د بالغې نكاح پلار وكړه خو د رخصتۍ په وخت ده انكار وكړو څه حكم لري

محترم مفتی صاحب ته اسلام علیکم و رحمت الله!
خدای پاک ج دی تاسو ته ستاسو ددی نیکو اسلامی خدمتونواجرونه په دنیا او آخرت کی درکړی.
اما بعد،
محترمو! زه د یوی پوښتنی سره مخ سوم او زه غواړم چی تاسو یی راته شرعی جواب راکړی.
تفصیل د پوښتنه دادې

پوښتنه :  یوسړی د خپلې لور نكاح د عبدالقادر د ځوى سره وكړه ړومبى خو سړیانكار كولو خو د پيرصاحب په زيات دباو اچولو باندې مجبوراً راضى شو او د خپلې بالغې لور نكاح يې د عبدالقادر د ځوى سره وكړه خو له دې نه پس چې كله دا خلك د ډولئ وړلو دپاره راغلل نو ده ورنكړه بلكه د مذكوره لور نكاح يې د بل سړى سره وكړه او دا اول نكاح په وخت هم نه سړی د لور نه اجازت اخيستې و او نه يې ورته له دې نه پس اطلاع وركړى وه په دې صورت كې كومه نكاح جائز ده .

ځواب : په دې صورت كې ړومبى نكاح صحيح شوه : لقوله عليه السلام ثلث جدهن جدوهزلهن جد الحديث په درمختار كې دى چې د عاقلې بالغې سكوت په وخت د استيذان د ولي كې اجازت دى او همدارنګه چې عاقلې بالغې ته كوم وخت د نكاح اطلاع ملاوشي او دا سكوت وكړي(۱) نو دا هم اجازت دى نو دويمه نكاح صحيح نه شوه لان نكاح منكوحه الغير باطل كذا فى الدر المختار والشامى قال الله تعالٰى والمحصنت من النساء ( الايه ) خو كه بالغې د نكاح د خبر اوريدو سره انكار وكړو نو نكاح منعقد نه شوه .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.