د دسمبر میاشت د امریکا مریلنډ کې ساړه د انسان له هوډکیو پورې وورې وځي. ماښام ناوخته دی. شېبه له موټره کوز شوم. ژامې مې وکړپېدې. بېرته موتر ته کېناستم. د ماښام له لوري زده کوونکیو ته په لېسه کې ځانګړی پروګرام و. څانګه مې له ښوونځي راواخېسته. راته يې وویل:
– زما ملګرې ده، غواړي په مارچ کې مسلمانه شي؟
– په مارچ کې ولې؟ ولې اوس نه مسلمانېږي!
– اوس کرېسمس دی، بيا نوی کال دی، نه غواړي مور و پلار، نیکه او نیا او خپلوان يې خوابدي شي.
– ښه، خدای دې خیر پېښوي.
په موټر کې نرمه موسقي چالانه ده، د ارواښاد استاد اولمیر سندره ده د ذهن تخڼوي:
سوز د مينې مې قلم راپاوري
ولولې مې دم په دم راپاوري
د سندرو غږ ورو دی او په همدې ورو ورو سندره کې څانګې خبرو ته ادامه وکړه. او ويې ویل: بلې نجلۍ چې لا اتلس کلنه نه ده، او غواړي مسلمانه شي، راڅخه ويې پوښتل چې مور دې د جمعې لمانځه ته ځي؟ ما ورته وویل: هو. هیله يې راڅخه وکړه چې مور ته دې ووایه: ما هم د جعمې لمانځه لپاره جومات ته بوځي.
څانګې زیاته کړه: څه ورته ورته ووایم؟
پوښتنې راوټوکېدې! په ځواب کې لږ ځنډنی شوم. راته کړل يې؟ ولې خپه شوې!
نه یم خپه، فکر کوم. دا خو ډېرې نجونې او مېرمنې مسلمانېږي.
هو، موږ مسلمان نجونې او هلکان په ښوونځي کې د مسلمانانو کلب لرو. په ښوونځي کې د جعمې ورځې لمونځ کوو. یو کس مخکې شي او د جمعې خطبه ووایې او بيا لمونځ وکړو.
لږ په اندېښنه کې شوم چې څانګه اوس د افغانستان په اړه راڅخه پوښتنه و نه کړي. بيا مې وې، د افغانستان په اړه خو به دوی خامخا بحث کوي. نجونې، ښوونکي، او زده کوونکي ټول به خبرې کوي.
څانګې بېرته د خبرو لړۍ راونیوله او زیاته يې کړه: په اوسني عصر کې مېرمنې د اسلام په خپراوي کې له نارینه وو ډېره ونډه لري. بل اړخ ته نارینه، ان ممکن، لکه د افغانستان اوسني واکمنان له اسلامه د خلکو زړه توروي.
ويې خندل او ويې ویل: پلاره تا مه خوابدی کېږي. تا نه یادم. بلکې هغه یادم چې د اسلام غلطه بڼه نورو ته وړاندې کوي.
د افغانستان نوم چې یاد شو. زړه مې وښويېد، مرۍ مې وچه شوه، وټوخېدم. لا مې چې خبرې ته ځان راجوړاوه، راته يې وویل:
په قرآن کې هغه څه نه شته چې ط ا ل ب يې وايي. موږ قران وايي. ډېری زموږ همدا پوښتنه کېږي چې ط ا ل ب خو ښځې له اساسي او لومړني حق څخه بې برخې کوي او تاسې بيا د اسلام په اړه خبره کوئ او بیا نور څوک مسلمانېږي.
ښه، نو دغه مسایلو تاسې ته ستونزې نه پیدا کوي!
البته؛ چې، پیدا کوي يې. ځينې خلک ټکني شي او د ط ا ل ب خبره د اسلام خبره ګڼي. خو له موږ سره قرآن دی او خبره د قرآن ورته کوو. ط ا ل ب انسان دی او خبره يې د خپل فکر او ذهن ده، نه د قرآن او اسلام.
څانګه په خندا شوه، او زیاته يې کړه: خبره راڅخه بل لوري ته لاړه. نو خبره مې دا کړه چې بلې نجلۍ ته څه ووایم چې مور مې هغه د جمعې لمانځه ته بېولی شي.
– نه، هغه کشره ده. له خپل مور و پلار له اجازې پرته چېرې نه شي تللی. مور دې له نورو سره په جنجال مه کښېباسه. ورته ووایه چې له خپلو والدینو سره خبره شریکه کړه.
– والدین خو يې عیسویان دی. هغوی نه غواړي چې لور يې جومات ته لاړه شي.
ورته مې ووې: ښه خبره به دا وي چې اوس دې تر قانوني سن پورې د اسلام په اړه خپلې مطالعې ته ادامه ورکړي.
– سمه ده.
د استاد اول یوه سندره په بله پسې راځي:
که زما مینه په تا ده، خطا نه ده
که بې تا ده ناروا ده، روا نه ده
څانګې ناڅاپه راڅخه پوښتنه وکړه: دا د چا شعر دی.
د رحمان بابا
ښه، شعر دی، نیا مې د رحمن بابا شعرونه وايي. د رحمن بابا شعرونه يې خوښېږي. داسې ښکاري چې دا کلاسیکه شاعري ده او د نیا مې کلاسیکه شاعري خوښېږي. رښتیا کلاسیکه شاعري او کلاسیک متون درانه او سخت وي. په انګريزي کې هم همداسې دي. نیا مې تکړه ده. په اتیا کلنۍ يې هم حافظه ده، ډېری شعرونه يې په یاد دي.
دا یوازې د یوې ورځې یوه ښوونځي خبره ده. د نورو ښوونځیو، پوهنتونو، دفترونو کېسې موږ تل تر خپلو منځو کوو. ستونزه د افغانستان په ځینو نارینه وو او په ط ا ل ب کې ده. که دوی دغه کړه وړه نه واي، ممکن اوسنی د نړۍ اوسنی حالت داسې نه وای.
زموږ مجلس دوام لري او د سندرو د زنځیرۍ کړۍ قمرګل ته ورسېده:
چې مې مینه خدای په تا باندې پیدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه.
…………………………………………………………………………………………………………………………………………………………
یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د نن ټکی اسیا توافق ورسره شرط نه دی.
Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website
عزیزان گرانقدر:
لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.
جزاکم الله وخیراً!