسې پوهيږئ که الله ما او زما ملګري هلاک او يا رحم را باندې وکړي نو کافران به څوک له درناک عذاب څخه وژغوري .

قُلْ هُوَ الرَّحْمَنُ آمَنَّا بِهِ وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِي ضَلاَلٍ مُّبِينٍ (ایه :۲۹).

ووايه ! چې زمونږ رب مهربان دی مونږ پرې ايمان راوړی او توکل مو پرې کړی ډير ژر به تاسې پوه شئ چې څوک ښکاره ليار ورکي دي .

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاء مَّعِينٍ (۳۰).

ووايه !  آیا تاسې وينئ کچېرې سهار وګرځي اوبه ستاسې ښکته په ځمکه کې نو څوک شته چې رواني او خوږې اوبه درته راولي ؟

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.