د الله پر دوښمنانو باندې د بري اسباب ( لومړی برخه)

د اسلام او مسلمانان پر دوښمانو باندې د کاميابۍ او نصرت اسباب په لاندې ډول دي :

۱– ايمان او صالح عمل :

الله (جل جلا له) د مؤمنانو سره پر خپلو دوښمنانو د ښکاره نصرت او مرستې وعده کړې ده :

لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ ، يَوْمَ لاَ يَنفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ (۵۱-۵۲ غافر ) .

ژباړه : يقيناً چې مونږ به خپلو رسولانو او مؤمنانو سره په دنيوي ژوند او هغه ورځ هم مرسته وکوو چې شاهدان ودريږي ، په هغه ورځ به د ظالمانو عذر غوښتنه هيڅ ګټه هغوی ته ونه کړي . له رحمت نه لري او ډير بد کور به يې په برخه وي .

 وقال الله تعالى: وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا… (النور ۵۵ ) .

ژباړه : الله پاک د ستاسې له هغو کسانو سره چې ايمان يې را وړی او نيک کارونه يې کړي وعده کړی ده چې خامخا به يې په ځمکه کې همغه شان خليفه ګان وګرځوي لکه چې د دوی نه وړاندې خلک يې ګرځولي وو او هغه دين به يې په پښو ودروي چې الله ورته خوښ کړی دی او ډار به يې په ډاډ بدل کړي ، هغوی به زما عبادت کوي او له ما سره به هيڅ نه شريکوي .

۲- د الله جل جلا له  (جل جلا له) د دين مرسته  :

پر دوښمانو باندې د بري تر لاسه کولو يو عظيم او ستر سبب د الله تعالی د دين نصرت دی يعنې د دين د قيام د پاره اعتقاداً ، عملاً او د دعوت او جهاد په لاره کې کوښښ اوهلي ځلي کول ، لقوله سبحانه وتعالی :وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ 40 الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ (۴۰-۴۱ الحج ) .

ژباړه : او الله به خامخا د هغوی کسانو ملا وتړې چې د هغه د دين ملاتړي وي بيشکه چې الله ډير توانا او په هر څه برلاسی دی .دا همغه خلک دي چې که مونږ واک ورکړو په ځمکه کې نو لمونځ دروي ، زکات ورکوي او امر کوي په نيکيو او منع کوي له بديو او د ټولو کارونو پای خاص لپاره د الله دی .

 وقال تعالى: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ، وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ (۷-۸ محمد ) .

ژباړه :ای مؤمنانو ! که تاسې د الله د دين ملاتړ وکړئ هغه به ستاسې ملاتړ وکړي او تاسې به ثابت کړي (په دين کې ) پښې به مو کلکې کړي ، او کوم کسان چې کافران دي هلاکت يې په برخه دی او الله يې عملونه باطل کړي دي .

۳- پر الله تعالی توکل او د اسبابو کارول :

په الله جل جلا له باندې توکل کول د نصرت ستر عامل دی ، لقول الله تعالی : وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (امائده ۱۱)

ژباړه : او بايد چې مؤمنان يوازې پر الله توکل وکړي .

وقال سبحانه: إِن يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ (آل عمران ۱۶۰ ) .

ژباړه : که الله ستاسې ملاتړ وکړي نو هيڅکله پر تاسې نه شي برلاسه کيدای او که الله پاک مو پرېږدئ نو څوک دي چې د الله له پريښوولو وروسته ستاسې مرسته وکړي ؟ نو بايد چې مؤمنان يوازې پر الله پاک توکل وکړي .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي ((لو أنكم كنتم تَوَكَّلُون على الله حق توكله، لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصًا وتروح بطانًا))( ابن ماجه ، الترمذی او احمد )

ژباړه : که تاسې پر الله داسې توکل وکړي چې حق او رښيتنی توکل وي ، نو تاسې ته به داسې زرق درکړي لکه د هوا مرغانو ته يې چې ورکړی دی سهار خالي نسونه او بيګا ډکې ګيډې .
د توکل ارکان :

د توکل دوه ستر ارکان دی : اول : پر الله تعالی اعتماد .

دوهم : د مشروع اسبابو کارول . لقوله سبحانه و تعالی :

 وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ (الانفال ۶۰ ).

ژباړه : او تاسې تر خپلې بشپړې وسې ډير زيات توان او زين کړي آسونه د کافرانو د مقابلې لپاره تيا کړئ تر څو پرې د الله دښمنان ، خپل دوښمنان او نور هغه دوښمنان و ډاروئ چې تاسې لا نه پيږنئ . بلکي الله يې ښه پيږني او څه مو چې د الله په لار کې مصرف کړل نو بدل به يې پوره در کړای شي او تاسې به هيڅ تيری نه کيږي .

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ((اعقلها وتوكل)) (الترمذی ) .

يعنې لومړی عقل او فکر څخه کار اخلئ بيا توکل کوئ .

۴- د خپلو مسئولينو او ماتحتو سره مشوره کول :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به له خپلو صحابه کرامو سره مشوره کوله لکه څنګه چې الله پاک هغه ته حکم کړی دی :فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ … (آل عمران ۱۵۹ ) .

ژباړه : د الله پاک مهرباني وه چې ته مؤمنانو ته نرم شوې . که ته بدخويه او سخت زړی وای نو دوی به ستا له چاپير څخه خواره واره او تيت پرک شوي وای نو ته عفوه ورته وکړه ، بښنه ورته وغواړه او په کار کې ورسره مشوره وکړه .

وقال سبحانه: وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ (الشوری ۳۸ )

ژباړه : او خپل مينځې کارونه يې په مشوره دي .

موقع صيدالفوائد

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.