د امامت او اقتداء د صحت شرطونه

د صبی (ماشوم)  امامت به تراويح کی صحيح دی او کنه ؟

فضل محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د امامت شرطونه :

۱- داچي امام نر وي د ښځې امامت د نارينه د پاره صحي نه دی .

۲- دا چې امام مسلمان وي د کافر امامت په هيڅ صورت کې صحي نه دی .

۳- دا چې امام بالغ وي ، يا د بلوغ علامه پکې ښکاره شوې وي يا پنځلس کلنې ته رسيدلی وي ، د نا بالغ کس امامت صحي نه دی .

۴- دا چې امام عاقل وي د ليوني امامت صحي نه دی .

۵- دا چې د امام پر هغه اندازه قرائت چې د لمانځه د پاره ضرور وي حاکم وي ، پس د هغه چا امامت چې د قرائت لوستلو توان نه لري نه صحيح کيږي .

۶- دا چې د امام څخه د لمانځه شرايط نه وي پاتې لکه طهارت ، عورت او نور .

۷- دا چې امام په صحت جوړ وي کوم عذر و نه لري لکه خونريزي ، د باد بې اختياره وتل ، د ميتيازو وتل او نور .

۸- دا چې د امام ژبه صحيح وي توتله نه وي داسې چې حروف صحي نشي ادا کولای .

د اقتداء د صحت شرطونه :

په امام پسې د اقتداء د صحت شرطونه په لاندې ډول دي :

۱- دا چې مقتدي د تکبير تحريمه په وقت کې د امام د متابعت نيت وکړي .

۲- دا چې امام احد اقل د دوو پښو په اندازه له مقتدي څخه مخکې وي .

۳- دا چې امام په ټيټ ځای کې ولاړ وي او مقتديان په لوړ ځای اقتداء نه صحي کيږي ، همدارنګه که امام د نفلو لمونځ کوي او مقتديان د فرض لمونځ کوي اقتداء نه صحي کيږي .

۴- دا چې امام او مقتدي به د لمانځه د پاره يو وخت وټاکي ، داسې نه صحي کيږي چې امام مثلاً د ماسپخين لمونځ کوي او مقتدي د مازديګر .

۵- دا چې د امام او مقتديانو تر مينځ جلا کوونکی سيند چې په هغه کښتی ګرځي موجود نه وي .

۶- دا چې د امام او مقتدې تر مينځ سړک موجود نه وي چې په هغه باندې وسائل عبور کوي .

۷- د امام او مقتدي تر مينځ داسې څه نه وي چې د امام حرکات ور ته معلوم نشي .

د اودس کوونکی اقتدا په تيمم کوونکي پسې صحي ده .

چا چې پښې مينځلې وي د هغه اقتداء په هغه چا پسې جايز ده چې په موزو يې مسحه کړي وي .

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.