د الکولي عطرو استعمال او د هغه سره لمونځ څه حکم لري ؟

څرنګه چی مونږ او تاسو ته معلومه ده چی په اوسنی عصر کې له دوه ډوله عطرونو څخه استفاده کیږی.
۱- الکولی عطرونه
۲- غیر الکولی عطرونه
لومړی پوښتنه:- آیا د اسلام له نظره د الکولی عطرونو استعمال جایز دی او نه؟
دوهمه پوښتنه:- که چیری د الکولی عطرونه استعمال جایز نه وي نو بیا د هغو کسانو د لمونځونو په  اړه څه حکم دی څوک چی الکولی عطرونه استعمالوي.

ګلاب جان سجاد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د الکولي عطرو استعمال حرام دی تفصيل په لاندې لينک وګورئ :

https://dawat610.com/archives/4151

کچيرې عطر نيشه ولري په هغه باندې د خمر يا شرابو اطلاق کيږي ، خمر يا شراب د امام ابو حنيفه رحمه الله په نزد نجس دي ، لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنْصَابُ وَالأَزْلامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

جاء في الهداية أنها نجسة نجاسة غليظة كالبول لثبوتها (الجزء رقم : 38، الصفحة رقم: 78) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *