د بریا تر تم ځایه

محمد “خبیب”

ب ر ي ا:
هغه څو ټکي چې انسان ته د معنوي ارزښتونو وړتیا ورپه برخه کوي، هغه چې په یاد سره یې انسان خپل منزل ته د رسېدو لازیار او کوښښ په پام کې اچوي، هغه چې تر ورسېدلو مخکې انسان د خیالونو او هڅوونکو فکرونو باب ته داخلوي.
بریا
هغه تم ځای چې ډېر خلک د ور رسېدلو کوښښ کوي؛ خو ځیني
ورورسیږي او ځیني نور بیا ترې پاته شي.
خو دا چې بریا ته څوک کولای شي ورسیږي په لاندې څوکرښو کې یې
تاسو سره مل شریکوم:

1. له الله تعالی نه د مرستې غوښتنه:
– هرکله چې موږ او تاسو کوم کار پیلوو نو په لومړي سر کې به له الله تعالی څخه د مرستې غوښتنه کوو؛ ځکه که موږ سره کوم کار کې د الله تعالی مرسته نه وي ناشونې ده چې موږ دې هغه کار ته د پای ټکی کېږدو.
– همدارنګه که د بریا په لور قدم ږدو لومړی به له الله (جل جلاله) نه مرسته غواړو بیا به د بریا په لور د الله تعالی په مرسته روانیږو.

2. هدف ټاکل:
– کله چې موږ د بریا په لور قدم ږدو نو د بریاليتوب لپاره به لومړی داسې هدف ټاکو چې د دنیا او اخرت ګټې پکې نغښتې وي.
– ترټولو لومړی هدف به مو د الله (جل جلاله) د رضاء ترلاسه کول وي، او بیا به د همدې هدف د تحقق لپاره په هرڅه کې د اسلام د اوامرو او نواهیوو تطبیق او تعمیل وي.
– خلاصه داچې که د هر کار پیل کوو نو دا هدف به یې تر څنګ وي بیا تردې وروسته دویمه ټاکنه ستاسو ده.

3. د هدف ترلاسه کولو لپاره پلان جوړول:
– د هدف ترلاسه کولو لپاره پلان جوړونه یو له هغو مهمو ټکو څخه ده چې په عملي کولو سره یې زموږ کړنو ته د نظم او ښکلا جامه ور اغوندي؛ نه یوازې دا بلکې مخکې تردې چې موږ خپل اهداف ترلاسه کوړو موږ ته د اهدافو پایله راترسترګو کوي.
– همدارنګه کله چې موږ د بریا په لور قدم ږدو او بیا د بریالیتوب لپاره ښه هدف ټاکو نو اړینه ده چې د هدف ترلاسه کولو لپاره به ښه پلان جوړوو ترڅو وکوالی شو چې خپل هدف په منظمې او ښې طریقې سره ترلاسه کړای شو.

4. پرلپسې کوښښ:
– بریا ته د رسېدو لپاره یو مهم او اساسي ټکی هغه پرلپسې زیار او کوښښ ده.
– ډېرکله به داسې وشي چې یو څوک بریا ته د رسېدو لاره کې له ډېرو خنډونو سره مخ شي، کله به یې دېر کوښښ کړی وي؛ خو بیا هم خپل هدف ته نه وي رسېدلی، نو دا پایله باید زیار ته د پای ټکی نه! بلکې د لاهڅونې یو غوره سمبول وي.
– حتی که تېرو تاریخونو ته هم ځير شو په هغو کې به هم د داسې کسانو شتون نه وي چې بغیر د زیار او کوښښ نه بریا ته رسېدلي وي.
– همدارنګه که موږ هم غواړو چې بریالي شو هېڅ کله به هم د زیار او کوښښ لمن پرې نۀ ږدو.

5. له مایوسۍ څخه ډډه کول:
– له مایوسۍ سره انسان هره شېبه نه مخ کیږي بلکې کله کله او د یوه خاص لامل له امله مخ کیږي.
– کله به یو څوک خپل هدف ته نۀ وي متوجه شوی،
څوک به ورپسې خاندي،
څوک به یې په غیاب کې خبرې کوي،
څوک به یې رټي.
– همداسې له نورو ډېرو خنډونو سره مخ کیږي؛ خو دا کړنې به هغه ته د مایوسۍ سبب نه؛ بلکې د لاپرمختګ په لور د هڅونې سبب وي.
– دې برخه کې زموږ لارښود حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) ډېرې لارښونې راپه ګوته کړي، مشرکینو به رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته ډېرې سپکې سپورې ویلې، په کاڼو به یې ویشته، آن تردې چې پیزار مبارک به یې له وینو ډکې شو، کله به یې د سجدې په حالت کې د هغه (صلى الله عليه وسلم) په څټ مبارک له چټلیو ډک لری اچوه، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به داسې حالت ته ورسېد چې که نور څوک له داسې کړنو سره مخ شي نو خامخا به مایوسه کیږي؛ خو بیا هم رسول الله (صلى الله عليه وسلم) دوی ته له الله (جل جلاله) څخه د هدایت غوښتنه کوله او ویل به یې: یا الله! دا جاهل قوم ده، نه پوهیږي، ته ورته هدایت وکړې.
– رسول الله صلى الله عليه وسلم به مایوسه کېده نه؛ بلکې خپل قوم ته به یې له الله تعالی څخه د هدایت غوښتنه کوله.
– موږ هم باید د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په پل قدم کېږدو او د ناوړه کړنو په مقابل کې له صبر او استقامت څخه کار واخلو او خپلو اهدافو ته متوجه شو.
– دا هغه پنځه صفات دي چې که څوک یې د عملي کولو په هڅه کې شي کولای شي چې د بریا تر تم ځایه ورسیږي او بریالی شي.

– په آخر کې له الله تعالی څخه ټولو مسلمانانو ته، بیا هغو ته چې د اسلام او مسلمانانو د برم او عزت د راګرزولو، د یوه واحد او پرمختللي اسلامي امت او د اسلامي نظام جوړولو لپاره لالهانده هڅې کوي د بریا غوښتونکی یم.
آمین یارب العالمین

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.