د امام او متقديانو تر مينځ مشترک احکام

اول د اقتداء د صحت شرطونه :

۱- د متقدې د اقتداء نيت په امام پسې .

۲-اتحاد د لمانځه ، د احنافو په نزد د امام او مقتدي لمونځ به يو وي د فرض کوونکي اقتدا په نفل کوونکي پسې نه صحي کيږي . مګر د نفل کوونکي اقتدا په فرض کونکي پسې صحي کيږي ځکه دا بنا د ضعيف په قوي باندې همدارنګه اقتدا د اودس کوونکي په تيمم کوونکي او د اودس کوونکي په موزو باندې مسحه کوونکی پسې صحي کيږي .

۳- مقتدي به د امام څخه مخکې نه وي بلکي د يو قدم په اندازه به شا ته وي .

۴- د امام او مقتديان ځای به يو وي داسې چې هغه وويني يا يې عږ واوري داسې چې مکان يې يو نه وي لکه : مقتديان په يو سپرلی کې او امام په بله سپرلی کي يا امام سپور وي او مقتديان پياده وي ، يا يې ترمينځ لاره چې خلک تګ را تګ کوي يا ترمينځ لويه وياله وي په دغو صورتونو کې اقتدا نه صحي کيږي .

۵- د امام متابعت کول ، د امام په مخالفت سره اقتدا نه صحي کيږي .

د صفونو برابرول :

۱- که يو مقتدي وي د امام ښي طرف ته يو قدم وروسته به دريږي د امام سره برابر دريدل مکروه دي.

۲- بالغ کسان به په مخکې صفونو کې او ماشومان په وروسته صفونو کې دريږي .

۳- امام به د صف د وسط برابر دريږي .

۴- د امام د پاره مستحب ده چې صفونه برابر کړي مقتديانو ته ووايي چې صفونه سيده او منظم کړي او د صفونو تر ميځ فاصله نه وي .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم به صفونه برابرول او داسې به يې فرمايل : «لا تختلفوا فتختلف قلوبكم» (المسلم ) .

يعنې : کاږه مه درېږئ (سيده او نږدې ودرېږئ ) که (کاږه ودريږي )نو زړونه به مو کاږه شي .

په صف کې ځای وي جلا درېدل مکروه دي .

۵- کچېرې په لمانځه کې امام معذور او بې اودسه شي ، بل متقدي به تر جامه ونیسي او په محراب کې به يې ځای پر ځای کړي .

د اول صف فضيلت :

اول صف ته ځان رسول مستحب دي او ډير اجر لري .

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لو يعلمون ما في الصف المقدم لكانت قرعة» (متفق عليه) .

يعنې : که تاسې د اول صف په اجر او فضيلت پوهېدلای نو بچه اچونه به مو کوله .

همدارنګه فرمايي : «إن الله وملائكته يصلون على الصف الأول» (حديث صحيح رواه أبو داود) .

يعنې : يقيناً الله او د هغه ملائکې په اول صف باندې درود وايي .

د امام او مقتدې څو فرعي احکام :

۱- کچېرې متقدي تشهد ويل نه وي ختم کړي او امام سلام وګرځوي مقتدي به تشهد ختم کړي بيا به سلام ګرځوي .

۲- کچېرې مقتدي درود او دعا نه وي ختم کړي امام سلام وګرځوي مقتدي به د امام سره سلام ګرځوي درود او دعا ويل به پرېږدي .

۳- کچېرې په لومړۍ قعده متقدي تشهد نه وي ختم کړی او امام پورته شي مقتدې به تشهد ختموي بیا به پورته کيږي .

۴- که مقتدي په رکوع او سجده کې دری ځله تسبيح نه وي ويلې او مام پورته شي مقتدي ورسره پورته کيږي او نور تسبيحات ويل به ترک کوي .

۵- د امام څخه مخکې سلام ګرځول مکروه تحريمي دي .

۶- د آذان څخه وروسته د جومات څخه وتل او په دې جومات لمونځ نه کول مکروه دي .

(مراقي الفلاح: ص۵۰، الدر المختار:۵۶۰/۱)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟