د الله تعالی کومک او ساتنه

له ابى عباس عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې وايي: «کُنْتُ خَلْفَ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم يَوْماً فَقَالَ لِي يَا غُلاَمُ، إِنِّي أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ: احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ اللهَ، وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ، وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَو اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ لَكَ، وَإِنْ اجْتَمَعُوا عَلَى أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَقْلاَمُ وَجَفَّتِ الصُّحُفُ»([1]).

او د ترمذي په روايت کې راغلي : «احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ أَمَامَكَ، تَعَرَّفْ إِلَى اللهِ فِي الرَّخَاءِ يَعْرِفْكَ فِي الشِّدَّةِ، وَاعْلَمْ أَنَّ مَا أَخْطَأَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُصِيْبَكَ، وَمَا أَصَابَكَ لَمْ يَكُنْ لِيُخْطِئَكَ، وَاعْلَمْ أَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ، وَأَنَّ الْفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ، وَأَنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً».

ژباړه: يو ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم شاته (په سورلی سپور) وم ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ای ځوانه ! زه تا ته څو کلمې زده کوم : الله پاک ياد ساته څو الله پاک تا ياد وساتي ، الله تعالی ياد ساته څو هغه د ځان پر وړاندې و مومې ، هر کله دې چې څه حاجت لرلو له الله تعالی څخه يې غواړه ، او کله دې چې کومک غوښت له الله تعالی څخه يې غواړه .

او په دې باندې يقين ولره چې که ټول امت جمع شي څو تا ته څه ګټه ورسوي ، ( تا ته ) د ګټې رسولو توان نلري مګر هغه څه چې الله پاک د تا لپاره ليکلی وي .

او که ټول امت جمع شي څو تا ته څه ضرر او زيان ورسوي ، ( تا ته ) د زيان رسولو توان نلري مګر هغه زيان چې الله پاک د تا لپاره ليکلی وي .قلمونه پورته شوې او ليکنې وچې شوې دي .

او په بل روايت کې راغلي : الله تعالی ياد ساته څو هغه د ځان پر وړاندې و مومې ، د آسانۍ په وخت کې الله تعالی وپيژنه څو په سختی کې تا وپيژني ، او په دې باندې يقين ولره چې څه تا ته رسيدونکي نه وي هغه تا ته نه رسیږي او په دې باندې يقين ولره چې څه د تا لپاره وي ممکن نه ده چې هغه دې تا ته ورنه رسيږي او په دې باندې هم پوه شه چې د الله تعالی مدد د صبر سره دی او د هرې سختی او مشکل سره حل ده او د هرې سختۍ سره آساني ده .

تشريح :

قول د « وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَو اجْتَمَعَتْ عَلَى أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيْءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إِلاَّ بِشَيْءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ لَكَ » مطلب په قدر باندې ايمان لرل دي چې خير او شر ټول د الله تعالی د جابنه دي .

قول د « وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ » مطلب دا چې مدد غوښتل به یوازې له الله تعالی څخه وي .

د استعانه او استغاثه تر مينځ څه فرق دی ؟

اول – استعانه او د هغې اقسام :

استعانه مدد غوښتلو ته وايي چې لاندې اقسام لري :

۱- د الله سبحانه وتعالی څخه مدد غوښتل چې بنده د خپل رب سبحانه وتعالی څخه په خشوع او خضوع سره مدد غواړي او دا مدد غوښتل عبادت دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ] (خاص تاته عبادت کوو او خاص له تا څخه مرسته غواړو ) ، او دا عبادت صرف الله تعالی لره دی .

۲- د الله سبحانه وتعالی د مخلوق سره مشروع مدد کول يا د هغوی نه مدد غوښتل لکه : د خپل مسلمان ورور سره د خير ، مشروع او مباح کار کې مدد کول او يا د هغه څخه د خير او مشروع کار کې مدد غوښتل کوم چې د بنده پر وس پوره وي چې دا کار موجب د خير او ثواب دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى] (المائده) .

ژباړه: په نيکی او پرهيزکاری کې يو له بله مرسته وکړئ .

مګر د شر او ګناه په کار کې يو د بل سره مدد کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی: [ وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] (المائده) .

ژباړه: او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانۍ په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .

۳- د حاضر مخلوق سره په داسې کار کې مرسته کول کوم چې د انسان په وس پوره نه وي باطل او لغو دی لکه : د يو شي پورته کول چې زيات ثقيل وي او پورته کول يې د انسان له وس څخه بهر وي .

۴- د نيکو اعمالو په وسيله د الله تعالی څخه مدد غوښتل ، لقوله سبحانه وتعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ] (البقرة:۱۵۳).

ژباړه: ای مؤمنانو ! په صبر او لمانځه سره کومک وغواړئ بې شکه چې الله پاک د صبر کوونکو سره دی .

۵- د مړو څخه مدد غوښتل او همدارنګه د غايب ژوندې څخه مدد غوښتل شرک دی ولي شرک دی ؟

ځواب : ځکه چې د مړي څخه مدد غوښتل دا معنی لري چې هغه العياذ بالله حاضر او ناظر دی او د دعا کوونکي غږ اوري چې دا هيڅ اصل نلري او شرکي عقيده ده او دا هماغه د جاهليت د وخت د بتان عبادت ته ورته شرکي عبادت دی .

همدارنګه د ژوندې غايب کس څخه مدد غوښتل چې مدد غوښتونکی په يو ښار کې وي او شيخ يا پير يا ولی يا بل کس پر بل ښار کې وي او د ده مدد او کومک ته هيڅ لاس رسی نلري نو د دغه غايب کس څخه مدد غوښتل دوې معناوې لري .

الف ) : هغه کس العياذ بالله متصرف ګڼې چې دا عقيده لرل شرک دی .

ب ) : هغه کس د ولايت څښتن ګڼې چې ولايت د ولي په اختيار کې نه وي او نه هم په غيبو پوهيږي چې د ده په احوالو پوه شي چې دا ډول اعتقاد لرل شرک دی .

استعاذه (پناه وړل ) :

استعاذه پنا غوښتلو ته وايی چې لاندې اقسام لري :

۱- د هر قسم شر او آفت او همدارنګه د شيطان د وسواسو څخه پر الله سبحانه وتعالی پنا غوښتل ، لقوله سبحانه وتعالی :[قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ ، مِن شَرِّ مَا خَلَقَ…] .

ژباړه : (ووايه ای محمده !) زه د تيارو څيروونکی سهار په رب پناه غواړم ، د هغه د ټولو پيدا کړو څيزونو له شر څخه .

او الله تعالی فرمايي:[وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ] (الأعراف: 200).

ژباړه : او که د شيطان له لورې کومه وسوسه درته را وړاندې شوه نو له الله پاک نه پرې پنا وغواړه .

۲- د الله سبحانه وتعالی په عظمت او کلمات د هر شر څخه پر الله تعالی پنا غوښتل ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: کله چې څوک کور کې واړوي دا کلمات دې وايي: «أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق، لم يضره شيء حتى يرتحل من منزله ذلك» (رواه مسلم).

ژباړه : پناه غواړم د الله تعالی په تامهء کلماتو له هغه شر څخه چې پيدا شوی دی ، هغه ته به څه شی ضرر ونه رسوي تر څو د هغه کور څخه کډه وکړي .

۳- ژونديو ته پنا وړل چې هغوی د پنا اخيستلو توان ولري داسې کول جايز دي ،لکه د ژونديو څخه مرسته غوښتل لکه : الله سبحانه وتعالی چې په قصه د موسی عليه السلام کې فرمايي : [فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِن شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ..] (القصص :15) .

ژباړه : په هغه چا چې له دوښمنانو څخه يې وو د کومک غوښتنه وکړه ، موسی دوښمن يو سوک وواهه او د هغه کار يې پوره کړ .

۴- په پيريانو او يا مړو او غائيبو باندې پنا غوښتل شرک اکبر دی او ددې عنوان اصلی مقصد همدا قسم استعاذه ده .

د جاهليت په زمانه کې به انسانانو پيريانانو ته پنا وړله چې قرآنکريم يې داسې حکايت کوي :

: [وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا] (الجن: 6).

ژباړه : او د انسانانو ډيرو سړيو د پيريانو له ډيرو سړيو څخه پناه غوښتله نو په دې کار يې د پيريانو غرور ، ظلم او ګناه لاپسې زياته کړه .

پيريانو ته پنا وړل ، همدارنګه غايب پير او مړي ته د شر او ضرر څخه پنا وړل داسې چې ای پيره ! تا ته د دې شر څخه پنا وړم ته زما د مدد لپاره را ورسيږه او د هغه متصرف ګڼل او همدارنګه په کوم مړي باندې پنا غوښتل او د هغه نه د شر او ضرر د دفعې لپاره مدد غوښتل شرک اکبر دی .

د غائب پير ، شيخ او بل کس نه مدد غوښتل او هغه ته خيالي پنا وړل د هغه د متصرف ګنلو په مقصد دي او همدارنګه د مړو څخه سوال او مدد غوښتل د غير الله څخه مدد او غير الله ته پنا وړل دي چې نه هغوی د چا غوښتنې اورې او که يې واوري هم د چا غوښتنې پوره کولای نشي .

لقوله سبحانه وتعالی :[ قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنْكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا] (اسراء ( 56.

ژباړه : (ووايه ای محمده !) چې هغه خدايان مو رابولئ چې تاسې د الله نه پرته پرې د خدای ګمان کوئ له هغوی سره واک نشته چې تاسې نه سختي او ضرر لرې ، او يا يې مخه پر بل لور واړوي .

او د مړو د عبادت په باره کې فرمايي:[ إِنْ تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُوا دُعَاءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُوا مَا اسْتَجَابُوا لَكُمْ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُونَ بِشِرْكِكُمْ …](فاطر: 14).

ژباړه: که تاسې را وبولئ نو ستاسې بلنه نه اوري ، او که وايې وري هم نو ستاسې غوښتنې نشي پوره کولای . او د قيامت په ورځ به ستاسې له شريک نيولو څخه انکار هم وکړي .

قول د « وَاعْلَمْ أَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ، وَأَنَّ الْفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ، وَأَنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْراً » د مسلمان لپاره تنبه ده چې په دنيا کې په هر انسان باندې د ازمايښت او امتحان لپاره مصيبوتونه نازليږي خو کاميابې او نجات په صبر کې دی .

الله تعالی فرمايي :[ وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ 155 الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ، أُولَـئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَـئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ] (البقره :۱۵۵،۱۵۶ ) .

ژباړه: مونږ به هرو مرو تاسې په ډار ، لوږې د مالونو ، ځانونو او د ميوو په کموالي وازمايو . زغم کوونکو ته زېری ورکړه ، هغوی چې کله کوم مصيبت وروسيږي وايي چې : مونږ ټول د الله يو او مونږ ټول بيا هغه ورګرځو . پر دا وړ خلکو د دوی د رب ډېرې پيرزوينې او مهربانۍ دي او هم دوی د روغې او سمې لارې مينونکې دي .

[1]– رَوَاهُ الْتِّرْمِذِيُّ وَقَالَ: حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ.

شرح ابعين النوويه / ابن سابق رحمه الله

…………………………………………………………………………………………………………………………………………

که تاسو غواړئ چې علمي او تحقیقاتي لیکنې او مقالې مو په دعوت نیوز کې خپرې شي نو لاندې لینک کیکاږئ او مونږ ته په انلاین بڼه خپله لیکنه را واستوئ؛

https://dawatnews.com/submit-article/

شرعي پوښتنه:

که کومه شرعي پوښتنه لری دمهربانی له مخې لاندې فورم ډک کړی او خپله پوښتنه ثبت کړئ.

https://shorter.me/75WZr

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟