د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت شته ؟

د باد په وتلو استنجاء ته ضرورت نشته
اودس : د څلورو اندامو د مخ مينځل ، د سر مسح کول ، د لاسونو مينځل د څنګلو په شمول او د ښنګرو په شمول د پښو مینځلو ته اودس وايې .
استنجاء : د لويو بولو او متيازو څخه پاکې حاصيلولو ته وايې .
استجمار په لو ټو يا قاغذ تشناب باندې د شرمګاه پاکولو ته وايې .
ولې غوره داده چې لومړی په لوټو يا قاغذ تشناب ناپاکی لری شي ورسته يې په اوبو ومنځی چه دا عمل غوره دی .
دغه عمل د قبا دخلکو ؤ چه په قرآنکريم ستايل شوي دی
د باد په وتلو اودس ماتيږي خو استنجاء ته ضرورت نشته (څلور واړه مذاهب )  .
د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدی وجه نشته چې پدی صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه دې لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې صرف اودس کافی دی (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۸۶ ) .
او همدارنګه درالمختار ليکی :
وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ( درالمختار علی هامش رد المختار ج ۱ ص ۱۳۶ ) .
 مګر که دښځی د مخی طرف څخه باد ووځی اودس نه ماتوي . ( فقه الهنديه )
که يې پخوا استنجاء کړي وي  نو بيا د اودس لپاره بلی استنجاء ته ضرورت نشته يواځی اودس به کوي ځکه استنجاء د نجاست لری کولو لپاره وي .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟