اسلام عليكم ورحمه الله وبركت
كه يوه مور د دوه زامنو تر مينځ فرق وكړي يو ته زيات عزت وركوي او بل ته نه يعني يو ورته زيات گران وي او يو نه مگر هغه زوي چي ورته گران نه دي هغه دمور توله مصارف بورته كوي به دي كي الله تعالي مور نيسي او كه نه
تفصيلي جواب راكري
ديره زياته مننه
ستاسي دجواب به هيله
نيلم شيرزاد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
والدين به د خپلو اولادونو تر مينځ په سلوک کولو ، پاللو او ورکړه کې د عدالت ساتلو خيال کوي ځکه چې اسلامي شريعت په دې باره کې ډير تأقيد کړی دی .
داسې نه چې يو ښه پالل کيږي او بل محروم وي يو دا چې دا د عدل تقاضا ده کوم چې الله (جل جلاله) ورباندې راضي کيږي او بل داچې په دې کې حکمت او مصلحت دا دی چې که يو پالل کيږي او بل محروم وي نو د هغوی ترمنځ به کينه او بغض منځ ته راشي چې کينه او بعض نيکي له منځه وړي
په حديث شريف کې راغلي دي :
عَنْ النُّعْمَان بْنَ بَشِيرٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا قال: أَعْطَانِي أَبِي عَطِيَّةً، فَقَالَتْ عَمْرَةُ بِنْتُ رَوَاحَةَ: لا أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم، فَأَتَى رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: إِنِّي أَعْطَيْتُ ابْنِي مِنْ عَمْرَةَ بِنْتِ رَوَاحَةَ عَطِيَّةً، فَأَمَرَتْنِي أَنْ أُشْهِدَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: «أَعْطَيْتَ سَائِرَ وَلَدِكَ مِثْلَ هَذَا»؟ قَالَ: لا قَالَ: «فَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا بَيْنَ أَوْلادِكُمْ» قَالَ: فَرَجَعَ فَرَدَّ عَطِيَّتَهُ. (صحيح البخارى)
ژباړه : نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايي پلار مې ماته يو شي هديه کړل ، عمرة بنت رواحه (مور مې) وويل ترهغه به راضی نه شم ترڅوچې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندې شاهد شوی نه وي ، پس پلار مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی ورته ویې ویل زوی مې چې له رواحه نه دی يو شی مې ورته هیديه (سوغات ) کړل مګر مور یې داتأقيد کړی چې رسول الله به شاهد نيسی .
رسو ل الله صلی الله علیه وسلموفرمایل: ايا تا ټولو زامنو ته همدا ډول هديه ورکړي ده هغی وویل نه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: له خدای (جل جلاله) څخه وويريږه او د زامنو تر منځ عدالت سره رفتار وکړه ورسته مې پلار وګرځید او هديه يې واپس واخيسته .
نو ثابته شوه چې د اولاد تر مينځ په سوغات ورکولو ، پاللو او سلوک کې بايد فرق ونشي .
او هر چې د زړه مينه او محبت دی هغه د انسان په اختيار کې نه وي په هغه باندې والدين نه نيول کيږي چې کوم زوی ورباندې ډير ګران وي او کوم لږ .
و الله سبحانه وتعالی اعلم