آیا انتخابات په اوسنی بڼه مشروعیت لری ؟ایارایه ورکول داهل حل اوعقد ځای نیولی شی؟آیا په انتخاباتوکی دښځی اوسړی رایه برابره ده په داسی حال کی چی په شاهدی کی دیوسړی شاهدی ددوه ښځوبرابره ده
سید بریالی
ننگرهار کوت تریلی
په دغه وخت کی چی هریوداسلام نظام دپلی کیدوناری وهی په دغه وخت کی څه کول پکاردی
په درنښت محمدکرم اسلامیار- لغمان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د انتخاباتو په اړه مو مخکې څه مطالب نشر کړي وو چې له هغه جملې يو کتاب ؤ د اوسني انتخاباتو په اړه ډير مسند او مختصر ليکل شوی دی .
دغه کتاب له دغه ځای څخه ډونلوډ کړي او همدارنګه دا مطلب ولولئ .
د اوسنيو ټولټاکنو ، اشغال او فاسد رژيم او د هغه د دوام مثال او د هغه چا مثال چې د اسلام راوستلو ناري وهي داسې دی لکه : يو موټروان چې سواري يې بار کړي وي او په دغه سوارۍ کې څه مسلح کسان ورسره وي او دغه مسلح کسان موټروان ته ووايي چې زمونږ د خوښې په لاره به ځي که نه وژنو دې ، آيا د دغه مسلح کسانو پر وړاندې به موټروان څه وکړای شي ؟
هيواد او رژيم د اشغال ټر ولکي لاندې او هغه يې د ډيموکراسۍ او سکولر طرف ته بيايي يو کس به په خالي لاس څه وکړای شي ؟ په داسې حال چې نظامي ځواک او اشغال د يهودو او نصارا وي او د هغوی د خوښي مليشي حاکميت ولري آيا په داسې حالت کې د يو کس په لاس د اسلامي حکومت جوړول ممکن دي ؟
آيا امريکا او اورپا د اسلامي نظام د برقرارولو ، هيواد جوړولو او امنيت راوستلو لپاره خپل ځانونه او مالونه له لاسه ورکوي او که د کفري نظام او سکولريزم ، امنيټ خرابولو لپاره خپل ځانونه او مالونه له لاسه ورکوي لکه دغه دوولس کاله يې چې وينو .
بل دا چې کومو کسانو چې ځانونه کانديد کړي دي د همدغه اشغال او رژيم کسان او مرستدويان نه دي ؟
دغه دولس کاله چې کوم اشغال روان دی ، ظلم روان دی ، فساد او منکرات روان دي آيا کوم يو يې آواز پورته کړي او که نه اشغال ته يې لبيک ويلی دی ؟ او نن يې هر يو د اسلام او امنيت ناري وهي .
د الله تعالی حضور ته ور روان يو ددې مظلوم ولس سره تا او هغه بل او بل څه ونه کړل ؟
افسوس د ځنو مسلمانانو په حال
څه وخت به پوهيږئ ؟
څه وخت به حقيقت درکوئ ؟
و السلام عليکم
آن لاين اسلامي لارښود