د بدن د هر اندام د قصاص او ديت تفصيل
اول : د بيروني اندامونو د پرې کولو او له کاره لوېدو قصاص او ديت
د مذاهبو د فقهاؤ په اتفاق د بيروني اندامونو لکه لاسونه ، پښې ، ژبه او نور په قصداً او عمداً پرې کولو سره قصاص دی او که په خطا سره وي پوره ديت دی ،لقوله سبحانه وتعالی :
أنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالأَنفَ بِالأَنفِ وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (المائده ۴۵) .
ژباړه : بيشکه نفس دې ووژلی شي په (بدل ) نفس کې (قصاص دې شي ) او سترګه دې په بدل د سترګې (قصاص شي ) او پوزه دي په بدل د پوزې کې (قصاص شي ) او غوږ دي په (بدل ) د غوږ کې (قصاص شي ) او غاښ په (بدل ) د غاښ کې او د ټپونو قصاص دی
نو هر چا چې عفوه وکړه ( ددې قصاص نه ) نو دغه عفوه کفاره ده لره ( له ګناهونو څخه پا کيږي ) او څوک چې په ما انزالله (اسلامي شريعت ) پرې کړه نه کوي پس هم دوی دي ظالمان .
همدارنګه سعيد بن المسيب روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : فِي النَّفْسِ الدِّيَةُ ، وَفِي اللِّسَانِ الدِّيَةُ ، وَفِي الذَّكَرِ الدِّيَةُ ، وَفِي الأَنْفِ الدِّيَةُ ، وَفِي الْمَارِنِ الدِّيَةُ ” (النسائي)
ژباړه : د نفس په وژلو ديت دی ، او د ژبې په پرې کولو ديت دی ، او د آلې تناسلي په پرې کولو ديت دی ، او د پوزې په پرې کولو ديت دی.
د فقهاء په اتفاق سره کچيرې کوم اندام فلج او له کاره ولويږي مثلاً سترګه ړنده شي ، عوږونه اورېدل نه کوي ، لاس کاملاً فلج او له کاره ولويږي نو حکم يې داسې دی لکه د اندام پرې کول .
جاء في الموسوعة الفقهية :
اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ كُلَّ عُضْوٍ لَمْ يَخْلُقِ اللَّهُ تَعَالَى فِي بَدَنِ الإِنْسَانِ مِنْهُ إِلا وَاحِدًا كَاللِّسَانِ وَالأَنْفِ ، وَالذَّكَرِ ، وَالصُّلْبِ ، وَغَيْرِهَا ، فَفِيهِ دِيَةٌ كَامِلَةٌ .
لأَنَّ إِتْلافَ كُلِّ عُضْوٍ مِنْ هَذِهِ الأَعْضَاءِ كَإِذْهَابِ مَنْفَعَةِ الْجِنْسِ ، وَإِذْهَابُ مَنْفَعَةِ الْجِنْسِ كَإِتْلافِ النَّفْسِ ، فَإِتْلافُ كُلِّ عُضْوٍ مِنْ هَذِهِ الأَعْضَاءِ كَإِتْلافِ النَّفْسِ (الموسوعة الفقهية – الجناية ) .
۱- لاسونه او پښې :
د لاسونو او پښو قصداً پرې کولو يا فلج او له کاره لوېدو سره قصاص دی او که په خطا سره وي مکمل ديت (سل اوښان ) دی .
د يوه لاس قصداً پرې کولو سره قصاص او په خطا سره د يو لاس يا يوې پښې پرې کولو سره نيم ديت دی .
لقوله عليه السلام : «وفي الرِّجل خمسون» ، «وفي اليد خمسون» (الحاکم ).
د يوي کوتې په پرې کولو سره د ديت لسمه برخه يا ۱۰ اوښان دي په دليل د دغه حديث :[فی کل اصبع عشر من الابل (النسائي ) .
د ګوتې په هر بند باندې د ګوتې د ديت دريمه حصه ديت دی او هغه ګوتې چې دوه بندونه لري د د ګوتې د ديت نيمايي برخه ده .
۲- سترګې :
د سترګو په ايستلو يا له کاره لوېدو سره قصاص دی لقوله سبحانه وتعالی ( العين بالعين ] او که په خطا سره وي پوره ديت دی .
د يوې سترګې په ايستلو او ړندېدو نيم ديت دی په دليل د دغه حديث (وفي العين خمسون) (ابن حبان ) .
د سترګو د ورېځو په شکولو چې بيا شنې نه شي ديت دی او د يوې ورېځې په شکولو نيم ديت دی .
والحاجبان: إذا أزيل شعرهما ولم ينبت فيهما الدية عند الحنفية والحنابلة.
وفي أحد الحاجبين: نصف الدية ( الفقه الاسلامي وادله ) .
۳- عوږونه :
د عوږونو په پرې کولو قصاص دی لقوله سبحانه وتعالی [وَالأُذُنَ بِالأُذُنِ ] او که په خطا سره وي مکمل ديت دی .
په يوه غوږ باندې نيم ديت دی لقوله عليه السلام : «في الأذن خمسون من الإبل» (دارالقطني )
۴- ژبه :
د امام ابو يوسف ، امام شافعی او امام مالک په نزد د ژبې په پرې کولو يا له کاره لوېدلو باندې قصاص دی که په خطا سره وي ديت دی .
۵- د ښځو تي :
د ښځو د تيو په پرې کولو سره قصاص دی که په خطا سره وي پوره ديت دی ، د يوه تي په پرې کولو نيم ديت دی .
والثديان والحَلْمتان للمرأة: فيهما الدية، وفي إحداهما نصف الدية؛ لأن فيهما جمالاً ومنفعة (فقه الاسلامي وادله ) .
۶- شونډې او غاښونه :
د احنافو په نزد کچېرې پوره شونډې پرې شي قصاص دی او که په خطا سره وي مکمل ديت دي ، د هر غاښ په ايستلو سره ۵ اوښان ديت دی .
الحديث : [ في کل سن خمس من الابل (النسائي ) .
۷- شرمګاه :
د نارينه د تناسلي آلې په پرې کولو قصاص دی که په خطا سره وي مکمل ديت دی (بدائع ۷/۲۰۹ ) .
د خوټو (خايې ) په پرې کولو قصاص يا د هغه عوض مکمل ديت دی لقوله عليه السلام : «وفي البيضتين الدية»
۸- د سر او ږېرې د ويښتانو شکول :
د سر او ږېرې د ويشتانو شکول او ايستل چې د شنه کيدو امکان ونه لري د احنافو او حنافله فقهاؤ په نزد قصاص دی که په خطا سره وي پوره ديت دی مګر د امام مالک او امام شافعي په نزد د ديت اندازه به عادل حاکم ټاکي .
وفي إزالة شعر الرأس أو اللحية أو الحاجبين: ولم ينبت بعدئذ: الدية عند الحنفية والحنابلة. وأما عند المالكية والشافعية: فيجب في الكل حكومة عدل (فقه الاسلامي وادله ،بدائع ۷/۳۱۲ ، ابن عابدين ۵/۴۰۸ ) .
۹- د هدوکو ماتېدل :
د هدوکو په ماتېدو باندې د جمهورو فقهاؤ په نزد قصاص نشه په دليل دغه حديث :[لا قصاص في عظم ) او د ديت اندازه به د عادل حاکم لخوا ټاکل کيږي (موسوعة الفقهية – بدائع ۷/۳۰۸ ) .
۱۰ – د عقل له مينځه تلل :
د عقل له مينځه تللو سره قصاص دی که ممکن وي او که قصاص ممکن نه وي يا په خطا وي پوره ديت دی.
وفي ذهاب العقل: الدية لخبر عمرو بن حزم: «وفي العقل الدية» (فقه السلامي وادله ) .
لکه مخکې مو چې وويل ، د ژبې د ذايقې له مينځه تللو ، خبرې نه کولو او نور د اندام د له مينځه تللو حکم لري .
وفي إبطال الذوق: الدية؛ لأنه أحد الحواس الخمس، فأشبه الشم.
وفي إذهاب الكلام: دية لخبر البيهقي: «في اللسان الدية إن منع الكلام» ولأن اللسان عضو مضمون بالدية، فكذا منفعته العظمى كاليد والرجل (فقه لاسلامي وادله ) .
جاء في الموسوعة الفقهية :
اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ تَجِبُ بِإِزَالَةِ الْعَقْلِ كَمَالُ الدِّيَةِ ؛ لأَنَّهُ أَكْبَرُ الْمَعَانِي قَدْرًا ، وَأَعْظَمُ الْحَوَاسِّ نَفْعًا ، وَبِإِبْطَالِ السَّمْعِ مِنَ الأُذُنَيْنِ أَوِ الْبَصَرِ مِنِ الْعَيْنَيْنِ ، أَوِ الشَّمِّ مِنَ الْمَنْخِرَيْنِ كَمَالُ الدِّيَةِ ، وَبِإِبْطَالِ الْمَنْفَعَةِ مِنْ إِحْدَى الأُذُنَيْنِ ، أَوِ الْعَيْنَيْنِ ، أَوِ الْمَنْخِرَيْنِ ، نِصْفُ الدِّيَةِ ، مِنْ إِحْدَاهَا ، وَكَذَلِكَ بِإِبْطَالِ الصَّوْتِ ، وَالذَّوْقِ .