د بل کس د پاره نفلي عمره کول څه حکم لري ؟

سلامونه اونیکی هیلی الله (ج) مو دا خدمت چه د مسلمان امت  خصوص د افغانانو لپاره کوی ددی مبارکی میاشتی په برکت قبول کړی محترمو زما یوه پوښتنه ده چه زه یودری ورځی مخکی عمری ته تللی وم نوپنځه عمری وکړی یوه دځان لپاره اونوری دمور اوبلار اویا دبل چالپاره ایا عیر دځانه بل چاته صحیح کیږی او که نه ماته یو چا وویل بِغیر دځانه بل چاته جواز نلری ستاسو دجواب په هیله

ناصري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بل کس د پاره که مړ وي يا ژوندی نفلي عمره کول جايز دي او هغه ته يې ثواب رسيږي ، مګر د بل کس د پاره فرضي حج په دوو صورتونو کې جايز دی .

اول داچې : نا توانه وي د حج ارکان نشي ادا کولای نو د هغه د پاره بل کس حج کولای شي په دليل د دغه حديث شريف : د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يوې ښځې پوښتنه وکړه چې : يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ فَرِيضَةَ اللَّهِ عَلَى عِبَادِهِ فِي الْحَجِّ أَدْرَكَتْ أَبِي شَيْخًا كَبِيرًا، لا يَثْبُتُ عَلَى الرَّاحِلَةِ، أَفَأَحُجُّ عَنْهُ؟ قَالَ: «نَعَمْ». وَذَلِكَ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ. (بخارى: 1513)

(يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  الله تعالی حج پر خپلو بندګانو فرض کړی دی زما په پلار حج فرض دی مګر هغه بوډا او ضعيف دی د حج د ادا کولو توان نه لري ايا زه د هغه د پاره حج کولای شم ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته اجازه وکړه ) .

دوهم داچې : يو کس وفات شوی وي او وصيت يې کړی وي ، د هغه د پاره د حج بدل ادا کول جايز دي .

مګر نفلي عمره ادا کول د مړې او ژوندې د پاره جايز دي ، فتاوي الشرعية ليکي :

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيدنا محمد خاتم الأنبياء والمرسلين، وعلى آله وأصحابه أجمعين، والتابعين، ومن تبع هداهم بإحسان إلى يوم الدين، وبعد:
فلمن اعتمر عن نفسه أولا أن يعتمر عن غيره من المسلمين الأموات أو الأحياء بعد ذلك من ماله أو من مالهم، هذا في عمرة النفل عنهم، أما عمرة الفرض عنهم فلا يجوز فيها الاعتمار عن الغير إلا عند العجز عن ذلك أو الموت.
والله تعالى أعلم.

فتاوی الشرعية ، فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۳۹۲ )

و الله تعالی اعلم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟