د دعوت نیوز چلونكو لمړى خپل سلامونه اونېكې هيلې ستاسې درانه خدمت ته وړاندي كوم اودلوى خداي څخه درته د لا برياوو هيله كوم
دسلام له وړاندې كولو وروسته هيله كو لاندي پوښته راته ځواب كړي.
۱- په لمانځه كي دهر ركعت په شروع كي د بسم الله ويل څه حكم لري او كه وه نه ويل شي لمونځ څنګه كېږي.
2 – په ډكو ركعتونو كي له سورة فاتحي وروسته دسورت په شروع كي بسم الله ويل كېږي اوكه نه ځكه له يو مولوي صاحب څخه مې واوريدل چې
كه دسورت سر وي ويل يې ضروري دي او ما تردې مخكي له هيچا څخه دا نه وو اوريدلي هيله ده پدي هكله راته پوره او په تفصيل سره ځواب راكړي
پرويز حقپال له كاپل څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحیم
تنها لمونځ کونکي د پاره د هر رکعت په شروع کې بسم الله الرحمن الرحيم ویل سنت دی (فقه میسر- فقه اسلامې – کفايت المفتي ) .
د (بسم الله الرحمن الرحيم ) په اړه زمونږ د مذهب (احنافو ) نظريه دا ده چې بسم الله د قرآنکريم يو آیت دی او د سورتونو د فصل يا جدايی د پاره نازل شوی دی ، نو نه د فاتحه جز دی او نه هم د کوم بل سورت جز دی بلکې يو ایت دی د قرآنکريم له آيتونو څخه .
او د بسم الله ويل د الحمدلله او بل سورت په مينځ کې سنت نه دی علامه شامی رحمه الله همدې قول ته ترجيح ورکړی ده ، البته ویل يې باک نه لری .
و فى الدر:
“و لا تسن بين الفاتحة و السورة مطلقاً و لو سرّية، ولا تكره اتفاقاً… و هى آية واحدة من القرآن كلّه انزلت للفصل بين السور فما فى النمل بعض آ ية اجماعاً و ليست من الفاتحة و لا من كل سورة فى الاصح).
نقل فی فتاوي المحمودی حنفي .
د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :
د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:
Support Dawatnews Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162