د الوتونکو مرغانو په قفس بندول څه حکم لري؟

د الوتونکو مرغانو په قفس بندول څه حکم لري؟

په اسلام کی د الوتونکو مرغانو فه قفس کی بندول جایز دی کنه?  که هو نو بیا څه فدیه په بنده واجبیږی کنه؟

امين الله مايار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

علماء البلدالحرام په دې اړه ليکي :

په قفس کې د مرغانو ساتل چې د خوراک او چښاک انتظام يې درست وي مباح دی ، د فقهاء کرامو دليل لاندې حديث شريف دی .

عَنْ أَنَسِ بْنَ مَالِكٍ رضی الله عنه  قَالَ: إِنْ كَانَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم لَيُخَالِطُنَا حَتَّى يَقُولَ لأَخٍ لِي صَغِيرٍ: «يَا أَبَا عُمَيْرٍ! مَا فَعَلَ النُّغَيْرُ»؟ (بخارى:6129)

انس بن مالک رضی الله عنه  وايي : نبی کريم صلی الله عليه وسلم په دومره انداز کې زمونږ سره ناست او ولاړه لرله ( چې مزا به يې کوله ) زما وړوکي ورور ته به يې فرمايل : ای ابو عمير ! ستا د نُغير څه حال دی ؟ ( نُغير ، يو کوچنی مرغه وه چې ابوعمير به له هغه سره لوبې کولې ) .

وقد استُدل بهذا الحديث على جواز حبس الطائر ؛ لعدم إنكار النبي صلى الله عليه وسلم على أبي عمير . انظر ” فتح الباري ” ( 10 / 548 ) .

لا حرج في يجمع الطيور ويضعها في قفص إذا أعد لها ما يلزم من الطعام والشراب ؛ لأن الأصل في مثل هذا الأمر الحل ، ولا دليل على خلاف ذلك فيما نعلم ، والله ولي التوفيق . ” فتاوى علماء البلد الحرام ” ( ص 1793 ) .

مګر که مرغان او حيوانات بندي کړ شي او هغه ته خوراک او څښاک ور نه کړ شي سخته ګناه او د انسان هلاکت دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : دخلت امرأة النَّارَ في هرة حبستها لا هِيَ أَطْعَمَتْهَا وَسَقَتْهَا وَلا هِيَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ  (البخاري ) .

يوه ښځه په دې وجه دوزخ ته داخله شوی وه چې پشۍ يې بندې کړی وه هغه ته يې نه خوراک او نه څښاک ورکولو او نه يې ازادوله تر څو د حشراتو او د ځمکې له شيان خپل ځان تغذيه کړي چې بلاخره له لوږې مړه شوه .

او ددې لپاره ساتل یې چې هغه له نورو مرغانو سره وجنګوي حرام او سخته ګناه ده ، تفصيل دلته ولولئ :

و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟