ایا ښځوته په اسلام کی دمشری اجازه شته اوکنه په تفصل سره ځواب راکړی
مثل خان – ننګرهار
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
نه په اسلام کې ښځه پر نارينه باندې مشري نشي کولای بلکي الله سبحانه وتعالی نارينه پر ښځو مشران او اداره چيان ګرځولي دي ، لقوله سبحانه وتعالی : الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ {النساء: 34}.
ژباړه: سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله ځېنې د دوی ته پر ځېنو نورو فضيلت ور کړی دی او له دې امله چې نارينه (د ښځو لپاره) خپله شتمني لګوي.
رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلي : « لن يفلح قوم ولوا أمرهم امرأةً »
يعنې : هغه قوم به کامياب نه شي د کوم قوم چې د مشرۍ او قيادت چارې د ښځې په لاس کې وي .
ښځه او مور مشري نشي کولای بلکي ښځه او مور د مشرانو د روزنې لومړۍ زانګو او مدرسه ده ، پس ښځه د مشرانو مور ده ، د مشرانو د روزنې لومړۍ زانګو او مدرسه ده.
د امير او مشر د پاره يو شرط چې د څلورو واړو مذاهبو ورباندې اتفاق دی نارينه والی دی ځکه چې دا ډير ستر مسئوليت او خطرناکه دنده ده چې د ښځې د طبيعت او جسم سره مناسبه نه ده او د ښځې د طاقت څخه لوړ کار دی ، امير د فوځ قيادت په غاړه لري او کله خپله هم په جنګ اشتراک کوي، چې دا دنده د ښځې د توان څخه لوړه ده .
جاء في الموسوعة الفقهية :
الذُّكُورَةُ : فَلا تَصِحُّ إِمَارَةُ النِّسَاءِ ، لِخَبَرِ : ” لَنْ يُفْلِحَ قَوْمٌ وَلَّوْا أَمْرَهُمُ امْرَأَةً ” (4) وَلأَنَّ هَذَا الْمَنْصِبَ تُنَاطُ بِهِ أَعْمَالٌ خَطِيرَةٌ وَأَعْبَاءٌ جَسِيمَةٌ تَتَنَافَى مَعَ طَبِيعَةِ الْمَرْأَةِ ، وَفَوْقَ طَاقَتِهَا . فَيَتَوَلَّى الإِمَامُ قِيَادَةَ الْجُيُوشِ وَيَشْتَرِكُ فِي الْقِتَالِ بِنَفْسِهِ أَحْيَانًا .
(الموسوعة الفقهية جزء ۶ ص ۲۱۸ ) .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب