د اولاد نظافت

د اولاد نظافت

نظافت او پاکي په اسلام کې زيات اهميت لري ، الله سبحانه وتعالی خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته حکم کوي چې :[ وثيابك فطهر] (او جامه دي پاكه ساته) .

نظافت د ايمان يوه برخه ده : « الطُّهُورُ شَطْرُ الإِيْمَانِ».

نظافت د ژوند يو مهم عنصر دی ، مور ته پکار ده چې د خپلو اولادونو نظافت ته پوره پام وکړي ، په نظافت کې غفلت کول لاندې بد اثرات لري :

۱- د ماشومانو دوماغ کمزوری وي چې په لږ شي ډير ځوريږي کله چې ماشوم خپل ځان د نورو په نسبت ناپاک او خيرل ويني نو په دې باندې زيات ځوريږي او هغه د فکري نا آرامې سره مخ کيږي .

۲- د مرضونو مخ نيوی ورباندې کيږي .

والدينو ته پکار ده چې خپل بچيان په دې وپوهوي چې نظافت په دوه ډوله دی :

باطني نظافت : خپل زړه له رزيلو او ناوړلو اخلاقو څخه پاکول .

ظاهري نظافت : لکه:جامې پاک ساتل ، د بدن پاک ساتل ، غسل کول ، د سر ويښتانو کمول او خريل او د بلوغ سن ته د رسيدو پر مهال د شرمګاه او تخرګ د ويښتان لرې کول،او د خولې او ښاغونو پاک ساتل ځکه خوله د معدې لاره ده او معده د ټول بدن لاره ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «السواک مطهرة للفم مرضاة للرب» (رواه احمد، نسائي وسنن دارمي ) .

يعنې: مسواک وهل د خولې پاکونکی او الله تعالی لره خوشحالونکی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم عند كل صلاة بوضوء، ومع كل وضوء بسواك» (رواه أحمد بإسناد صحيح).

يعنې : که زما امت ته مشکل او تکليف نه وای دوی ته به مې د هر لمانځه لپاره د اودس کولو او د هر اودس سره مسواک وهلو حکم کړی وای .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟