خبيث الحاد او سيکولرزم پر مسلمانانو او اسلامي ټولنه باندې زيات بد ديني او دينوي اثرات کوي چې ځينې يې په لاندې ډول دي :
۱- د حکومت او د ژوند د ټولو حالاتو څخه د اسلامي شريعت (حکم بما أنزل الله) له مينځه تلل او د هغه پر ځای د کفري ساختګي قانون تحکيم .
۲- د اسلامي شريعت د قيام او بقاء لپاره د هر ډول هڅو او حرکت ځپل او بدنامول.
۳- په تعليمي نصاب او درسي موادو کې د الحادي ، سکولار او غربي ډيموکراسۍ د مطالبو ځای پر ځای کول او ددې لارې په نوي نسل کې د الحاد خپرول .
۴- د جهاد في سبيل الله له فرضيه څخه انکار کول .
۵- سمت پرستۍ ، ژب پرستۍ او قوم پرستۍ ته دعوت او د مسلمانان تر مينځ په هره ممکنه لاره اختلاف او تفرقې جوړول .
۶- د اسلامي دعوت پر وړاندې د جنګ اعلان
هغه دعوت چې د دوی الحادي او کفري افکارو او عقائدو ته خطر وي .
۷- ارتداد او بي دینی ته په پوره اهتمام دعوت کول .
۸- په ټولنه کې د سکون او قلبي اطمنان له مينځه تلل :
[ وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى ] (طه: 124).
ژباړه : او چا چې زما له ياد څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو .
۹- په ټولنه کې د فساد او بد اخلاقي خپرول او په دې سره د کورني نظام او ټولنې پاشل او د عادلانه نظام او عادلانو اقتصاد له مينځه وړل .
۱۱- فردي ژوند :
د خپلوي ، د بل سره کومک ، شفقت او رحم ، مينه او علاقه ، د مشرانو احترام او پر کشرانو ترحم په کلي ډول له مينځه تلل ، حال دا چې اسلام په دې باره کې ډير تينګار کړی دی .
۱۲- يو د بل په سر ، مال او عزت تيری کول : د غرب د ټولنې او د دوی لخوا اشغال شويو هيوادونو حال له چا څخه پټ نه دی چې هلته روزمره څومره جرائم تر سره کيږي .
۱۳- خودکشي او ځان وژنه :
خودکشي او ځان وژنې ته ميلان چې دا د فقر او بې وسۍ په سبب نه بلکي د ټولو امکاناتو سره سره دوی قبلي اطمنان او سکون نلري نو ځکه د غم پر وړاندې صبر نلري او داسې کار ته لاس اچوي .
۱۴- د انتقام اخيستلو اراده : د ټولنې په وګړو کې زيات حسد او کينه او يو د بل څخه نفرت کول .
په هره ټولنه کې چې اسلامي نظام او شريعت حاکم نه وي د هغوی ژوند به د ليوانو په څير وي چې يو له بله په خوف او وېره کې وي ، امن او سکون به نه وي .
۱۵- الهي قهر او غضب .
(رسائل محمد بن إبراهيم الحمد في العقيدة ـ: صـ33: 31).
) العلمانية وخطرها على المسلمين/ سليمان ابراهيم صيد الفوائد).