د امام ابی حنيفه رحمه الله دليل :
يو ملحد د ابو حنيفه رحمه الله څخه د الله تعالی د وجود او خلقت دليل و غوښتلو ، ابو حنيفه رحمه الله ملحد ته وويل : مخکې له دې چې مسئلې ته ور داخل شو ته ما ته ووايه چې :
يو کښتۍ ( چې د هغې تختې خود به خود له ونو څخه جلا کيږي او پخپله کښتۍ ورڅخه جوړيږي او بيا خپله باريږي ) په وسائلو بار بېړۍ د کوم چلوونکي پرته د درياب په سختو موجونو کې حرکت کوي او په سمه توګه خپل مقصد ته رسيږي ( او پخپله خالي کيږي او بيرته ځي ) .
د الله تعالی د وجود څخه منکر (ملحد) وويل : داسې کېدل نا ممکن دي او دا هيڅ عاقل نشي منلای ، ابو حنيفه وويل : افسوس ستا په حال ، ته چې دا مني چې يو کوچنۍ کښتۍ د کښتۍ چلوونکې پرته حرکت نشي کولای نو څنګه د ځمکې او آسمانونو موجودات چې د حکمت څخه ډک دي پيدا کوونکی او اداره کوونکی نلري ؟ ايا ددې ستر جهان موجوديت د الله تعالی پرته څنګه ممکن وي ؟
ملحد سکوت او بې ځوابه شو ، حق ته تسليم شو او د امام په وسيله يې ايمان راوړ .
(مناقب ابی حنيفه للمکي ، شرح العقيده الطحاویة ) .
دليل امام مالک رحمه الله :
د امام مالک څخه چا د الله تعالی د وجود دليل وغوښتلو هغه په ځواب کې وويل : د ژبو او غږونو اختلاف .
و ګورئ په نړۍ کې څومره ژبې دي او څومره انسانان ؟ خو په ژبو کې يې فرق دی . او د هر انسان غږ د بل د انسان د غږ سره فرق لري .
(تفسير الرازي جـ2 صـ334)، (معارج القبول لحافظ حكمي جـ1صـ78).
دليل امام شافعي رحمه الله :
د شافعي څخه ځينو ملحدينو پوښتنه وکړه چې څه دليل لري چې د مخلوق پيدا کوونکی الله تعالی دی ؟
شافعي وويل : تاسې دا قبلوئ چې د توت د پانې رنګ ، بوی او خوند يو شان دی ؟ هغوی وويل : هو
شافعي ورته وويل : پس دا د توت پاڼې چنچۍ خوري وريښم ورڅخه وځي او د شاتو مچۍ يې خوري شات ورڅخه وځي او پسه يې خوري پچې ورڅخه وځي نو دغو شيانو ته دا خاصيت چا ورکړی حال دا چې يوه ګياء ده؟ نو هغوی قبوله کړه او د هغه په لاس يې ايمان راوړ او د هغوی شمير (۱۷) کسان وو .
؛ (تفسير الرازي جـ2 صـ333)، (معارج القبول لحافظ حكمي جـ1 صـ78).
دليل امام احمد رحمه الله :
د احمد څخه چا د الله تعالی د وجود په باره کې پوښتنه وکړه هغه ورته وويل : د هګۍ څخه د چرګوړې وتل چې نه کومه لاره لري او نه هم دروازه ، د ننه خوا څخه يې پر خپله موښوکه سوروي يو ليدونکی او اورېدونکی او د ښکلي صورت حيوان ورڅخه وځي .
(معارج القبول لحافظ حكمي جـ1صـ78).
د ملحد د عقل تول :
د حق څخه د ملحد د عقل او انکار مثال داسې دی لکه چې په لاره يو کس تير شوی وي او د قدمونه نښې يې موجودې وي نو دا نښې د انسان په ترېدو دلالت کوي خو ملحد وايي زه دا نښې نه منم ځکه ما په دغه لاره د انسان ترېدل نه دي ليدلي . يا په غره باندې څه مخکې باران شوی وي او لمد وي چې لمدېدل د باران نښه ده خو ملحد وايي نه لمدېدل نه منم ځکه ما باران نه دی ليدلی .
د الله تعالی د وجود څخه د دوی انکار همداسې دي چې د الله تعالی د قدرت د ټولو نښو او اثارو څخه
ای ملحده !
آیا ته خپل عقل وينې ؟ پخپل بدن کې دې روح وينې ؟ سليم عقل نه
نه کله چې ته د الله تعالی روح نشي ليدلای نو الله تعالی به څنګه وويني .
(کتاب ردود علماء المسلمين علی الشبهات الملحدين ) .
و بالله توفيق