د ساحرانو او ګوډګرو نښې نښانې
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
قدرمند د الاسلامي لارښود چلونکو زمونږ په کلی کی یوه میرمن تقریبا د 15 کلنو را دیخواځان په پیرانو اخته کړی دی او خلکو ته وایی چی زه پیرانی یم او هغه میرمنی چی اولادونه نه لری دی ته ورځی او دا ورته د جمعی په شپه تعویذونه او نور کاغذونه چی کافی په ماشین کی اخستل شویده د 5000 څخه تر 10000 افغانیو په بدل کی ورکوی ورته وایی چی دا کاغذونه سهار او ماښام ژوی اوبه یی تیروی د دغه کاغذونو په یوه برخه کی د الله نومونه، د قرانکریم ایتونه او په بله برخه کی یی د 154632 عدونو غوندی حساب لیکل شوی وی.
د الله جل جلاله څخه ډیر شکرګذار یم ماته یی یو اولاد راکړیدی زما زوی تقریبا اوس د دریو کلونو شااوخوا دی زما بل اولاد تر اوسه ندی شوی زه غواړم چی الله جل جلاله ماته نور اولادونه هم راکړی نو تاسو ماته یوه لاره راوښایی چی زه د نورو صالحو اولادونو څیښتن شم دوا می هم ډیره کړیده کوم اثر یی ندی کړی زه اوس څه وکړم دغه ښځی ته د تعویذونو لپاره لاړشم او که څنګه.
که مهربانی وکړی ماته د قرانکریم داسی صورتونه او دعاګانی وښایی چی زه پری اوبه دم کړم او میرمن ته می ورکړم تر څو د اولادونو څیښتنان شوو.
په درناوی – احمدشاه
——————————————————————–
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : ډا ډول کسان اکثراً غيب وايي چې ځنې ښکاره ګوډګر او ساحران او ځنې په ديني جامه کې ګوډګر او ساحران وي څوک چې پر کوم کس دم ، دعا کوي هغه بايد ښکاره صالح او تقوی داره انسان وي ځکه چې ساحر ته ورتګ سخته ګناه ده او د کاهن او ساحر او پال کتونکي په خبره تصديق کول د ايمان زوال دی .
تفصيل دلته وګورئ .
https://dawat610.com/archives/144
https://dawat610.com/archives/126
دوهم : د تعويذ شرعي حکم دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/4479
دريم : د ساحر او ګوډګر علائم
فهد بن سليمان القاضي د سحر اوجادو ګرو علايم داسې بيانوي :
۱- ساحر اوکاهن د مريض او د مريض د مور د نوم پوښتنه کوي .
۲- د مريض څخه ځنی نښې نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږومنځ او داسې نور .
۳- د يوه حيوان په خاصو صيفاتو ذبح کول غواړي او د حيوان د ځنو برخو ګډول له وينې سره .
۴- په بې مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .
۵- يو شی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په کوم ځای کې پټ کړي .
۶- د خاصو وسائلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .
۷- د فسق علائم ،په نومړي کس کې به د فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نه لري يو فاسق انسان به وي .
څلورم : د اولاد پيدا کيدو د درملنې او دم ، دعا په اړه :
اول دا چې دری کاله دومره موده نه ده کيدای شي تاسې هيڅ مرض و نه لرئ ځکه د ځنو ښځو حمل اخيستل تر دوو ، دريو يا څلورو کلونو پورې ځنډيږي .
دوهم دا چې د مؤمن دعا خاص اهميت لري په دعا کې اخلاص او د دعا شرعي طريقه او شرايط مهم دي نور اسلامي شريعت د دعا د پاره خاص الفاظ نه دي ټاکلي د دعا شرایط دلته وګورئ .
ځنو علماء کرامو د اولاد غوښتنې د پاره د حضرت ذکريا عليه سلام د دعا الفاظ کوم چې په قرآنکريم ذکر شوی دي ښه بللی دي .
قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ ( 38 ).
تاسې ته مو نصيحت دا دی چې په اخلاص سره دعا کوئ الله د هغو کسانو د پاره چې تقوی اختيار کړي د مشکلاتو څخه د وتلو لارې برابروي . ان شاء الله
لطلاق الآية 2 {وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا} سورة الطلاق الآية 3 {وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ}.
وبالله التوفيق، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم.