لیکنه: حافظ ابوأحمد محمدي وردگ
ناشر: دعوت نیوز
**********************
د پاکۍ راوستلو او نه راوستلو په اعتبار اوبه پنځه ډوله دي
۱ــ پاکي اوبه: دا هغه اوبه دي چې مکروه نه وي، مطلقي اوبه، پاکي او پاکي راوستونکي اوبه دي.
۲ـ مکروه اوبه: دا ډول اوبه پاکي دي او پاکي هم راولي خو مکروه والی لري، دا هغه اوبه دي چي له هغه څخه پشي، چرګي، وحشي مرغانو او مارانو څښل ځيني کړي وي. په دغه ډول اوبو اودس او غسل کول تنزيهي مکروه دي، دا هغه مهال که مطلقي اوبه موجودي وي، کله مطلقي اوبه موجودي نه وي بيا ددې ډول اوبو کارول مکروه والی نه لري.
۳ـ شکمني اوبه:دا ډول اوبه دي چې پاکې دي، خو په پاکولو کې يې شک وي. دا هغه اوبه دي چي خره او کچري(غاتري) څښل ترې کړي وي، دغه ډول اوبه بې له شکه پاکي دي، خو په دې کي يې شک دی چي پاک کوونکي دي او که نه دي؟ که نوري اوبه نه وي بې اودسه سړی به په دغه اوبو اودس کوي بيا به تيمم وهي، بې اودسه شخص اختيار لري که اودس مخکي کوي که تيمم مخکي کوي، فرق نه لري.
۴ـ مستعملې (کارول شوې) اوبه: دا هغه اوبه دي چي پاکي وي خو پاک کوونکي نه وي، دا هغه اوبه دي چي يو وار کارول شوي وي، دغه ډول اوبه پاکي دي، پاک کوونکي نه دي، دوهم وار اودس نه په تازه کيږي.
کارول شوې (مستعملې ) اوبه هغه اوبه دي چي يو ځل اودس او يا هم غسل باندې شوی وي، بې اودسي پرې لېرې شوي وي، يا د ثواب په نيت په اودس باندي بل اودس تازه شوی وي. که اودس لرونکی شخص اوبه د ځان يخولو يا بل چاته د اودس ښوولو په نيت وکارولې اوبه مستعملې نه ګرځي. که بې اودسه شخص د ځان يخولو يا بل چاته د اودس ښوولو په نيت وکاروي اوبه مستعملي ګرځي، همدارنګه اوبه هغه وخت مستعملې ګرځي چې د اودس کوونکي يا غسل کوونکي له بدن څخه جلا شي.
۵ـ مرداري اوبه: هغه اوبه دي رواني نه وي، مرداري ورلوېدلې وي، فرق نه کوي، که د مردارۍ اغېز پر ښکاره وي که نه وي يو برابر دي. پر کومو اوبو چې د مردارۍ اغېز او اثر ښکاره وي هغه مرداري دي، فرق نه کوي که اوبه لږ وي که ډيري، ولاړي وي، که رواني وي. که اوبه په لوی حوض کي موجودي وي، حوض دومره لوی وي چي د يوې خوا د اوبو په ښورولو د بلې خوا اوبه ونه ښوري دا ډېرې اوبه ګڼل کيږي.
ځيني وخت داسي اندازه ورته ټاکل کيږي چي هغه اوبه ډيري دي، چي حوض د شرعي ګزو په اندازه لس په لس ګزه کي پراخوالی ولري او د اوبو ژوروالی دومره وي چې په لپه کي د اوبو په اخيستلو سره د حوض تل ښکاره نه شي. که داسي نه وي نو هغه اوبه لږ بلل کيږي. د مردارو اوبو حکم دا دی چي پاکي نه په راځي، که د بل شي سره ګډي شي هغه شی مردار ګرځي.
کومي اوبه چې د درختي او مېوې په نښتېځلو ترلاسه شي اودس پرې روا کيږي، فرق نه کوي که دغه ډول اوبه په کښېکښلو ترلاسه شوي وي که خپله راوتلي وي، په هغه اوبو اودس روا نه دی چې په پخېدلو سره له خپل طبيعي حالته وتلي وي، لکه: ښوروا او شربتونه.
د هغه اوبو حکم چې پاک شی ورسره ګډ شوی وي
۱ـ کله چې د اوبو سره پاک شی لکه صابون، اوړه او زعفران ګډ شي دغه شيان پر اوبو غالبه نه وي اوبه پاکي دي اودس پرې روا دی.که چيرې همدغه شيان پر اوبو باندې غالبه وي اوبه يې له نرمۍ او بهېدلو څخه اېستلې وي اوبه پاکي دي خو اودس پرې روا نه دی.
۲ـ کله چې د زړښت له امله د اوبو رنګ، خوند او بوی بدل شي اوبه پاکي دي اودس پرې روا دی ، کله چې د اوبو سره هغه شی ګډ شي چي ډېری وخت له اوبو څخه بېل نه وي لکه د اوبو پر سر زرغون پېروی، د درختو پاڼې او نور دغه اوبه پاکي دي اودس پرې روا دی.
۳ـ که د اوبو سره داسي شی ګډ شي چې دوه صفته ولري لکه شېدې چې رنګ او خوند لري بوی نه لري، که ددې شي يو صفت په اوبو باندي غالبه شو او اوبه مغلوبه شي اودس پرې روا نه دی.
۴ـ که د اوبو سره داسي نرم شی ګډ شو چې درې صفتونه ولري ، په درو صفتو کي دوه صفتونه یي پر اوبو غالبه شول او اوبه مغلوبه شي دغه شی غالبه ګڼل کیږي اودس پري روا نه دی.
۵ـ که د اوبو سره داسي مایع شی ګډ شو چې هیڅ وصف یی نه درلود لکه مستعملي اوبه او د ګلاب هغه اوبه چې بوی يی تللی وي، دلته وزن ارزښت لري، که دوه کیلو مستعملي اوبه د یو کیلو پاکو اوبو سره ګډي شوي اودس پري روا نه دی.که یو کیلو مستعملي اوبه د دوه کیلو پاکو اوبو سره ګډي شي اودس پري روا دی.
ماخذونه:
- فقه میسر
- فقه السنة
- فقه علی مذاهب الاربعة
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
Support Dawat News Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you