رنځوروال داکتر عبدالرحیم نیازی
هغه دردونه دي چې له بولي لارو څخه سرچینه اخلي. دا دردونه په عمومي توكه په دوو کړوپونو ويشل شوي دي:
١- موضعي دردونه. ٢- انتشاري دردونه.
- موضعي دردونه: هغه دردونه چې په مأووفه ناحپه او د مأووفه ناحيي په شاوخوا کې رامنځته کیږي او كوم بل لوري ته انتشار نه كوي؛ د موضعي دردونو په نوم یادیږي. لكه د بډودو دردونه.
- انتشاري دردونه: هغه دردونه چې له مأووفه غړي څخه منشاء اخلي او له دي غري څخه لري په بل ځاى کې احساسیږي؛ د انتشاري دردونو په نوم یادیږي. دا دردونه په مأووفه ناحيي او له هغي څخه لري دنورو سالمو غړو په برخه کې چې هلته يي انتشار کړی احساسیږي.
د نموني په ډول؛ كه چېرته د حالب په علوي برخه کې يوه تیږه موجوده وي نو برسيره پر دي چې دردونه به د حالب په علوي برخه کې موجود وي، د همغه لوري خصیه به هم ديره دردناكه او حساسه وي. لامل يي دادى چې د حالب علوي برخه او د همغه لوري خصیه د يوه مشترك عصب په واسطه تعصيب شوي دي.
د بډوډو درد: يو موضعي، ثابت او دوامداره درد دى چې په مأووفه بډوډي کې رامنځته او په تشي ( Flank ناحیه) کې احساسیږي.
په نادر ډول کېداى شي Sub costal ناحيي ته انتشار وکړي.
د پښتوركو دوه ډوله دردونه وجود لري:
١- د پښتورګو كوليکې ( Renal colic) دردونه:
دا دردونه د collecting system د كشکېدو يا پراځيدو له كبله رامنځتهکیږي.
٢- د پښتورګو غير كوليکې ( Non colicky renal pain) دردونه.
دا ډول دردونه د پښتورګو د کپسول د توسع يا Distention له كبله رامنځته کیږي. څومره چې د پښتورګو په کپسول فشار زياتیږي په همغه اندازه زياته توسع كوي او د درد شدت هم زياتيري.
كه چېرته کېسول په تدریجي ډول توسع کړي وي نو د درد شدت په يي كم وي، برعكس كه چېرته كبسول په آني ډول توسع وکړي نود درد شدت په يي زيات وي. د نموني په ډول د بډوډو په حاد التهاب کې بډوډي پړسيري او كبسول تر آني فشار لاندي راځي چې په نتيجه کې د بډوډو شديد دردونه رامنځته کیږي. برعكس د پښتورګو په مزمنو ناروغيو کې په تدریجي ډول د پښتورګو په کېسول باندي فشار واردیږي، کېسول په تدریجي ډول توسع كوي او د درد شدت به ډير كم وي او ځيني وخت کېداى شى يواځي ديوه دروند والي احساس په تشي کې رامنځته شي.
د پښتورګو دردونه کېداى شي په تشی( د پښتورګو په زاوپه Hypochondriu ) او قطني ناحيو کې رامنځته شي.
كله چې له ناروغ څخه وپوښتل شي چې د درد ځاى را په ګوته کړه؛ نو ناروغ معمولاً خپل لاس له كليوي زاويي څخه تر بطني علوي ساحه یادویږي.
د حالب دردونه: د حالب دردونه چې د حالبي كوليك (Ureteric colic) په نوم یادیږي يو انتشاري درد دى چې د حالب په تول مسير کې احساسیږي. په حالب کې دوه ډوله دردونه رامنځته کیږي:
١ – فزيولوژیکي درد.
٢ – پتالوژیکي درد.
١ -فزيولوژیکي درد: كله چې حالب د تیږي او يا كوم بل لامل له كبله بند شي؛ د بندښت له ناحيي څخه پورته د ادرار ركودت کېدو لامل ګرځي چې د حالب په جدار، حویضوي، كليسونو او د پښتورګو په بارانشيم کې بتالوزيكك بدلونونه منځته راوړي، چې په دي وخت کې د حالب ملساء عضلات په فعاليت پیل كوي ترځو هغه مانع چې د ادرار د بندښت لامل کړځيدلي ده له منځه يوسي او بندښت رفع شي. نو د حالب، حویضوي او كليسونو د جدار ملساء عضلات په فزيولوژیکي ډول خپل تقلصات (د چېنچې حركت ته په ورته شكل)پیل كوي چې د شديد درد لامل کړځي، يعني د پرستالتيزم زياتوالى په فزيولوژیکي ډول د مانعي دلمنځه وړلو لپاره رامنځته کیږي او د درد لامل ګرځي؛ له همدي كبله دا درد د فزيولوژیکي درد په نوم یادیږي.
٢ – پتالوژیکي دردونه: كله چې دحالب بندښت په آني ډول دكومي تیږي په واسطه رامنځته شي، د ادرار د ركودت لامل کړځي. د ادرار دا ركودت د بندښت له ناحيي څخه پورته او د حالب په ديوال، حويضي، كليسونو او د پښتورګو په بارانشيم باندي فشار اچوي او د درد لامل کړځي.
ځرنګه چې دا دردونه د پتالوژیکي بدلونونو له كبله منځته راځي نو ځکه د پتالوژیکي دردونو په نامه یادیږي.
د پتالوژیکي دردونو شدت له هغه فشار سره چې د حالب په جدار، حویضی، كليسونو او د پښتوركو په برانشيم باندي واردیږي مستقیمه اړيكه لري. هرڅومره چې فشار آني وي په همغه اندازه په د درد شدت هم زيات وي، برعكس؛ هرڅومره چې فشار په تدریجي ډول رامنځته شي په همغه اندازه په د درد شدت كم وي.
د حالب دردونه ډير شديد دردونه دي او ناروغ غوښتنه كوى چې د درد د آرامولو په موخه خپل وضعيت ته په بستر کې بدلون ورکړي. نو ځکه په بستر کې كله په يوه ارخ أو كله په بل ارخ اوړي. كه چېرته تیږه په حالب کې ښکته خواته خوځنده وي او په متناوب ډول بندښت رامنځته کړي نو درد به نور هم شديد شي. هغه تیږي چې د حالب په يوه برخه کې تم شي او حركت ونه کړي نو درد رامنځته كوي، خصوصاً كه قسمي بندښت يي رامنځته کړى وي.
د حالب دردونه خپريدونکې دردونه دي نو له همدي كبله د درد د انتشار له مخی مونږ كولى شو چې د حالب د بندښت موقعيت تعيين کړو.
كه چېرته د حالب په پورتنى برخه کې تیږه موجوده وي؛ درد د همغه لوري خصیه ته هم انتشار كوي. او د همغه لوري خصیه به ډيره دردناكه او حساسه وي. كه چېرته تیږه د حالب په متوسطه برخه کې موقعيت ولري؛ په ښي خوا کې Mac Burney ناحیه ته او په چپه خوا کې د نازله او سكموييد كولونو په لوري انتشار كوي؛ په ښي لوري کې کېداى شي له حاد اپندیسیت او په کېنه خوا کې دحاد Diverticulitis سره مغالطه شي. كه چېرته تیږه د حالب په سفلي برخه کې موقعيت ولري؛ درد په نارينوو کې د سفن او په ښځو کې د Vulvaپه لور انتشار كوي يعني د حالب دښکتنی برخې دتیږو دردونه په نارينه وو کې اكثراً عجان او سفن ته او په ښځو کې Libia major ته انتشار كوي.
دغه انتشاري دردونه د ilioinguinal او يا هم د Genitofemoral عصب د Genital ځانګې له لاري انتشار كوي او تشخيص د خصيوي تدور، خصيوي التهاب او د بربخ له التهاب سره مغشوشوي.
د مثاني دردوته: د مثاني دردونه په فوق العاني (Supra pubic) ناحیه کې رامنځته کیږي.
كه چېرته د مثاني په عنق کې كوم بندښت رامنځته شي نو احتباس او په مثانه کې د فشار د لوړيدو له كبله درد؛ رامنځته کیږي. هر څومره چې احتباس په حاد ډول وي په همغه اندازه په يي درد زيات وي. كله چې مثانه تخلیه شي نو درد هم له منځه ځي. ځيني وخت د مثاني د تخريش او التهاب له كبله هم درد رامنځته کیږي چې د سببی لامل په له منځه وړلو سره درد هم له منځه ځي. هغه درد چې د مثاني له ( ډكوالي او تشوالي سره اريكه ونه لري)؛ د مثاني درد نه دى.
دبولي او معايي سيستمونو مشترك دردونه:
ځيني وخت آفت په بولي لارو کې وي خو دردونه یې د معدي په معايي لارو کې رامنځته کیږي. معمولاً دا ډول دردونه دبولي لارو په مزمنو ناروغيو کې رامنځته کیږي. لكه دپښتورګو سرطان، د پښتورګو تیږي، هايدرونفروزس، د پښتورګومزمن التهاب، اوداسي نور. په دي حالت بايد د بولي لارو آفات له اپنډيسيت، كولى سیستیت ،او پپتيك قرحاتو سره تفریقي تشخيص شي.
داچې ولي دبولي لارو دردونه د معدي په معايي لارو کې احساسیږي؛ لاندي لاملونه لري:
دلته په عكسوي ډول د بډوډو درد په معده او كولمو کې احساسیږي. لامل یی مشترک تعصیب دی.
يعني هغه موصله تنبهات چې د بډوډو له کېسول، حویضوي او كليسونوڅخه منشاء اخلي په عكسوي ډول د دی لامل کړځي چې په نتيجه کې کېداى شي د پپتيك قرحاتو په شان اعراض او علايم ولری.
- د ادراری سيستمونو د غړو مجاورت: د بولي سيستم له غړو سره دنورو سيستمونو د غړو مجاورت د دي لامل کرځي چې انتانات او دردونه مجاورو اعضاوو ته انتقال او هلته احساس شي. ښی لورى بډوډى له كبدي كولوني زاويي، د پانقراس سر، يني او صفراوي قناتونو سره نږدي والى لري. کېن لورى بډوډي له طحالي كولوني زاويي، توري، پانقراس او معدي سره نږدي والى لري. د بډوډو انتانات په آسانى سره دي مجاورو غړو ته انتقاليري او د مجاورو غړو آفات رامنځته كوي. همدارنګه د پښتورګو سيستونه او تومورونه په مجاورو غرو فشار راوړي او هغه له خپل ځایه بي ځایه كوي.
- د پريتوان تخريش: بډوډي د پريتوان په خلف کې موقعيت لري. دبډوډو قدامي مخ د پريتوان په واسطه پوښل شوى دى نو ځکه د بډوډو انتانات كولى شي په آسانى سره د پريتوان د تخريش لامل وکړځي او د پريتوان تخريشي اعراض او علايم لكه زړه بدوالى، كانکې، دخيټي د عضلاتو شخوالى، د استداري حركاتو كميدل، دخيتي درد او داسي نور؛ رامنځته کړي.