د انسان په بدن باندې د شيطان او جن تصرف

جنيات يو موجود مخلوق دی چې له وجود څخه انکار يې کفر دی ځکه چې د پيريانو يا جنياتو د وجود څخه انکار له قرآن او سنتو څخه انکار دی نو پدې بنا د جنياتو په وجود ايمان يو له جملې د ايمان په غيبو دی مونږ هغه نه وينو د اثبات لپاره د الله تعالی او پيغمبر صلی الله عليه وسلم په ريښتنو خبرو باور لرو .

الله تعالی د ابليس او د هغه فوځ په باره کې فرمايي : [إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لا تَرَوْنَهُمْ](اعراف :۲۸).

ژباړه: هغه او د هغه ملګري تاسې له يو داسې ځای څخه ويني چې تاسې يې له هغه ځای څخه نشی ليدلای.

جنيات له اور څخه پيدا شوی دی چې ځنې يې مسلمان او ځنې کافر دي .

[وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ ] (الحن :۱۴ ) .

ژباړه: ځنې د مونږ مسلمان دي او ځنې کافر .

جنيات په عبادت مکلف دي رسول د ثقلين حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د انس او جن د پاره مبعوث شوی دی هغوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې حاضر شول او قرآنکريم ته یې غوږ نيولی او په هغه يې ايمان راوړی دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [ قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا * يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا] (الجن :۲ ).

ژباړه: ووايه (ای پيغمبره ! ) ماته وحې راليږل شوی ده چې د پيريانو يوې ډلې په غور سره قرآن ته غوږ کېښود ،بيا له بيرته ستنيدو وروسته يې خپل قوم ته وويل: مونږ خورا يو عجيب قرآن اوريدلی دی چې د سمې لارې لورې ته لارښونه کوي نو له دې کبله مونږ په هغه ايمان راوړی اوس به مونږ هيچکله له خپل پروردګار سره څوک شريک نه کړو .

ايا جنيات د بل په صورت او شکل ليدل کيدای شي ؟

په سنتو کې دا په ثبوت رسيدلې ده چې جنيات د انسان ، حيوان او نورو په شکل کې ظاهرېدلای شي .

امام بخاري رحمه الله د ابی هريرة رضی الله عنه څخه دا روايت نقل کړی دی چې ابی هريرة وايي: وَكَّلَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِحِفْظِ زَكَاةِ رَمَضَانَ ، فَأَتَانِي آتٍ فَجَعَلَ يَحْثُو مِنْ الطَّعَامِ ، فَأَخَذْتُهُ وَقُلْتُ : وَاللَّهِ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم َ. فشكا حاجة وعيالا فرحمه أبو هريرة وتركه حتى تكرر هذا ثلاث مرات وفي الثالثة قال أبو هريرة : لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ وَهَذَا آخِرُ ثَلاثِ مَرَّاتٍ أَنَّكَ تَزْعُمُ لا تَعُودُ ثُمَّ تَعُودُ ، قَالَ : دَعْنِي أُعَلِّمْكَ كَلِمَاتٍ يَنْفَعُكَ اللَّهُ بِهَا ، قُلْتُ : مَا هُوَ ؟ قَالَ : إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِيِّ ( اللَّهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ) حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ ، فَإِنَّكَ لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنْ اللَّهِ حَافِظٌ ، وَلا يَقْرَبَنَّكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ . وحين أصبح أخبر رسولَ الله صلى الله عليه وسلم بما حصل . فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَمَا إِنَّهُ قَدْ صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ . أتَعْلَمُ مَنْ تُخَاطِبُ مُنْذُ ثَلاثِ لَيَالٍ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ ؟ قَالَ : لا . قَالَ : ( ذَاكَ شَيْطَان

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ته د روژې د زکات د حفاظت او ساتنې دنده وسپارله ، يو کس راغی او د غنمو په پټولو يې شروع وکړه ، هغه کس مې ونيولو او و مې ويل : په الله سوګند تا به د رسول الله صلی الله عليه وسلم  حضور ته پيش کوم ، هغې وويل : زه ډير احتياج او عيال داره يم او د هغوی نفقه زما په غاړه ده . ابی هريرة وايي : د چيغو او فرياد وروسته مې خوشی کړ، او دا جريان دری ځله تکرار شو او په دريم ځل ابی هريرة وايي : هغه مې بيا دستګير کړ او ومې ويل دا ځل تا حتماً رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ورولم دا ستا دريم ځل دی چې وايي بيا نه راځم مګر بيا راغلې ، هغې وويل ما خوشی کړه زه به تا ته داسې کلمات در وښيم چې الله تعالی هغه تا ته ګټور وګرځوي ، ومې ويل: هغه کليمات څه دي ؟ هغې وويل : کچيرې د بيده کيدو په وخت کې آيه کرسي ووايي ټوله شپه پرېښتې ستا حفاظت کوي او تر سبا پورې به تا ته شيطان نه شي در تلای . ما هغه خوشی کړ . سبا مې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا جريان بيان کړ ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : حال دا چې هغه يو درواغن کس ؤ مګر دا يې تا ته رښتيا ويلي دي . بيا يې ما ته وويل : ای ابوهريرة دا دری ورځې ستا مخاطب څوک وو ؟ عرض مې وکړ نه پوهيږم . رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل هغه شيطان وو .

همدارنګه تفسير الطبري ليکي : چې د بدر په غزا کې شيطان د سراقة بن مالك بن جعشم په صورت کې قريشو ته راغی او هغوی ته يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قتل خبر ورکړ ( تفسير الطبري ۱۲۵۶۴ – ابن کثير فی البداية النهاية ) .

د انسان په بدن باندې د شيطان او جن تصرف :

شرح فقه اکبر ليکي :

زمونږ په نزد شياطين پر بني آدم باندې تصرف کوي پر خلاف د معتزله چې هغوی وايي : دا ممکن نه ده چې شيطان د په بني آدم تصرف وکړي او هغه ته وسواس ور واچوي بلکي دا وسواس خپله د انسان نفس دی ، دا نظر مردود دی ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء ] (البقرة : ۲۶۸ ) .

ژباړه : شيطان تاسې فقر ډاروي او د بديو په لور درته بلنه کوي.

او دا قول د الله تعالی : [إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ] (فاطر:۶ ) .

ژباړه: يقيناً چې شيطان ستاسې دوښمن دی ، نو دوښمن يې وګڼئ هغه خپل انډېوالان خپلې لارې ته بولي چې ټول د بلېدونکی اور ته د ورتلونکو څخه شي .

او په دليل د قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم :

« ان الشيطان يجري من ابن آدم مری الدم » (المسلم) .

شرح فقه اکبر / ملا علي قاري ص ۳۷۹-۳۸۰ ).

په انسان باندې د جن د حملې يا دخول په اړه په فتاوي البلدالحرام کې داسې ليکل شوي دي :

ژباړه : د شعبان په مياشت کې په کال د ۱۴۰۷ د سعودي عربستان ځنو محلي رسنيو داسې مقالې خپرې کړې چې په رياض کې په مسلمانه ښځه باندې جن حمله کړي د هغه بدن کې داخل شوی دی او ورسته دغه جن خپل اسلام د رياض شيخ عبدالله بن مشرف عمري ته اعلان کړی وو ، زما ( شيخ ابن باز ) په وړاندې هم خپل اسلام اعلان کړی دی .

وروسته له هغې چې شيخ عبدالله په جن وهلې ښځه باندې د قرآن څو آيتونه لوستلی او د جن سره يې خبرې کړي وې هغه يې اسلام ته دعوت کړی وو ، هغه ته يې د ظلم ګناه بيان کړې وه او د هغه څخه يې غوښتنه کړې وه چې د ښځې له بدن څخه ووځي ، جن د هغه دعوت قبول کړ او د شيخ عبدالله په وړاندې يې خپل اسلام اعلان کړ .

وروسته شيخ عبدالله او د ناروغه ښځې اوليأ ما ته راغلل تر څو د جن اسلام راوړل واروم .

ما د جن څخه د نومړې ښځې بدن د داخليدو د اسبابو په اړه پوښتنه وکړه چې دليل يې څه وو ؟ هغه وويل : جن د ښځې په ژبه خبرې کولې مګر غږ يې د نر په شان وو او د هغه دليل يې بيان کړ . وروسته جن په واضح ډول خپل اسلام اعلان کړ او ويې ويل : چې زه د هندوستان يم بودايي مذهب وم . ما هغه ته نصيحت وکړ چې د الله تعالی تقوی اختيار کړه او ددې ښځې له بدن څخه ووځه او له ظلم څخه لاس واخله ، هغه زما نصيحت قبول کړ ، هغه ته مې وويل چې خپل قوم ته دې دعوت کوه ، هغه هم وعده وکړه چې زه به خپل قوم ته دعوت کوم او د ښځې له بدن څخه خارج شو ، او آخره خبره يې دا وه چې السلام عليکم .

وروسته ښځې په عادي خبرو پيل وکړ او روغه جوړه شوه .

(فتاوي البلدالحرام مسألة دخول الجني في بدن  المصروع – ص۴)

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دعوت نیوز.کام رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. جزاکم الله خیراً

د دعوت نیوز) بانکي پتهDN Bank AC # 00105100585219:)
د واټس آپ WhatsApp: +93747162162 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat News.com Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DN Bank AC # 00105100585219
WhatsApp: +93747162162

…………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

*دعوت نیوز.کام (بااعتبارترین مرجع نشر و اشاعت قرآن و حدیث در سراسر جهان) ⏬

🌐www.dawatnews.com

…………………………………………………………………………………………………………

لاتنسونا عن صالح دعائکم

اخوکم في الله ابوأحمد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟