د اورپايي محکمې له لارې طلاق

اسلام عليكم
بښتنه داسي ده :بعضي اوروپايي هيوادو كي خلك به كاغز ځان طلاقه وي البته به كفري ملك كي او په كفري محكمه كي لكين به حقيقت كي له خپلي ښځې سره ژوند كوي .
يوه فورمه ډكوي او امضاء كوي بيا يې محكمې ته ليږي نو دوي يو بل سره طلاق كيږي مطابق دي هم دي ملك په قانون.
دي اسلام له نظره څنګه ده او كه طلاق واقع كيږي نو دي حل لار كومه ده؟ مننه
توفان – جرمني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اورپايي محکمې له لارې طلاق

اول : د طلاق اختيار له نارينه سره دی په محکمه پورې اړه نه لري .

د خاوند په صريح لفظ يا ليکلو سره طلاق صحي کيږي که يې نيت وي يا نه په شرط ددې چې ليکل واضح وي لکه : قاغذ او نورو باندې (الموسوعة الفقهية ) .

مګر د کفري محکمې او کافر قاضي لخوا طلاق نه واقع کيږي ځکه قاضي وکيل دی او د مسلمان د پاره کافر نشي وکيل کيدای .

إذا كنت لجأت إلى محكمة وضعية ألزمت الزوج بالطلاق ، وتلفظ به أو كتبه بنية الطلاق ، فالطلاق واقع .

وإن كان لم يتلفظ ولم يكتب الطلاق بنية الطلاق ، وإنما حكمت المحكمة بالطلاق ، فإن تطليق القاضي الكافر لا يقع .

وقد اتفق الفقهاء على اشتراط الإسلام في القاضي الذي يحكم بين المسلمين ؛ لأن القضاء نوع ولاية ، ولا ولاية لكافر على مسلم .انظر الموسوعة الفقية .

دوهم :

دا هم په ياد ساتل پکار دي چې طلاق په دری ډوله دی :رجعي طلاق ، بائن طلاق او طلاق مغلظه

رجعي طلاق : هغه طلاق دی چې وروسته له پښېدو نه ، د عدت (پاکی ) په وخت کې بيرته ګرځيدل پکې رواه دي مګر که څوک خپلې ښځې ته د عدت په وخت په اقوالو يا افعالو نږېوالی ونه کړي بائن ګرځي .

فإذا انتهت العدة انقلب الطلاق الرجعي بائناً، فلا يملك الزوج إرجاع زوجته المطلقة إلا بعقد جديد (فقه الاسلامي وادله ) .

بائن : هغه طلاق دی چې له پښېدو وروسته بيرته ګرځيدل پکې رواه نه دي مګر دا چې نوي نکاح وکړي .

مغلظه (دری طلاقه ) : هغه طلاق دی چې د پښېدو وروسته نکاح جواز نه لري تر هغه پورې څو د ښځې عدت تير شي بل کس سره نکاح او جماع وکړي وروسته هغه مړ شي يا طلاق ورکړي نو بيا لومړی خاوند ته روا کيږي .

دريم :

دا چې په غرب کې د اقامې د تر لاسه کولو لپاره په نمايشی شکل له خپلې ښځې طلاق اخلي او له بلې کافرې ښځې سره نکاح کوي حرام عمل دی او لاندې انحرافات پکې دي :

۱- درواغ ، د زور او درواغو شهادت .

۲- د يوې دنيوي ګټې لپاره د اسلام په شعائرو او احکامو لکه نکاح او طلاق باندې ملنډې وهل .

۳- د کفري هيواد تابعت قبلول چې هغه هم معاصرو فقهاؤ حرام بللی دی .

خلاصه : طلاق په واضح ليکلو واقع کيږي که يو طلاق وي رجعی دی که د پکی په وخت ښځې ته نږېدالی وکړی صحي او که نه طلاق بائن ګرځي له سره نکاح کوي تجديد د نکاح ضرور دی

من موقع الاسلام سوال جواب – هل يسمح بالزواج من أمريكية مسيحية للحصول على “البطاقة الخضراء”

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.