تارک الصلوة سخت ګنهګار او فاسق دی دهغه د لاس خوراک او د هغه د لاس ګټه چې حلاله وي په جومات کې لګول صحې دي لکن غوره داده چې زجراً د هغه خوراک ونه خوړل شي او د هغه پيسې په جومات کې ونه لګول شي .(کفايت المفتي 3/391 ) .
شيخ ابن باز په اړه ليکي :
د لمانځه تارک ته بايد دعوت او نصيحت وشي او هغه د الهی غذابونو نه خبر کړ شي تر څو توبه وباسي که دعوت قبول نه کړي له هغه سره د روابطو قطع کول واجب دي (شیخ ابن باز– کتاب الدعوة (1). ص(93).
دا ځکه چې د لمانځه د ترک په باره کې سخت وعيدونه ذکر شوی دي :
«إنّ بَينَ الرّجُلِ و بين الشِّرکِ وَ الکُفرِ تَرکُ الصَّلاَة»[3]
«اَلعَهد الّذِی بَينَنَا و بَينَهُم الصَّلاَةُ؛ فَمَن تَرَکَهَا فَقَد کَفَرَ»[4]
د لمانځه ترک د ځنو علماوو په نزد د کفر سبب ګرځي .
د احنافو په نزد تر هغه وخته چې د لمانځه له فرضيت نه منکر نه شي د لمانځه ترک د کفر سبب نه ګرځي بلکي نوموړی شخص فاسق دی اسلامې حکومت به هغه تر هغه پورې بندي ساتي تر څو چې توبه وباسي او لمونځ وکړي .
و تارکها مخانة ای تکاسل فاسق يحبس حتی يصلی ( التنوير و شرحه – کتاب الصلوة 1/353 ) .
مسلمانان به د لمانځه تارک ته نصيحت کوي او دد تر غوږونو به دغه لاندې الهي پيغام رسوي کوم چې الله په ډيره مهربانی خپلو ګنهګارو بندګانو ته داسې فرمايي :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).
ای زما بنده ګانو! کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :
وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).
له ابي حمزه انس بن مالک انصاری (رض) خادم رسول الله (ص) نه روايت دی چه رسول الله (ص) فرمايلی :
چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي – بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي
نو مسلمان بايد د لمانځه تارک ته لومړی دغه پورته بيان شوی بيغام ورسوي ځکه چې ځنې وخت ګنهګار بندګان داسې ناهيلي شي چې دوی ګمان کوي چې زه خو نور بالکل غرق شوی يم زما لپاره کله د توبې لاره وي دوی نور له خپل رب (ج) نه شرميږي او خپل د عجز لاسونه نشي پورته کولای .
زما مسلمانه وروره ! دا د شيطان دسيسې دي چې بنده نه پريږدي خپل رب ته توبه ګار شي شيطان وايي ما د بنی آدم ملا په ګناهونو ور ماته کړه خو زما ملا يې پر استغفار او توبه را ماته کړه .
زما مسلمانه وروره !
که د الله تعالی مهرباني او شفقت درک کړي ډير به وژاړی او ډير وخت به دې سترګی په اوښکو لمدې وي مناسبه به نه وي چې د خپل مهربانه پروردګار څخه ياغي شي هغې ته شا کړي او خپل سر سخت دوښمن شيطان ته دې مخه کړي .
د دوهمې پوښتنې ځواب
د روافضو هغه فرقه چې حضرت علی کرم الله وجه (نغوذ با الله ) خدای بولي يا نور داسې چې شرعاً کفر وي مني د دوی د لاس ذبيحه او خوراک صحيح نه دی (کفايت الفتي ج ۱ ص 324 ) .
فلا نوکل ذبيحة اهل شرک والمرتد ( فتاوی هنديه کتاب الذبائح 5/285 ) .
او هغه شيعه چې حضرت علی کرم الله وجه په خلفاء ثلثه کې افضل ګڼي خوراک او ذبيحه درست دي .
و ان کان يفضل علياً کرم الله وجه علی ابی بکر رضی الله عنه لا يکون کافراً الا انه مبتدع (الهندية 2/264 ) .
خو په شيعه کې ډير داسې منافقين دي چې هغوی ځنې صحاب کرامو ته بد رد وايی نو د دا ډول منافقينو نه لري ګرځيدل پکار دی او له هغوی سره د رابطی ساتل ښه نه دي ځکه چې دوی له هغه چا سره دوښمنی کوي کوم چې مونږ له هغوی سره محبت لرو ځکه چې هغوی د الله تعالی او رسول الله (ص) دو ستان دي .
[3]. مسلم (82).
[4]. احمد (5/346). ترمذی (2621)، نسائی (463) او ابن ماجه (1079).
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162