د اولاد د بدني او تعليمي پالنې او روزنې اجر

مسلمانې بی بی ته د خپل اولاد د تعليم او تربيې د ستر اجر زېری

اول بدني روزنه :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :للمرأة في حملها إلى وضعها إلى فصالها من الأجر كالمتشحط في دمه في سبيل الله، فإن هلكت فيما بين ذلك فلها أجر شهيد. (كتاب العيال لابن أبي الدنيا وأحكام النساء لابن الجوزي) .

ژباړه : د ښځې د پاره د (اولاد) په حمل نيولو ، ولادت تر جلاوالي پورې داسې اجر دی لکه د الله تعالی په لار کې بهره کوونکی که چېرې دا په دغه موده مړه شي هغې لره د شهيد اجر دی .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :کومه ښځه چې د اولاد زېږېدو ناروغی له امله مړه شي هغه شهیده ده  ( ابوداؤد ، سنن النسآیی ، عن جابر بن  عتیک رضی  الله عنه)  .

د حيض ، حمل او زيږتون ناروغي او دردونه د ګناهونو بخښنې سبب ګرځي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى إِلاَّ حَاتَّ اللَّهُ عَنْهُ خَطَايَاهُ، كَمَا تَحَاتُّ وَرَقُ الشَّجَرِ». (بخارى:۵۶۴۷)

يعنې :د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چه مؤمن سړی ته چې هر څه مصيبت رسيږي د مرض نه وي او يا د بل څه نه – نو الله تعالی ددې په وسيله د هغه ګناهونه داسې رژوي لکه خزان وهلې ونه چه خپلې پاڼې رژوي .

عن ابن عمر – رضي الله عنهما – قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلّم «مَن سقى ولده شربة ماء في صغره، سقاه الله سبعين شربة من ماء الكوثر يوم القيامة» رواه الحافظ أبو نعيم في حليةالأولياءو کنزالعمال، و قال هذا حديث غريب).

ژباړه: د ابن عمر رضی الله عنهما نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چا په وړوکتوب په خپل بچي يو غړپ اوبه و څښلې ، الله تعالی به د قيامت په ورځ د حوض کوثر نه اويا غړپه اوبه ور وڅښي .

دوهم اسلامي تعليمې روزنه

سبع يجري للعبد أجرهن وهو في قبره بعد موته :من عَلّم علماً, أو أجرى نهراً , أو حفر بئراً , أو غرس نخلاً , أو بنى مسجداً , أو ورّث مصحفاً , أو ترك ولداً يستغفر له بعد موته (الطبرانيو صحيح الجامع ۳۵۹۶) .

ژباړه : د اوو شيانو اجر په قبر کې مړي ته رسيږي ، چا ته د علم ور زده کول ، د ويالې جوړول ، د ګوهي کيندل ، د ونو کښېنول ، د جومات جوړول ، د قرآنکريم وقف کول او داسې اولاد پرېښودل چې وروسته له مرګ ده ته بخښنه غواړي.

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی : « إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ( رواه المسلم ۱۶۳۱ ) .

ژباړه: کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جايري صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مَن قرأ القرآن وعمل به ألبس والداه تاجاً يوم القيامة ضوءه أحسن من ضوء الشّمس في بيوت الدنيا فمَا ظنُّكم بالّذي عمل بهذا” (رواه أبو داود والحاكم، وقال: صحيح الإسناد).

ژباړه :چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ –  نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينوپه سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه ډيره ښايسته وي – هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې وي او لمر د آسمان نه زمونږ په خوا کې را کوز شي ددې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نو ستاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چه خپله دا عمل کړی وي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟