د افغان طالبانو یو مهم تن محمد عمرجان اخوندزاده په کوټه ښار کې وژل شوی

کوټه / واشنګټن — په افغانستان کې د واکمنو طالبانو یو مهم تن او د دوی د کره کتنې د ادارې غړی مولوي محمد عمرجان اخوندزاده د بلوچستان په کوټه ښار کې په ډزو وژل شوی دی خو د وژنې ذمه واري یې لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.nnnدیني عالم عمرجان اخوندزاده د کوټې ښار شمال لوېدیځ لور ته په «نوي کلي» نومي سيمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو وژل شوی دی. د طالبانو مهمو مشرانو په تېرو شاوخوا دېرشو کلونو کې په کوټه ښار او شاوخوا سیمو کې ژوند کړی دی.nnnد نوي کلي پوليس تاڼې مشر يا ايس ايچ او نعمت الله خلجي وي او اې ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل، “مولوي عمر جان صاحب له خپلې مدرسې د خپل کور لوري ته روان وو چې بېګا د شپې وژل شوی او پر سينه دوې ګولۍ  لګېدلی وو”. nnnnد مولوي عمر جان د وژنې ذمه واري کوم چا نه ده منلې. تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د تېر افغان حکومت په مهال د طالبانو مشران وژل شوي خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی یو مهم کس په دې صوبه کې وژل شوی دی.nnnد طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د عمرجان وژنه غندلې او دا يې “ستر جرم” بللی دی. مجاهد د جمعې په ورځ پر پخواني ټويټر اوسني ايکس پاڼه د هغه د وژنې ځای نه دی ښوولی خو ليکلي یې دي:nnn”د هېواد جید دیني عالم، د اسلامي امارت د کره کتنې ادارې عضو او د کندهار د جهادي مدرسې استاذ شیخ الحدیث محمد عمرجان اخندزاده په شهادت ورسید. د افغانستان اسلامي امارت دغه واقعه د هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې علمي ضایعه بولي”.nnn nnnnnد نوي کلي د پوليس د مشر نعمت الله خلجي په خبره د مولوي عمر جان کورنۍ د هغه د نيکه له وختونو دلته په نوي کلي کې اباده ده او دلته د «مليزي جومات» په نامه د خپل مسجد امامت یې کاوه، وايي په ياد جومات کې د هغه نيکه، پلار او اوس دی خپل امام وو.nnnد نوي کلي يو اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې مولوي عمر جان يې له نیژدې پېژانده او د هغه په امامت کې يې د هغوی په جومات کې لمونځونه ورپسې کړي دي.nnnد ايس ايچ او په وينا د مولوي عمر جان د وژنې مقدمه يې د هغه د زوی فضل حنان په مدعيت کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې ده:nnn”د مولوي صاحب جسد افغانستان ته د هغه پلرنۍ هدیرې ته يووړل شو، هلته يې ماته کلی کور معلوم نه دی چې دوی د کوم ځای دي”.nnnد يادې پېښې په اړه مو په کوټه کې په افغان کونسلګرۍ کې  د افغان طالبانو له استازو سره د ټيليفون له لارې حال وکړ خو د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم ځواب ونه ويل شو.nnnد بلوچستان حکومت ايالتي ترجمان شاهد رند هم د دې پېښې په اړه د وي او اې ډیوه ټیلیفون ته ځواب نه دی ويلی.nnnدا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې د افغان طالبانو مهم کس وژل کیږي، د 2013م کال په دسمبر کې د طالبانو دوه لوړپوړي مشران ملا نورالله هوتک او ملا عبدالمالک هم په کوټه کې وژل شوي وو.nnnله هغه وروسته د 2014م کال په جنورۍ کې هم په کوټه ښار کې د افغانستان د علماوو د شورا مشر او د طالبانو ملاتړى عالم شيخ عبدالله ذاکري وسلوالو کسانو په ډزو وژلی وو.nnnد مولوي عمرجان اخوندزاده د وژنې خبر په داسې وخت کې راځي چې د پاکستان او د افغان طالبانو تر منځ د تحریک طالبان پاکستان او پر ډیورنډ کرښه د شخړو له کبله له تېرو دوو کلونو راهيسې اړیکې ښې نه دي.nnnپه افغانستان کې د تحريک طالبان د وسلوالو د شته والي او بيا له هغه ځايه په پاکستان کې د ناامنۍ په پېښو کې د لاس لرلو تورونه پاکستان لګوي خو افغان طالبان بيا وايي چ تحريک طالبان د پاکستان خپله داخلي مسئله ده او دوی دې دا ستونځه په خپلمنځي مذاکراتو حل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟