د اسلام له نظره د تخنيکي، مسلکي او حرفوي زده کړو ارزښت!

لیکنه: استاد مطيع الله هدايت.

لوستونکي به دلته يوازې د تخنيکي، مسلکي او حرفوي زده کړو ارزښت لولي، تر څو معلومه شي چې يادې زده کړې په اسلام کې کوم مقام او ځانګړتياوې لري؟

ښکاره ده چې اسلام داسې یو نظام دی چې ددنيايي ژوند ټولې برخې پکې شاملې دي، سره له دې موږ دلته يوازې د تخنيکي، مسلکي، او حرفوي زده کړو په ارزښت مختصره ليکنه کوُ، چې سرچينې يې د انبياوو سيرت، د اسلام تاريخ او د مسلمانانو اختراعات دي.

که وګورو حضرت آدم (علیه السلام) د خپلې اصلي دندې تر څنګ د کعبې ودانۍ جوړه کړې چې همدا چاره دا مهال مسلکي انجنيران وروسته د (۱۶) کلونو عصري تعليم او انجنيري پوهنځي د فراغت وروسته مخ ته وړي، علامه ابن حجر (رحمه الله) له امام بيهقي (رحمه الله) څخه روایت نقلوي او وايي: کله چې حضرت آدم (عليه السلام) ځمکې ته واستول شو، الله (جل جلاله) ورته حضرت جبرائیل (علیه السلام) را وليږو تر څو کعبه ودانه او اعمار کړي، کله يې چې د کعبې اعمار پای ته ورساوه ورته وويل شول: ته لومړی انسان او دا لومړی ودانۍ ده چې د خلکو د عبادت لپاره ټاکل شوې ده. (فتح الباري: ۶/۴۸۷).

دا رنګه:

– د حضرت ابراهيم (عليه السلام) لخوا د کعبې جوړښت او د هغه د انجنيری او مهنديسی مهارتونه مشهور دي.

– حضرت نوح ( علیه السلام ) د اوږده دعوت په څنګ کې د تخنیک په برخه کې یوه لویه کښتۍ جوړه کړې وه، چې په د سورت النوح په (۵-۶)، سورت (المومنون په (۲۶) او سورت هود په (۳۷) آیتونوکې یې یادونه شوې ده. حضرت نوح (علیه السلام) خپلو تخنيکي، مسلکي او حرفوي مهارتونو ته په کتلو سره داسې يوه کښتۍ جوړه کړه، چې له ده مخکې چا نه وه جوړه کړې او نه هم دا فکر له چا سره موجود وو چې د لرګي څخه دې داسې یوه لويه کښتۍ جوړه شي چې د ډیرو خلکو د نجات سبب شي، حضرت نوح (علیه السلام) خپله کښتۍ په داسې وخت کې جوړه کړه چې په هغه وخت کې د کښتۍ په نوم صنعت چا نه پیژندلو.

– حضرت داود (علیه السلام ) ته الله (جل جلاله) پخپل فضل سره د زغرو جوړولو مهارتونه ور په برخه کړي وُ، چې د سورت الانبیآء په (۷۹-۸۰) او سورت السباء په (۹-۱۰) آیتونو کې يې یادونه شوې ده. امام قرطبي (رحمه الله) پخپل تفسیر کې د حضرت داود (علیه السلام) د زغرو د کسب د زده کړې او پیل په اړه يوه کیسه را اخیستې چې په وروستۍ برخه کې یې راځي: حضرت داود (علیه السلام) به د ورځې یا شپې په یوه برخه کې مکمله زغره جوړوله چې د هغې ارزښت او بیه به زر درهمه وه، په دې کسب کې یې زیاته شتمني ترلاسه کړه تر دې چې ښه شتمن شو، مسکینانو او غریبانو ته به یې خیراتونه هم ورکول او ویل کیږي چې حضرت داود (علیه السلام) لومړی کس دی چې زغرې جوړول یې پیل کړي دي.

همدارنګه که د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) سیرت مبارک ته که مراجعه وشي، د خندق په غزوه کې د خندق کېندلو طرحه او نقشه وکتل شي، د خیبر په غزا کې د منجنیق او ډالونوجوړښت باندې فکر وشي، د هغه وخت زغغرو، غېشو جوړول، د تعلیم په مقابل کې د بدر د غزوې لسگونو بندیانو آزادي او د الله (جل جلاله) په مرسته د لویو لویو امپراطوریو فتحې دا ټول هغه څه دي چې تخنیک او مسلک پکې ځانگړی رول لوبولی دی.

بل طرف ته که وروستیو پیړیو ته نظر وکړو د اسلامي نړۍ د علماو اختراعات د بیلگو په توگه وړاندې کولای شو لکه: لمړنی جراحي چې د مسلمان ډاکټر الظهراوي لخوا په (۱۰۰۰) م کال کې ترسره شوې او د جراحۍ د اصولو په اړه د همده لخوا لوی کتاب لیکل شوی وو چې (۱۵۰۰) پاڼې یې درلودې او په اورپا کې تر (۵۰۰) کلونو پورې د یوه مأخذ په توگه خلکو ترې استفاده کوله، علامه محمد بن موسی لمړنی کس دی چې الجبر یې رامنځ ته کړ او داسې نور ډیر اسلامي علما او فلیسوفان شته چې بیلابیل اختراعات یې کړي دي.

 

پایله:

له پورتنیو مالوماتو جوتیږي چې تحنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړې په اسلام کې ځانگړی مقام او ارزښت لري، یوه ټولنه هغه وخت د پرمختگ په پوړ قدمونه پورته کولای شي چې وګړي یې د دیني زده کړو تر څنک د کار بازار د غوښتنو سره سم تخنیکي، مسلکي او حرفوي زده کړې په ښه شکل سره وکړي، چې په دې سره بیا د کار زمینه برابريږي او د فقر سره مبارزه رامنځ ته کېږي، چې په نتيجه کې يې اقتصادي پراختيا رامنځ ته او د فقر کچه ورسره کميږي.

والسلام

کابل افغانستان

دعوت نیوز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟