لیکنه:عبدالرحمان تنها
د انسان په مخ د دانو راوتل د بدن په مختلفو غړیو کښې د خرابوالی او ناروغیو له کبله وي ، چې په لاندې ډول دي :
د انسان ټنډې ته نږدې د دانو راوتل : که چېرې دغه دانې د ټنډې برې خوا ته راوځی نو د انسان د معدې او هاضمې په نظام کښې د خرابۍ ښودنه کوی . طبی څیړنې ښایي چې د انسان د ټنډې بره برخه د هاضمې له نظام سره وصل وی ، باید داسې خواړه استعما کړو ، چې په هغه کې اینټی اکسیډانټ ( Antioxidant ) مواد ډېر وي او په دغو خواړو کښې لیمو ، شنې چاې او سبزیجات شامل دي . که چېرې دغه دانې د انسان د ټنډې په لاندې برخې کې راوځي ، نو په ذهني فشار ( بوج ) باندې دلالت کوي ، طبی موندنې وایي : په هغو کسانو کښې چې ذهنی پریشانۍ ، خپګان او مشکلات لري د هغوي په مخ کښې د ټندې په لاندې برخو کښې دانې راوځي چې دا ډول کسان باید تر ډېره وخته آرام وکړي .
سترګو ته نږدې د دانو راوتل : د انسان سترګو ته نږدې د دانو راوتل د ځیګړ د خرابوالی نښه کیدلای شي او مونږ تاسو باید داسې خواړه استعمال کړو چې غوړوالی پکې کم وي او داسې مایعات ونه څښو چې ځیګر ته تاوان رسوي . مونږ باید داسې خوراک او څښاک استعمال کړو چې له کبله یې له ځیګر څخه زهرجن مواد ووځی .
غمبورو ته نږدې د دانو راوتل : د انسان په مخ کښې غمبوروته نږدې د دانو راوتل په سږو کښې د خرابوالی ښودنه کوي ، که چېرې تاسو سګریټ څکوئ نو باید سمدستي دغه کار پریږدئ . هر وګړی باید سهار وختي تمرین او مزل وکړي ، څو سږو ته یې تازه هوا لاړ شي او د سږو فعالیت ګړندی وي .
🩺 پوزې ته نږدې دانې : که چېرې د یو انسان د وینې جریان ډېریږي یا کمېږي او د زړه له ناروغۍ سره مخ کیږئ نو په پوزې مو دانې راوځي ، دا ډول وګړي باید سمدستي هغه فعالیتونه ترسره او خوراک استعمال کړي ، چې په نتیجه کې یې د زړه حرکات پیاوړی او مضبوط شي .
خولې ته د نږدې د دانو راوتل : په خوله کې د دانو راوتل په کوچنیو کولمو او معده کې د ستونزو نښې دي ، مونږ تاسو ته پکار ده چې فاسټ فوډ استعمال نهکړو او د بازار له څښاکو ډډه وکړو ، په څنګ کې یې تازه میوې او سبزیجات ډېر استعمال کړو . دغه راز خولې ته نږدې د دانو راوتل د انسان د میتیازو د رګونو ، ګردې او هغې ته د اړونده غړیو د خرابوالی ښودنه کوي ، همدا رنګه هغه میرمنې ، چې میاشتنې ناروغۍ یې منظم نه وي ، نو کله کله په هغو کې هم خولې ته نږدې ده.