د اسلام ټولنيز عدالت انګلسي ښځه مسلمانه کړه

يوې انګليسې لوبغاړې د اسلام راوړلو دليل د اسلام ټولنیز عدالت وباله .

نوې مسلمان شوی انګلسي لوبغاړې وويل زما د هدايت سبب او دا چې زه يې د اسلام په طرف مايله کړلم د اسلام ټولنيز عدالت ؤ کوم چې په مسلمانانو کې يو بنسټيز رول لري او بلاخره زه هم ددې عدالت د لويې قوې يو جز شوم .

دغه انګلسي لوبغاړې په ۱۹۹۰ کال کې د حسن او حساسيت په فلم کې رول لوبلې ؤ مګر هغه اوس په اسلامې حجاب کې د تلويزيون په مختلفو خپرونو کې په ټولنه کې د يوې مسلمانې ښځې په توګه ځای لري .

د نوموړې ښځې مسلمانيدل ځکه د انګلسانو د زياتې توجه وړ ګرځيدلی چې نوموړې ښځې له وړوکتوب څخه په فلم کې کار کولو او په ټولنه کې يې شهرت لرلو.

مريم فرانسوا په يوه تلويزيوني خپرونه کې چه د فاکس نيوز شبکې خپور کړ وويل :

ددې ډير عوامل ؤ تر څو زه پخپل ځان کې تغير راولم يو دهغې عواملو د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند مطالعه ؤ چې زه يې ددې حقيقت طرف ته کش کړم .

زه باور لرم  چه هغه په تاريخ د نه هيدونکو مظاهرو څخه دی .

او ما په دغه مطالعه کې د محمد رسول الله هغه لوړ افکار ولوستل چې مظهر د ټولنيز عدالت ؤ .

د AJIB.fr خبري سايټ د راپور په حواله دغه نوې مسلمانې شوې لوبغاړې وويل :

خدای جل جلاله عدالت خوښوي او مسلمانان بايد خپل اعمال عدالت د احترام په لوري وڅرخوي .

هغې د اسلام ځنو احکامو ته په اشارې سره وويل : په اسلام کې دا حکم دی که څوک ستا سره د روابطو او خپلوي کټ کوي نو ته به د هغې سره روابط او خپلولي ساتي ، او هغه څوک چې ستا د پاره بدي غواړي ته به د هغه د پاره د نيکی غوښتنه کوې او بل داچې حقيقت به بيانوي اګر که تاته ضرر هم وي دغه ياد شوي ټولنيزاحکام د اسلام له برجسته اصولو شميرل کيږي .

مريم فرانسوا اوس آکسفورد د اسلامې پوهنتون نماينده ده .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.