کوم فلم چې د امريکن طاغوت په اشاره جوړ او نشر شوی دی او په دغه فلم کې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته اهانت شوی دی .
د کفر د تعصب ، وحشت او کينې ښکارندوينه کوي ځکه کفار نور په دې باندې ښه پوه دي چې د اسلام مقدس دين په ټوله نړی کې د پرمختګ په حال کې دی او نور په هيڅ شان د اسلام د بقا او قيام مخ نيوی ناشونی دی .
د دوی هغه نظامي پلانونه چې له کلونو کلونو را هسې يې د اسلام د نابودۍ د پاره چمتو کړي وو له ماتي سره مخ شول.
او نور همدا ور پاتې دي چې د مسلمانانو څخه د غچ اخيستلو په موخه کله قرآن ته اور اچوي ، کله د اسلامي شعائرو سپکاوی کوي .
ځکه نور د حق پر وړاندې له مقابلی او دليل څخه بالکل عاجز شوي دي نو د ناتوانۍ په حالت کې خپل بعض او کينه په ښنځلو او سپکاوي ښکاره کوي .
خو د افسوس خبره دا ده چې په فردې لحاظ مو داسې څه ليدلي وو خو اوس يې په بين المللی توګه وينو يعنې ددې وحشت د پاره ټول ملل کفري لاس يو کړی دی د دليل پر ځای په بين المللي سطحه ښکنځل کوي ، ای افسوس په داسې وحشت او بربريت !!!
په دې ډول وحشي عمل باندې اسلام نه ضعيفيږي بلکي د اسلام د پرمختګ عامل ګرځي ځکه د کفر وحشت څرګنديږي او عام کفار د اسلام په باره کې معلوماتو حاصلولو ته اړ کيږي ، د اسلام په اړه دقيق معلومات تر سره کوي چې په دې سره ډير کسان اسلام ته داخليږي .
او دوی به هيڅکله هم د اسلام د قيام ، بقاء ، نشر او پرمختګ مخ و نه نيسي :
قوله سحبانه و تعالی :
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (الانفال ۳۶ )
ژباړه : يقيناً هغه کسان چې کافران شوی دي خپله شتمني ددې لپاره لګوي چې (خلک) د الله له لارې څخه منع کړي . ژر به دوی نور (هم ) دغه شتمني ولګوي او بيا به پر دوی افسوس وي ( چې شتمنی يې له لاسه ورکړې او موخې ته نه دي رسيدلي ) . بيا به دوی ناکام شي . او هغه کسان چې کافران شوي دي د دوزخ په لورې به راټوليږي .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره حقيقي مينه دا ده چې د هغه په نقش قدم باندې عمل وشي ، د کفري دوستۍ ، اعمالو او عقائدو څخه ځان وساتل شي .
قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (۳۱ آل عمران )
ووايه ( ای پيغمبره ! ) که چېرې تاسې د الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له تاسې سره محبت وکړي او ستاسې ګناهونه وبخښي او الله بخښونکی او لورونکی دی .
« لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ….» «مجادله/22»
(هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی….).