د انټرنيټ له لارې د بيګانه سړي او ښځې خبرې او ملګري

اسلام علیکم

زه دیو سړی سره په فیسبوک کی چټ کوم هغه ماته خور وايي  او هغه وایی چې ته په ما باندی ډیره ګرانه یی اوهغه وايي……. …می لیدلی وای .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د شريعت په حدودو کې د دعوت الی الله ، ديني پوښتنې او ضرورت پرته د بيګانه سړي او بيګانه ښځې تر مينځ چټ (الکتروني خبرې) او ملګري د شهوت رانۍ ، عشق بازۍ او شيطاني دام پرته بل څه نه دي چې دا کار له شک پرته حرام او پايلې يې خطرناکې دي .

مسلمان نارينه او ښځو ته حکم شوی چې له نامحرمو خپل نظر وساتي لقوله سبحانه و تعالی : [وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ] (النور ۳۱ ) .

او د ضرورت پرته به د بيګانه سره خبرې نه کوي ځکه بيګانه ښځې ته د شهوت ، او عشق رانۍ په مقصد نظر کول او د هغې سره خبرې د زنا يو حصه ده .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي:« إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ» ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657).

ژباړه : الله تعالی د ابن آدم د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم : د بيګانه نارينه او ښځې له کډون او اختلاط څخه منع فرمايلي ده .

«إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ» (بخاری ۵۲۳۲ ) .

د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .

♣♣♣♣♣

يقيناً چې په هره ګناه کې څه عيش او خوند شته ، د بيګانه سره په ملګرۍ ، خبرو او عشق رانۍ کې هم څه عيش او خوند شته خو دا خوند لږ او تلونکی دی خو بدنامي او خطرناکي پايلي به يې پر ځای وي .

د خوندونو د لارې انتخاب په اصل کې ځان ته د دوزخ د لارې انتخاب دی  :«وحفت النار بالشهوات» (او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی).

♣♣♣♣♣

واورئ ! که تاسې دا نه خوښوئ چې د انټرنيټ او تليفون له لارې مو خپله مور ، خور يا ښځه له بيګانه سړي سره خبرې وکړي هغه هم د عشق او محبت نو د بل کس مور ، خور او ښځې ته هم په همدې سترګه ګورئ .که د ځان عزت غواړئ نو د بل عزت وکړئ .

دا خو د غرب د لنډغرې ډيموکراسۍ او د ډيموکراسۍ پر ځنځيرونو باندې تړل شويو فاسقانو او فاجران کار دی چې غواړي د مسلمانانو په مينځ کې همداسې کارونه رواج کړي ځکه د دوی د شيطاني مډيا همدا اصل او قانون دی.

او د هغو بې بنده باره کورنيو کار دی چې پخپل اولاد او ښځو کنترول نلري، الف يې په جګر کې نه وي ، د حق او باطل تميز کولای نشي د انټرنيټ او پرمختللی تليفون زمينه يې ورته برابره کړې وي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟