سوال : زه په يوه شرکت کې کار کوم . دا شرکت ځنې کارکونکې د سن او د خدمت د مودې په حساب په خپل خرڅ حج ته ليږي ايا دا حج صحي دی او که نه ؟
اسلام عليكم ورحمة الله وبركاة
د دعوت نیوز كاركونكواوليدونكوالله جل جلاله موخوشحاله اوپه خپلوكارونوكي بريالي ولره.
ستاسوڅخه په درنشت هيله كوم جه زما داسوال راته ځواب كرئ .
پوښتنه:احمد دمحمود سره شريك كاركوي دمحمود په احمد باندي17000ريال باقي دي داحمد سره دومره پيسي نشته چه دمحمود قرض خلاص كري كاراوس هم شريك كوي احمد فرضي حج خلاص كړي خو د احمد يوملكري احمد ته وايي چه حج ته لارشه خرج دي ټول په ما ده ستا يوه روپئ خرج هم نه راځي احمد په سعودي كښي دننه اوسيزي .
په مينه ستاسي ورورنسيم
بسم الله الرحمن الرحيم
ځواب (علماء بلدالحرام ): هو دا حج صحي او جايز دی انسان کولای شي له بل چا څخه تبرع (کومک ) قبول کړي او په هغه پيسو باندې د حج فريضه ادا کړي او په دې ډول مسايلو کې غالباً منت هم نه وي ځکه چې دا يو مشترک نظام دی چې ټول پکې مساوي وي او کار کوي.
مګر که دا تبرع (کومک ) د يو معلوم شخص وي د هغې قبلول مناسب نه دي ځکه په دې کومک کې د منت خطره وي .کيدای شي يوه ورځ ووايي : زه هغه سړی يم چې تا ته مې د حج پيسی درکړې وې چې حج ور باندې وکړ او ………….
په هر حال که څوک د يو معلوم کس په کومک حج ته لاړ شي باک نه لري مګر لکه څنګه مو چې ذکر کړل کچيرې دا پيسې د يو معين شخص وي د هغه قبول مناسب نه دي او که د يوه شرکت او کمپنۍ وي د هغه قبلول مشکل نه لري ځکه چې عمومي جنبه لري .
فتاوي علماء مکة المکرمة – شيخ ابن عثيمين فتاواي «نور علي الدرب» (1/276).
د قرض مسئله :
بله دا مسئله چې که په کوم سړې باندې قرض وي که د قرض نيټه پوره وي که اجازه هم ورکړي د قرض ادا کول په حج باندې مقدم دي .
مګر که د قرض نيټه نه وي پوره شوی او پوروړی پر ځان پوره اطمنان ولري چې د نيټې په پوره کيدو سره زه قرض ادا کولای شم نو بيا د حج کول جايز دي
(فتاوي البدالحرام -شيخ ابن عثيمين – مجموع فتاوي و رسائل (21/91)- س(95، 96) ).