د بدعت خطرناکې پايلی

۱- د بدعت اعمال مردود دي يعنی د قبول وړ نه دي :
پيغمبر ص فرمايي: «مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ» (متفق عليه ) . « هر چا چې زمونږ په دين کې څه شی پيدا کړل چې له مونږ څخه نه وي (په اسلام کې نه وي ) مردود دی».
۲- بدعتي تر هغه چې په بدعت لګيا وي توبه يې نه قبليږي نو ځکه ددی ويره شته چې په بده خاتمه له دنيا څخه رحلت وکړي . پيغمبر ص فرمايي : «إن الله حجب التوبة عن صاحب كل بدعة حتى يدع بدعته» (طبراني)ژباړه : خدای ج تر هغې پورې د بدعت کوونکو توبه نه قبلوي تر څو چې هغه ترک نه کړي .
۳- بدعتي حوض ته نشي تلای او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له شفاعت څخه بې برخې وي .
 پيغمبر ص فرمايي : «أَنَا فَرَطُكُمْ عَلَى الْحَوْضِ، لَيُرْفَعَنَّ إِلَىَّ رِجَالٌ مِنْكُمْ حَتَّى إِذَا أَهْوَيْتُ لأُنَاوِلَهُمُ اخْتُلِجُوا دُونِى فَأَقُولُ: أَىْ رَبِّ أَصْحَابِى. يَقُولُ: لاَ تَدْرِى مَا أَحْدَثُوا بَعْدَكَ» (بخاري ).
زه تاسې نه مخکې حوض ته رسيږم او له تاسې څخه ځنې خلک ښکاره شي او ناګاهانه بيرته ورک شي ، وايم : ای ربه ! زما ملګري دی څه کړل ؟ وبه ويل شي نه پوهيږي چې وروسته له تا نه هغوی څه کړي دي .
او په بل روايت کې دي : «إِنَّكَ لاَ تَدْرِى مَا بَدَّلُوا بَعْدَكَ فَأَقُولُ: سُحْقًا سُحْقًا لِمَنْ بَدَّلَ بَعْدِى»(بخاری دارالکتاب عربي بيروت ).
نه پوهيږی چه وروسته له تا څخه څومره عوض او تغير شوي ، وايم به : څوک چې وروسته له ما نه تغير شوی وي له ما نه دې لرې وي .
دا حديث به د روافضو د پاره چې دحضرت محمد (ص) صحابه بغير له علی ،ابوذر،مقداد،عمارابن ياسر او حذيفه تکفير کړي دی دليل شي؟
۴- ګناه به د هر هغه چا د قيامت تر ورځې د بدعت رواج کونکی پر غاړه وي چا چې دده په بدعت عمل کړی وي
او پيغمبر ص فرمايي: « … وَمَنْ سَنَّ سُنَّةً سَيِّئَةً كَانَ عَلَيْهِ وِزْرُهَا وَمِثْلُ وِزْرِ مَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ غَيْرِ أَنْ يُنْتَقَصَ مِنْ أَوْزَارِهِمْ شَىْءٌ»
هر چا چې په اسلام کې د ناوړه او بدې لارې تأسيس وکړ دهغه ګناه او هر چا چې وروسته له هغه څخه په هغه عمل وکړ دده پر غاړه وي بې له دې څخه چې د هغوی له ګناهونو کم شي
۶- بدعت رواج کونکی او بدعتي ملعون دي .
پيغمبر ص فرمايي : «مَنْ أَحْدَثَ فِيهَا حَدَثًا، أَوْ آوَى مُحْدِثًا، فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» هرچا چې په دين کې بدعت را منځته کړ يا یې بدعت ګر ته پناه ورکړه په هغه د خدای ج ،ملايکو او ټولو خلکو لعنت وي .
۵- بدعت ګماهي ده او دهرې ګمراهی انجام دوزخ دی   
ځکه پيغمبر ص فرمايلي: «كُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ، وَكُلُّ ضَلَالَةٍ فِي ال
نَّارِ».ټول بدعتونه ګمراهی ده او د ټولو ګمراهیو سر انجام دوزخ دی .
والسلام ومن الله التوفيق
 تأليف: سليم الهلالي   –  ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود
د بدعت پيدا کيدو عوامل ………… بيا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟